غزل

2022-10-03

دا دی اخير مو وږو ونيول د مار سرونه 

موږه د خدای تر کوره وشيندل پر لار سرونه 

 

په خوله درګرده د عربو د خدای نوم اړوي 

يو سل و يو تسپې، پېيلي دي په تار سرونه 

 

اوس دې نور نر شي څوک په ما دې استغفار ووايي

ما چې ليدلي، خوندي نه کړل د خدای پار سرونه 

 

زموږ په جنګ کې هم ترخه خبر په ګل بدلېږي

خو د جومات په دهلېزونو کې هوار سرونه 

 

تاسې به ګورئ چې د اوښ لکۍ له بېخه وځي

اتي به نه وي چا تړلي، په چلتار سرونه 

 

د دين ناوې ته د عربو د پلار ژرنده ګرځي 

او موږ په صف ورته نيولي دي، په وار سرونه 

 

زموږ د خپلې لندې خاورې بوی ګناوې غواړي

موږه به څه د دوی محراب ته ږدو کتار سرونه

 

چې اعلانېږي، يو په بل پسې غدار سرونه 

په دې وطن کې بس همدغه دې د کار سرونه