غزل

2020-09-21

يه اسمانه تا د تندرونو لوبې ونکړې
تا د ظالمانو په سرونو لوبې ونکړې

داسې دم ختلي خو ددې وطن ځلمي نه وو
ولې لېونو په زنځيرونو لوبې ونکړې

داسې چا کافر د محبت لړونه وشلول
بيا د وطن پېغلو په ټالونو لوبې ونکړې

ټول عمر زمونږه په سرونو لوبې شوي دي
چرته مو په زړونو کې د زړونو لوبې ونکړې

سياله دغه يو ارمان مې پاتې شو د زړه په سر
سترګو مې د سترګو په جنګونو لوبې ونکړې