نظم

2020-09-21

د سپرلي شپه وه
يو اضطراب ؤ
د فطرت خوب ؤ
د تخلیق باب ؤ
روح ناقرار ؤ
زړګی افګار ؤ
ستوري په ډارؤ
د برېښنا ټکه
ستوري راښکته
باڼه ؤ تته
لمن وه ډکه
ډېره تنها وم
د سوز وينا وم
له سازه ډکه
يوه دنيا وم
ستوري ځلېږي
ګرېوان ته ولېږي
له ملغلرو
لمن ډکېږي
تصویر ترې ورک ؤ
ورېښم نازک ؤ
نازاو ادا کې
پيل په ترک وه
دانه دانه شولې
نغمه نغمه شولې
ستا ترانه شولې
کله برېښنا وه
کله ژړا وه
د چا خندا وه
عجیب فضا وه
ګل غوړېدلای
خزان ؤ تللی
بلبل ته جوړ ؤ
د هیلو څلی
سپوږمۍ مسکۍ وه
هیله ډالۍ وه
مینه تل پاتې
زما لېونۍ وه
د سترګو پام شو
يوسپرلی ګام شو
سارا ته جام شو
شباب تمام شو
13.05.2002