د برېتانیا پخواني چارواکي: برېتانیا دې خپل سرتیري بېرته افغانستان ته ولېږي

د برېتانیا پخواني چارواکي: برېتانیا دې خپل سرتیري بېرته افغانستان ته ولېږي


  • 4 مياشتي دمخه (05/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 326

د برېتانیا دوه پخوانیو چارواکو ویلي، چې بریتانوي ځواکونه دې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

دغه دوه چارواکي چې د برېتانیا د دفاع وزیران پاتې شوي دي وايي، چې په دې وروستیو کې طالبانو جګړې زیاتې کړي؛ نو برېتانیا ته په کار ده چې د نړیوال نظم راوستو لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي او د طالبانو پر ضد اقدامات ترسره کړي.

د برېتانیا دغه دوه پخواني وزیران زیاتوي، چې  برېتانیا به د افغانستان د امنیت لپاره نړیوال کنفرانسونه جوړوي او له خپلو ملګرو هېواودونو سره به په ګډه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي.

د برېتانیا یاد پخواني چارواکي داسې مهال د برېتانوي ځواکونو د بېرته ستنېدو خبره کوي، چې ټول برېتانوي ځواکونه له افغانستان نه وتلي دي.