قبله

2020-09-21

ما کائينات وکتل
زمکه اسمان مې کچ کړل

خو ما په يو ځاى کې هم
دومره ځګى ونه ليد
چې پرې د فکر مصله خوره کړم
په مانځه اودرېږمه تا ياد کړم

ما اخر ته وليدې
او ستا د سترګو د پړق پړق په ليدو
ما ته احساس اوشو
يو سپين سپېځلې
سوچه پاک احساس

د مايوسۍ د کفر تورې تيارې
د رڼاګانو په درياب لاهو شوې
زما يقين په محبت پېدا شو
شوم د رڼا په سمندر کې روان

اى د رڼا د سمندر خالقه
ما له په خپل زړه کې لږ ځاى راکه
چې پرې د فکر مصله خوره کړم
په مانځه اودرېږمه تا ياد کړم

زما د زړه د درزېدو خالقه
د رنګ او نور د پلوشو خالقه
منم چې ته په زړه کې زړه نه لرې
وجود لرې 
سترګې باڼه نه لرې

خو د ارمان د يو تکميل په خاطر
زما د ژوند د جوړېدو په خاطر
چې مې قبله 
چې مې ايمان سم شي
ما دې د خپل زړه نه
بې کوره نه کړې
ځکه چې زړه د يو انسان 
د وجود
ستا د رڼا
او ستا د نور کعبه ده
زمکه اسمان
او دغه ټول کائينات
بغېر د زړه نه هيڅ معنى نه لري