اپريل


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ارش ننگيال
  • 230

پوره اونۍ ما او سمسور په يو تحقيقي راپور باندې کار کاو، د يكشنبې  په ورځ  زموږ د راپور د جوړېدو ورورستۍ ورځ وه، سهار دفتر ته په ډېرې خوښۍ روان و، چې يو ځل يې ايډيت کړو او نور يې دفتر ته وروسپارو. په موټر کې مو په راپور باندې بحث کاو چې دا راپور به ډېر ژر د رسنيو لپاره لنګه غوا شي،  دفتر ته په لاره ؤ چې زموږ په تود بحث کې د سمسور تليفون وشرنګېد،  له سلام نه ورورسته يې په خواشنۍ او وارخطايۍ انا لله او انا اله راجعون وويل، په موټر کې  ناستو همکارانو په وارخطايئ د سمسور په طرف ور وکتل، ټولو په تر وپوښتل :ولې څه خبره ده؟
 سمسور په خواشينۍ وويل: د جاويد صيب  پلار وفات  شوى دى.
جاويد صيب زموږ د دفتررييس و چې دوه ورځې مخکې يې رخصت اخستې و، ځکه چې پلار يې ناروغ و، موټر وان ته مو وويل چې موټر بېرته راتاو کړي، بيا هر همکار خپل تليفونونه له جيبونو را ووېستل او نورو همکارانو ته يې زنګونه ووهل، چې ټول د رييس صيب دوى کور ته ځانونه ور سوي.
د رييس صيب په پلار ځکه ډېر خفه شولو چې رييس ډېر جانانه او د منډې او سختې ورځې سړى و، په دفتر کې هيچا هم دا سې فکر نه کاو چې جاويد صيب زموږ د دفتر مشر وي. ځينو همکارانو  له رييس صيب نه ګيلې شروع کړې، چې ولې يې موږ نه يو خبر کړي، ځينو بيا ويل چې هغه غريب  به، په خپل غم وي، موږ او تاسو يې څه په ياد يو، نه بل ورور لري او مور خو يې لا پخوا مړه شوې ده، خو د خفګان خبره دا وه چې نن سبا د جاويد صيب وداه هم تيار و، مونږ يې ددې خوشحالۍ په تمه و چې دې غم خبر مو واورېد، په خبرو، خبروكې  د رييس صيب کور ته ورسېدو ګورو چې  د دفتر نور موټر  له موږ نه مخكې رارسېدلي، همکارن د بلاک  مخ ته ولاړ و، همدا چې ټول پوره شولو  اغا صيب  چې  په  موږ کې مشر و، وويل: زنانه دې ټولې کورته دننه لاړې شي،  نور به همدلته ودرېږو  او له مخې به لاس  په کار شو، چې جاويد بې کسه دى.
د اغا صيب خبره مو ومنله، همدا چې اغا صيب حرکت وکړ، ګورو چې رييس صيب له تولو ښځو همکارانو سره بېرته راکښته شو، په ډېرې عاجزۍ يې مخې ته ورغلو، لاسونه مو سره ورکړل، همدا چې  سمسور ور وړاندې شو  ښه ګرمه څپېړه يې ورکړه،  چې ټول ورته هک حيران شول، رييس صيب په قهر وويل:دا اوازه تا اچولې چې پلار مې وفات شوى دى ؟
سمسور په بنده بنده ژبه وويل اجمل زموږ پخواني همکار راته وويل.
 له دې خبرې سره د نجونو د خندا غږونه پورته شول، همدا چې ور ومې کتل ، وږمه چې زموږ شوخه او هوښياره همکار وه  په لوړ غږ  وويل: لکه چې ټول  اپريل فول شو.
 له دې خبرې سره لمړى رييس  بيا ټول په خندا شول، خو آغا صيب دومره حيران شو چې اندازه يې نه وه، حيراني يې هله ختمه شوه چې ما ورته وويل دا په غرب كې رواج دى چې د اپرېل په لومړۍ نېټه خلك د ټوكو په دود يو بل ته دا ډول درواغ وايي اوس يې زموږ ښارونو ته هم مخه كړې ده.