په زړه مې خخې وې لشې سر ته به څنگه ختم
ستا د خمار خمار نشې سر ته به څنگه ختم
لارې کوڅې د غوړمبېدلو سپو د شور ډکې وې
نادانه ياره د کوټې سر ته به څنگه ختم
چې يې وړه وړه رڼا ستا په جبين پرېوته
لکه د تېلو د ډيوې سر ته به څنگه ختم
مينې ؛ چې تا به د پتنگ غوندې مستي کوله
د چراغونو د لمبې سر ته به څنگه ختم
زه چې درتلم نو لاس او پښې رانه پرې کړي وو چا
ستا د جنت د منارې سر ته به څنگه ختم
دا مې په ژوند کې د احساس نزاکتونه نه وو
سياله د گل او د وږمې سر ته به څنگه ختم