د حافظ شېرازي د شعر په اقتفا

2020-09-21

د پښتو شعر د غوره جايزې وياړ ېې هم په برخه شوی  1985

ګل دی بهتر له ځان بهــــــــــتر نــــــه لري
د لاس آرا غير له ســــــــــاغــــــــر نه لري

بعضې وخت وينم خــــــــوشـــالي د درياب
چې هميش دا صـــــــــدف ګــــوهر نه لري

په ګلستان کې غنــــيمت ګـــــــــــڼه وخت
بلې وونۍ ته ګـــــــــــل ثمــــــــــر نه لري


د عاشق خواست ګـــــــوره د مينې لار کې
بې له ژړا نــــــــه بـــــل هــــــــــنر نه لري

که د معشوق په کور څوک ســر درون کړي
عجايب لار ده مګـــــــر ســــــــر نـــــه لري

که څوک همدرس د محبت د درس شـــــي
نايــــــــاب د عشــــــق علـــــم دفتر نه لري

په ميخانه کې چې څوک می خوري همېش
ښکلا د مخ ېې هېڅ زېــــــــور نــــــــه لري

شېخه راپاڅه ميــــــخانـــــې لـــــــورې ځه
هسې شراب ګوره کـــــــــوثــــــــر نه لري

هسې لعل ګوره په زرين جــــــام کــې دی
که ېې بيخي چاته هــــــــــېڅ زر نــــه لري

ساقي شراب تــــــــه بــــــــې خماره راکړه
هغه چې مـــــاته درد د ســـــــــر نـــه لري

د خدای په نـوم چې تن مې هسې بت دی
چې بت خــــانه کــــــې ېــــــې آزر نه لري

د زړه له کـــــــومــــــــې د سلطان بنده يم
په ما نظر کې د چــــــــاکــــــر نـــــــه لري

که د سارا شعر تــــــه غلـــط وايي څـــوک
هغه هم مينه په ګـــــــــوهـــــــرنـــــه لري