شمال ميشتو فرهنګيان د حكيمي صيب په وير ځان شريك بولي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • احساس
  • 387

په خواشينې سره مو په تېرو څو ورځو كې د پښتو ادب د ځينو فرهنګيانو كورنۍ د خپلو درنو او خوږو غړو په وير اخته شوې، په دې  برخه كې د ځوان شاعر هارون حكيمي كورنۍ هم د ده د ښاغلي تره د ناڅاپي مرګ په وير كېناسته.
په هېواد كې د پښتون وژنې روان ناتار مو هره ورځ سترګې په اوښكو لمدوي.
شمال ميشتي فرهنګيان او د دغو ولايتونو د ادبي بهيرونو غړي له حكيمي صيب سره په ورپيښ وير كې ځان شريك بولي. ده او درنې كورنۍ ته يې د صبر غوښتنه كوي او خداى بښلي تره ته يې د جنت غوښتونكي دي.
خداى دې وكړي چې هغه ورځ هم راشي، چې د تېرو څو ورځو په شان له پښتون سره د وير پر ځاى په خوښي كې شريك شوو.