ټولنيزه برخه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • لطيف بهاند
  • 355

د کاروان په شعر کې تصويرونه،نه يوازې په سرو لښکرو د شازلمو د مېړني بريدونو انځورونه باسي بلکې د هغو بدمرغيو،دهغو نادودو،دهغو تالانونو،د هغو شوکمارىو،دهغو وژنو او بې حرمتىو پېټى هم وړي چې تنظيمي جهادونو،تر جهاده وروسته د غنايمو د خپلولو  په جگړو کې د خلکو د سر د وهلو او دهغو دمال او ناموس د تالان په موده کې په دې جگړه ځپلي ملت  ور وزغمل.
کاروان د څو انقلابونو همزولى دی،هغه د انقلاب په اور کې د سوځېدلو کليو له کنډوالو نه داسې تصويرونه را جوړوي چې کله ناکله په يو تصوير يا بيت کې د ټول هغه وحشت او يو پړاو ټول تاريخ داسې بيانوى،چې پر يوه نسل تېر شوي وي.
که د انقلابونو  ستاينو او لاسي تصويرونو، د سليمان لايق،اسحق ننگيال او کاون توفاني په ذهن کې کله کله ولکه دروله،خو د کاروان پښتني روح هغه څه ونه شو زغملي چې دده د ملت روان هغه ته  نه ويلي و.
کله چې جهادځان شرارت ته ورساوه،کله چې دغه شرارت دملت هستۍ ته اور ورته کړ، دا نو هغه وخت و چې د سليمان لايق په وينا:روس او جهاد سره يوځاې شول،داسې چې ارموني يې وزېږاوه،دغه ارموني د ايرو،ورانۍ ، کنډوالو ،شوکو ،انساني ،د ملت  او د يو ملت د هستۍ د بربادي درمندونه بادوى او د ځان په گټه ښه حاصل ترې اخلى.
کاروان وايي:
مات کودري يې له تاندو وينو ډک دي
د شهيدو پېغلو څه رنگين گودر دى
سپين لباس د پرښتو ابليس اغوستى
جاهلان وايي وارث د پيغمبر دى
پوروړي يې دژوند دسکو ډېر دي
زموږ کلي ته راغلى سوداگر دى
ماڼوگان يې خرڅوي په نهنگانو
د بې نوحه بېړۍ څه سپېره لنگر دى
د حسين او ذوالجناح وينې مباح دي
دلته هلته دا بيان د هر شمر دى
هر اغزى رانه د وينو قلنگ غواړي
د تڼاکو په پڼو کې مې سفر دى
بې جرسه قافلې ته مو جرس کړ
مات مې زړه کې د ظالم دغشى سر دى
گرځوم يې در په در چېرته يې کېږدم
د ژوندون د مړي پېټى مې په سر دى
د ژوندون په هديره کې يې ايسار کړم
يو اشنا راته نکير دى بل منکر دى
هر دجال دي د مهدى کالي اغوستي
په وطن راغلى بې نېټې محشر دى
پر گلونو باروتي خپسې ناستې
د وږمو په لمبو لولپه ځيگر دى
يتيم ژوند ايسار د غشو په سيلۍ کې
تاو له ځانه يې د زخم سور څادر دى

کاروان په دغو بيتونو او دغو شعرونو کې،هغه په ده نه هېرېدونکو تصويرونو کې د چا له خولې او يا کوم روايت نه،هغه په تصويرونو کې خپل د سترگو ليدلي حال او دهغه زغم انځوروي.
د کاروان ستروالي په دې کې دي چې دى،دهغو نادودو او پېښو په وړاندې مات نه شو،چې هر څه يې مات کړل.
د ى ان ددغو اوږدو او پاى ته نه  رسېدونکو  ويرونو په وړاندې نه ستړى شو،نه نا هيلى،که څه هم په هغه کې په هغه کې ددغې ستومانۍ  يو نيمې نښې ليدل کېږي،خو ناهيلىتوب  په ده لاسبری نه شوه.
هغه نه يوازې د کلمو روان ته ورننوزي،بلکې د هرې کلمې د زړه هينداره داسې د لوستونکو مخې ته ږدي چې هغه هم کاروان په کې ويني،هم ځان،هم د دواړوو ارمان او غوښتنه.
کاروان.خپل شعر ته د خپلو خلکود زړه نه راپورته  شوې چغې ورسپارلې دي.
هغه چغې چې په کلو او بانډو کې،د خوښۍ،دغم،د ناتار،دغضبونود سيلاونو او وير په وخت  او شېبو کې پورته شوى دى.
هغه چغې چې خلک ويښوي،هغه خلک چې خلک خوځوي،هغه خلک چې خلک درېدو،پاڅېدو،د ښکلاوو نه دلذتونو او ناښکلاوو نه دکرکې نښې رالمسوى.
نوي پېر
ژان فرانسو اليوتارو،لومړني څوک و چې د نوي پېر خبرې يې وکړي.
دهغه د شعر په مست اوپه  ياغى سيند کې دي،چې د پښتو نوى شعر،په لسگونې نوې نوې څپې وهي.
دهغه په شعر کې د مينې عطر داسې خورېږي چې په اورېدوسره يې هر مينه ناک له حاله وزي.
دځينو شاعرانو په شعر کې تصويرونه ښکلي دي،خو هر ښکلى تصوير هر چېرې په کار نه وي،خو دي خپل تصويرونو داسې سره اميل کوى چې هم ښکلي،هم په ځاى او اړتيامن دي.
کاروان په هغو شاعرانو کې شمېرلى شو،چې د پښتو دشعر بهير سره نه يوازې اشنا دي،هغه سره پېژندگلوى لري،هغه لوستى دي،بلکې په هغه ښه پوهېږي هم.
هغه شعر له خبرو سره گډ کړى دى،هغه له خبرو نه شعر جوړ کړى دى.
کاروان غواړي،هغه غوښتلي دي،دشعر له لارې،د شعر په ژبه هر چا او هر څه سره و غږېږي او د زړه خواله وکړى.هغه غواړي د خپل شعر په ژبه له خپلو همژبو،خپلو خلکو،خپل کور،کلي،وطن،ځمکې ،اسمان او ان خپل خداى سره وغږېږي.هغه غږېدلی،هغه په خپل شعر کې دې ټول سره خلوت جوړ کړی دی .
د کاروان د شعر يوه ځانگړتيا خو لا داده چې هغه هر څه ته د خپل شعر په قوت او خوږو کوډو ژوند وربښي.هغه غرونو رغونو،هغه ځمکې اسمان،هغه د خپلو غرونو د نښترو ونو ته،هغه شپې ته،هغه ورځو ته،نه يوازې ژوند وربښي،هغوي ته عاطفه،احساس او ژبني توان ورلېږدوي.کاروان خو هغه سره غږېږي.که څه هم دغه کار تر ده نه مخکې دده څو تنو همژبو شاعرانوپه تېره بيا سليمان لايق کړى دي،خو دده د نوښت هم خورا ساده،د زړه له کومې اوپښتنى دي،وگورئ:
دهغه لپاره د شعر روح او روان د هغه روح او روان سره  غبرگ روان دى چې دده د ساده انسان او نه راويښېدونکي کليوال روح پرې روان دي.
د تصوير جوړول او بيا ددغه تصوير او کلمو  او له هغو نه د رامنځ ته شوې عاطفې ترمنځ د اړيکو  منځ ته راوړل هغه څه دي چې هر شاعر يې نشي کولاى.
هغه شان چې يو ښه روان پوه د ناروغانو د زړه خبرې کوي،دغه راز کاروان دکلماتو د يوه سحرگر او راونپوه غوندې د کلماتو د گوگل په رازونو خبر دی.کلمې هم د هرې بلې پديدې او وگړي په څېر،خپل ځانگړى پېچلی شخصيت لري،راز لري او ناسپړلي خبرې او پېښې.
-د ښه شاعر،ښه ځانگړتيا د هغه ژوره پوهه،پېژندنه،خبرتيا،د خيالي خيال درلودل او تورو ته د وزن د بښلو ترڅنگ هغو ته د عاطفې وربښل دى.
که هغه د خپلو ادبياتو د تاريخي تگلوري،په هغه تگلوري کې د نوښتونو،دهغه له بېلابېلو پېرونو او ځانگړو شاعرانو له خلاقيت نه  خبر او په هغو پوه نه وى،نو هر څه چې ليکي هغه به نوي ورته بريښي،خو په دې برخه کې کاروان داسې بريښي چې خپل فرهنگي پور پرې کړي وي.هغه نه دچا خيال،نه مضمون او نه تصويرونه يو هم نه تکراروي.هغه هغه څه ليکي،چې لا تراوسه زموږ په ژبه کې  چا نه دي ليکلي.
وگوري،دې بيت کې دده خيال:
يو چېرې مې لوستلي وچې په يوه شعر کې ديو چا يا د يوڅه نوم يادول،د شعر خوند څو واره راکموي،خو کاروان په دې برخه کې داسې بريښي چې د شعر د تخليق په برخه کې دې کار په لاس،خو ښکلى او نه هېرېدونکي پام کوي،ځکه وايي:
دهغه په شعر کې،دبيتونو خپلمنځي اړيکي او هم اهنگي داسې سره اوبدل شوي دي چې هرو مرو انساني ذهن،تفکر او تخليق احساسولو ته هڅوي.داسې بريښي چې د خورا لويو شاعرانو په څېر،د ژورې جذبې او سرکشه الهام له امله ،له کاروانه هم د شعر ليکلو واک ،بېواکه شوى وي.دا په دې معنى چې ده ته يا د شعر ښاپېرۍ ،يا غيبي سندرمار،يا دځنگله شر وشور او يا بل څوک شعر وايي او دي يې يوازې او يوازې انځوروي. او هم کولای شم خپله هغه خبره تکرار کړو چې مخکې چېرې راغلې وه،هغه داچې په کاروان کې شعر راخوټيږي.
سره له دې چې د کاروان د زياتره  همهالو شاعرانو نه دنوي خيال د انځورولو په وخت کې  خبره يا جړېږي،يا تتېږي،خو د کاروان سندرمار ډېرې تندې او سختې خبرې په خپل نوښت او کوډګر قلم سره په غزلو بدلوي.
هغه د مضمون په ټاکنه کې هېڅکله ،هېڅ ډول ستونزه نه لري.دهغه خوږې او پستې خبرې، د لويو پاړوگانو په څېر چې ماران رامه وي،هر مضمون په غزليزه هار اړوى او د ښکلو غاړې ته يې رسوي.
هغه د هر مضمون لپاره،داسې ښکلي کلمات،سندريزه ترکيبونه،نڅاگر خيالونه او اتڼچې وزن غوره کوي چې په هغه کې د کومې غوټې،جړوالي او نه پوهېدنې ځاي نه پاتېږي.
دهغه دشعر لومړۍ لوستنه په لوستونکي،په تېره بيا په شعر پېژندونکي لوستونکي داسې اغيز پرېږدي چې کولاى شو هغه نه هېرېدونکې ونوموو.
همدا اغيز د شعر د معني د پوهېدنې لپاره ټولې لارې پرانيزي.
دهغه د زياتره شعرونو لوستل په گوگل کې دلذت زړي شيندي.
دهغه شعر تر هغه څه نه موږ ته زيات څه راکوي چې موږ يې ترې غواړو.
دهغه شعر تر هغه څه نه موږ ته زيات څه راکوي چې د کاروان په زړه کې ناست سندر مار يې غواړي.

دکاروان دشعر ځينې نورې ځانگړتياوې

د عربي شاعر نزار قباني(۱۹۲۳-۱۹۹۸) په وينا چې خپلې مينې ته وايي: ستا دښکلا د انځورولو لپاره بله ژبه جوړوم.کاروان  هم په شعر کې دخپل زړه خيال ته نور توري جوړوي او وايی:
ستا دياد غزل به په شډلو تورو نه ليکم
جوړ به له نرګسو،له ګلابو نه لغات کړمه
د کاروان شعر په نوښت کې نوښت دی.زه چې څومره هغه لولم دهغه په شعر کې د ترکيبونو او جملو لنډوالي،دژبې سادګۍ او دهغه په تورو او کلمو کې نغښتل شوی صداقت ته حيرانېږم.ما چې هرڅومره دده دکتابونوپاڼې سره اړولي را اړولي په دې مې سر نه خلاصېده چې کاروان به دچا تر اغيز لاندې دا ښکلي تصويرونه جوړوي،خوپه پای کې  دده ځانګړي سبک او نه تکرارېدونکې ژبې،له سرکشۍ سره سره ساده وينا،په خيالونو او تصويرونو ګاڼل شوي ارمانونو:
ځم چې له لفظونو نه د شاتو مچۍ جوړې کړم
چا وې ژړيدلی دلته ګل د پييغمبر دی
په پای کې زه په دې پو شوم چې هغه د سياليو او دښمنيو پرځای د بلبلانو کاروانو نه خوځوی،ځان دګلو کوډګر ګڼي او په خورا آسانۍ شعر ليکي:
بس د زړه په مراندو،څو ملا ماتي لغات وتړم
ګرانه!شاعري څه ده؟اسان غوندې هنر دی
سره له هغه چې  کاروان پخپله يو معتقد مذهبي سړى دی،خو دهغه دشعر يوه غوڅه او پراخه برخه د دنيايي او ځمکنيو ښکلاوو،خوښيو،غمونو،دردونو،دود دستور،ناورينينو،تاريخ او ټولنيز ژوند په هکله دي.
هغه په خپل ټول توان سره،په خپلو شعرونو کې، د درد علتونه،د ناورينو لاملونه ، د ژوند دخوښيو او ناخوښيو سرچېنې ځمکنۍ گڼي،هغه که په کلي کې دى که په ځنگله کې،هغه که په سمه ده که په غره کې،له اوښبانه سره دى که له شپانه سره... هغه د انساني دنيا پېښو انځورونه باسي.
د هغه د شعر دښکلاييزوو ځانگړتياو په اړه که خبرې رايادې کړو،د ښاپېرۍ نه پرته چې هغه هم هغه د ستاينوم او ژوندي موجود په څېر کاروي،ټولې ښکلاوي په څو ځايو کې له حورو غلمانه پرته، دده د کلي،د بر کلي،د سيمې،دښار او لوي هېواد ښکلاوې دي.
د کاروان د شعر اتلان،که دى پخپله دى،که يې ملگري،که يې اوښان دي،که مچۍ ،که يې ښاپېرۍ دي،که حورو غلمان...هر هرڅه د يوې پېښې سره تړلي دي،هغوي او دهغوي د ژوند دستونزو او خوښيو او دهغو ي دچاپېريال هر څه څرگند تاريخ لري،هغه نه د جنت وعدې ورکوي،نه له دوزخ نه څوک ډاروي.هلته له څو ځايو پرته د ازل او ابد خبرې نه کوي،يعني دا چې دنيا يي دي.دي ټول څه له ځانه،له کلي،د کلي له چناره پيل کوي.
-دهغه شعر دخال خال  پېچلتياوونه پرته، سره له هغه چې دهندي ادبي لارې زياتره نازکخيالۍ او لطافت په خپلو کرښوکې را مروړي ،په بې سارې بڼې يې د وخت دروند ټولنيز پېټي هم په اوږو بار کړی دی.:

ماسره ياري به ستا دحسن طالبان کوي
عشق د ابدالي يم تا به رام لکه هرات کړمه

د کاروان دشعر په اړه به دا خبره ځاي ونه لري،که ووايو چې په هغه کې د ټولنيز يا سوسيالستي رياليزم ډېرې سټې ليدل کېږي،خو دا کولاي شو ووايو چې تر هغو نه زيات ټولنيز،تاريخي –سياسي دي،مگر په دې توپير چې هنري تومنه يې تر هغو نه په وار وار زياته او مزناکه ده.
له دغو ادبي ښوونځيو سره د کاروان دهنر بل د پام وړ توپير دادي چې د کاروان شعر طبقاتي او دښمنۍ نه لري.د کاروان شعر،ټول انساني درد،په تېره بيا دده دهمژبو او ساده هېواد والو په ځان کې انځوروي.
د کاروان د شعر بله ځانگړتيا دا ده چې هغه په ځانگړي توگه،د شعر د ليکلو يا د هغه د سوچه کولو يا دهغه د انځورولو هڅه نه کوي. دا ټول تخليقونه د هغه دشاعرانه پښتني شډل او کوچانى روح ،دهغې  سرگردانې خو معنوي پانگمنې ارواحې خنداوې  او ژړاوې دي، چې د شعر پښتني ښاپېرۍ دگڼوځنگلو نه د راوړي الهام له لارې په ده کې ميشتې کړې  دي.داسې بريښي چې کاروان يوازې او يوازې دهماغو خنداوو اوژړاوو غږ په کرښو کې کري.
کاروان ددغه الهام نه دهغه صحرايي،غرني،کليوال او د زړه له کومي پښتني خيالونه را اخلي،هغه د کوترو،هغه د مرغيو،هغه د شنو طوطيانوپه  ژبه ښه پوهېږي.دي دهغو ساده ژبه،له له خپلې کوچانۍ اوښبنۍ ژبې سره گډوي او له هغه نه داسې شعر جوړوي چې خپله هم په وياړ ي او پوښتنه هم ورته پيدا کېږي:

دا غريب سړى گورئ له غرونو پرون راغي،نن
دومره جگ برجونه،د سندرو د ښار څه معنى

کاروان په شعر کې،په خپل تخليق کې،په  پښتني ژوندکې،د پښتنو په تاريخ کې او دپښتنو دټولنيز او ټولنپوهنې د ځانگړتياوو په پام کې نيولو سره په خپلو شعرونو کې ځينې څېرې پالي.هغه نازوي،هغو سره مينه کوي او کله کله يې خو يې لمانځنې ته کېني.
ددې څېرو زياتره هغه تاريخي-ملي - هنري دي.دا څېرې دده د تخليق او هنرغوره بېلگې دي.دا څېرې هم انساني دي،هم کيهانى او هم د طبيعت ښکلي انځورونه.که څه هم دده په شعر کې نا وړې څېرې هم شته،خو دلته به موږ د غوره هغو بېلگې را وليکو:

دا څېره ملاله ده

غم مه کوه،ژوندۍ به وي ټپې د ملالۍ
شنې ټکي که اسمان پريکه زار وغورځوي

داڅېره ادمخان دى
دا څېره دده د زړه سندرمار دی

کاروان لري د زړه په نوم،وړوکى  بلبلک
پنجرې به دا وړوکي سندرمار ماتوي

دا څېره ناهيد ده،.دا څېره برکلى چنار دی،.دا څېره په خپله کاروان دي.دا څېره اوښ دى.داڅېره شاعر دى.دا څېره شاعرانه ارواح ده.دا څېره ځنگل دى.دا څېره باگرام دى.

دده په شعر کې دده د ارام تن او ياغي روح،ياغي انځور څپې وهي.دا څپې خورا سرکشې،څپه ايزې،خو ښکلې دي.هر ښه کره کتونکي يا دشعر لېوال دده دشعر له قوت نه ،دده د روح د څپو د زور اټکل کولاي شي.
د کاروان روح،هغه ناپېژندل شوې سيمه ده چې په لرغونو افسانو کې يې افسانې راغلي دي.
دا هغه دريابونه دي چې په هغه کې د ښکلا څپې انساني ښکلاوي په وزرونو وړي.دا دښکلاوو سمندر دي.دښکلا په سمندر کې خو کله ناکله يو نيم تن ډوبېږي.څوک ډوبېږي؟يو هغه چې مين وي اوبل هغه چې په لامبو نه پوهېږي.زه خپله چې هر وار د ښکلا دغه سمندر ته ورگډېږم،په رښتيا په کې ډوبېږم.داسې انگېرم چې زه هم دکاروان دشعر څپو په ځان مين کړي يم.

داسې روایت کېږي چې عربی او فارسی ژبې ته نوی شعر دفرانسوي او هسپانوۍ ژبو تر اغیز لاندې راغلی وي.
روسی کره کتونکی شکالوفسکي د کلمو مجازي کارول د نوښت نوښت ګڼي او وايي
کله چې کومه کلمه په نوې معنی او یا نوي ترکیب کاروو،دنوی تصویر د رامنځ ته کېدو لامل کېږي.
دا نوښت د کاروان په شعر کې داسې لولو
دغه ترکیب دحیرت او ښکلا نښه ګرځي.
شعر له دوو پلو کېداي شي نوښت پیدا کړي:په پخوانیو قالبونو کې د قافیې،ردیف او یا د مطلع او مقطع او نورو او له معنوی پلوه په هغه کې دهغو صنعتونو کارونه چې بدیع او بیان نومېږي.د تشبیهاتو،کنایو او استعارو په کارونې سره نوی تصویرونه او دنویو تصویرونو له لارې نوښتمند شعر رامنځ ته کېږی.
یا داسې نوښت چې طبیعت او جامد څیزونه ځان او روح پیدا کوي.هغه انساني ځانګړتیاوې مومي
دلته د مازدیګر مړ کېدل
مازديګريې په زرین تابوت کې یووړ
د ګودر سندرې مړې دي،شرنګی نه شته

دلته  د للمې ګلونه انساني بڼه مومي،هغه ته د ورور مینه وربښل کېږي

زړه مې ورو د للمې د ګلونو دی
ورک د بارانونو له بهیره یم.
سندریز لاسونه،
د ژبپېژندنې له پلوه د کلماتو روان ته ننوتل د کاروان دشعر یوه بله ځانګړتیا ده.هغه ددې ځانګړتیا لپاره ،ددې لپاره چې کلمو ته ځان او روح ور وبښی،دهغو زیر او بم کېږي او وایي:
راوله! کاروان د غزل راوله!
زه به دې رباب شم،بم او زیر مې شه

دهمدې نوښت په لړ کې څیزونو او یا دطبیعت نورو موجوداتوته دځانګړو احساساتو یا ځانګړتیاوو وربښل دي،داسې ځانګړتیا وې چې هغه څیزونه او دطبیعیت نور موجودات انساني کړو وړو ته هڅوي او لمسوي.دلته ګورئ چې ځنځیر څه انساني ځانګړتیاوې لري:

ویښ دی ځنځیر چې له لاسونو لکه مار تاوېږي
چې زړه له زړونو سره وتړي،ځنځیر اوده دی

دلته به ولولو چې ملا او سلګۍ ،څنګه احساس پیدا کوي
د فریادونو ملا مو غبرګه ماته

دسلګو لاس یې پرپیوند تیروو
له شهیدو غزلو نو نه،سر واوښکو ته کفن جوړول

آشنا ظالم دی،هر یو یاد یې کفن کښ جوړشوی
زما د زړه په هدیره کې ګرځي
اوله شهیدو غزلو نومې د سرو اوښکو کفن پټوي.

لمونځ مې یې کافر به شمه څنګه دې قضا کړم
راشه چې دخپل زړه په خلوت کې دې،ادا کړم
ته دقدر شپه یې،خو په شپو کې رانه ورکه
تا پسې به ډېرې اوږدې لنډې شپې رڼا کړم
غشی راکوه چې اژدها په تندي وولم
موسکه راته مه کېږه چې نښه به خطا کړم
زه هغه مجنون یم چې مې زړه خوره کېږدۍ کړ
ګورې به لیلابه،له وچ ډاګه راپیدا کړم
دین دپښتو نغښتی د ملالې په ټپه کې
دا دټپو ژبه به،له خدای سره آشنا کړم
ډول به شم،اتڼ به شم،شغا به شم دڅڼو
بیا به طالبان د جوماتونو په ګډا کړم
خاورې یم،خو لمر به تر لاس ونیسم که خیر وي
ستوری به شم پاس به،له سپوږمۍ سره خندا کړم
بیا به دغاټولو دغه لوټ کاروان راټول کړم
لاس به په سپرلي واړوم،زر به یې پخلا کړم

هېڅ شاعر په یوازې ځان هېڅ معنی نه لری او یوازې د دود او دتاریخ په بهیر ځانته دیوه دریځ ټاکنه ده چې هغه ته تاریخي هویت او پېژندنه وربښی .
دود په خورا کرارۍ د بدلون امکان لری البته په هغه کې دفردي استعداد ونډه هم حتمی ده.
کومه تلوسه او لېوالتیا ده چې شاعر د شعر لیکلو ته هڅوي.څومره چې دغه لېوالتیا زوروره وي،څومره چې د شاعر تاریخي پېژندنه پیاوړې وي،په هماغه کچه شعر ښکلی راځي.

د اضداد سره یوځای کېدل

زما دکلی په کوڅه کوڅه کې
هره شېبه عزراييل ګرځي،دروازې ټکوي،
د کاروان شعرونو ده ته ،دده کړو وړوته،دده حیا ته،دده ژوند ته خورا نېږدې دي.
که څوک په شعر پوهېږي دا دهغه روان دی چې دهغه په شعرونو کې خوځېږي.
هغه دپښتو مړه شعر،ناروغ شعر(د استاد شپون خبره)ته ،احساس ور وباښه،هڅه او هاند یې وروباښه او هغه یې په داسې چینې بدل کړ چې هر سندریز روح هلته لمبېدل غواړي.
تر هغه وروسته شور او خوږه ژبه ور وښودل:
هغه دا ثابته کړه چې شعر په هر څه کې ناست،ویده او ژوند کوي،یوازنۍ ستونزه په دې کې ده چې هغه سره د پېژندګلوۍ لاره وموندای شو او دغه لارې دی ښې پیدا کوي.

تخلص
دشعر په وروستي بيت يا مقطع کې د نوم يا تخلص راوړل،هغو ته دبېلابېلو ښکلاوو بښل،تخلص  نه  هر وار دنويو تصويرونو جوړول،هغه بل مهارت دى چې کاروان ديوه عاطفي کاروان په بڼه د خپل شعر په لوړه او بره  روان کړي دى.
دهغه څه کم ټولې غزلې د کاروان په تخلص گاڼل شوې دي.دده کمال په دې کې دى،چې په هربيت کې د کاروان کلمه.يا يوازې،يا بل کوم لغت سره په يو ځای کېدو سره،يا جلا او يا د ترکيب په بڼه يو نوي ا نځور رامنځ ته کوي.
په پښتو ادبياتو کې
کاروان په خپل شعر کې څه وويل:
کاروان په خپل شعر کې هغه څه وويل،چې د پښتو شعر اوسنيو اورېدونکو او لېوالويې له مودې مودې راهيسې د هغو اورېدو ته سترگې په لاره وو.په همدې ټاکلي پېر کې يوازې د کاروان شعر کولاى شول،تر ده نه  مخکې او ده سره دهممهاله  له  تصنع او تقليد په رنځ اخته شوي پښتو شعر په زړه کې نوراني او ځلېدونکي الماس شي.
په دغه شان يو وخت کې چې نوښت زموږ دشعر له هېواد مرور شوی و،کاروان هغه د خپلې ورواوې په بدرگه بېرته کابلی کړ،هغه يې بېرته پخلا کړ.يوازې د کاروان شعر و چې کولی شو چې د زمان په کاڼه  غوږ کې  د وخت په ټولو ښېگڼو،نوي هڅوونکي او لمسوونکې نوښت نه ډکي سندرې وغږوي:
خداى مهربان دى،گوندي شات شي آشنا
زما له غزل  نه دې لفظونه يوسي

هغه تقدير ددې لپاره زېږولی دی چې د پښتو شعر روحي توان په خورا ساده،پښتني ژبه،داسې بيان کړي چې تر ده نه  پر مخکو شاعرانو خداى پېرزو کړی نه و:

داغ مې د زړگوټي شوې،غاټول دې کړم
پټ مې شوې په پاڼو کې راټول دې کړم
خيال مې تاو وي،غېږه له ستورو نه
شپون مې شوې د سپينو وريو شپول دې کړم
ډېريمه خود دار،خوستا د ناز ملنگ
سوال دې کړمه،ښکليو ته کچکول دې کړم
مست دې کړم،درود دې کړم،سرود دې کړم
                                                                                        )
غر د مرغلرو يم درجار به شم
ښکليه که په ښکلې اوښکه تول دې کړم
هغه دخپل شعر له هر تصوير نه د رڼا ناوې جوړه کړې :

دشپوپه څو،کې شپه پلوي شول يرغل ته تيار
سترگې ور وبريښوه،واغونده لباس د رڼا
ستا د کاروان په مخ کې بيا دتيارو زور ولاړ دی
ساقي،تر مورگو پورې ډک راوړه گيلاس د رڼا

هغه دخپل شعر له هر تصوير نه د ښکلا ادې جوړه کړې ده:

زړه مې پاس د زاڼې په وزر پورې تړلى دى
پام کوه!دغشو واله!زه هم دچا خيال يمه

هغه دخپل شعر له هر تصوير نه د مينې بگرام جوړوي.

بېځايه نه ده چې د (( ستوري د ادب په آسمان کې))د کتاب ليکوال د کاروان د پېژندنې په برخه کې،دهغه پېژندنه د شعر پېژندنې نه راپيل کوي:
(( ده په شعر کې د اوسني شعر تر ټولو بنسټيز توکي ،تخيل،انځور،عاطفه،ښکلا او آهنگ په لوړ هنري  دود په څپو راوستي دي))-١وفا،داود، ستوري د ادب په آسمان کې،پېښور،دانش خپرندويه ټولنه،١٣٧٩ کال،١٦٧مخ.
اوښ او دکاروان شعر
که څه هم له اره د شعر وزن يوه داسې خبره ده چې لا تر اوسه هم د هغه په هکله څوک غوڅه پريکړه کولى نه شي،خو يو شمېر د هغه سرچېنه  ډله ايز کار،بله  ډله يې د مرغانو دچغار او عربان د خپل شعر د وزن سرچېنې په دښتو کې،د اوښانو د پښو نه د راپورته شوي سندريز خوځون بولي.
دغه پوهه بيا عربانو د عروضو په نامه ونوموله.د لومړي وار لپاره ددغې پوهې اصول په ١٧٥ سپوږميز کال کې خليل بن احمد وړاندې کړل.
عروض د فعول پر وزن د شعر د وزن  د تللو دنده لري.يا په بله وينا عروض د موزون او ناموزون شعر بېلول دي.عروض دشعر د وزن ټاکنه ده. او وزن بيا په ټاکلي وخت او ځای کې د غږونو ځای په ځای کېدل دي.
دا خبرې مو ځکه دلته داسې را وسپړلې چې  اوښ،اوښبانه او اوښبه او نور کارواني ژوند د پيرمحمد کاروان د شعر يوه غوره برخه جوړوي.
تر هرڅه دمخه  دپيرمحمد له خوا د کاروان دتخلص ټاکنه هم کېدای شي همدا ريښه ولري،دی وايي:
ته وا مانه يې وژلي سل اوښان دي
د منزل د نيمې لارې لوټ کاروان يم

خداى چې راکړه برخه د ښار ياره مه کړه رخه
خوار غريب اوښبه يم،له ښکلا سره غږېږم

له سلگو يې ډکوه چې سندريز شي
تش خو مه شه،دخپل يار له درده توري
بيا مې  خيال ته شرنگيدلي اوښان راغلل
بيا به پرې کاندي مهار له درده توري

دا چې پرانزي نن دې خيال د ښاپيريو تڼۍ
کاروان د ښکلي اوښ له اوښکو نه الهام اخستى

شعر څېله مست اوښ دى،خپل څښتن ته نه دى رام
يوسمندر شور دى،ذره نه لري آرام
ويښ و له مستۍ نه کرۍ شپه يې دي خوړلي
ده د خپل څښتن د خيال په څوري کې بادام
منډې وهي منډې د ښکلا په غرو رغو کې
کله ترې په لاره پريوځي،دروند بار د پيغام
ماته يې نټۍ د غلامۍ،پرې يې مهار دى
هېڅ د اوښبانه په خوښه نه اخلي يو گام
يوځل که دخپلې خوښې اوښې باندې چو شو
خدايږو په ډانگونوکه ترې پاڅوئ بدنام
ناز به باندې نه کوې،خو نياز ورسره بويه
شعر اغا بادار دى او شاعريې دى غلام

راوړي به ښاپيرۍ درته گلونه د الهام
بس بار به دې کاروانه وي اوښان په ترنم

  ځان ستاينه
چې څوک يې  نه مني هوښيار به وي مستان خو نه دي
کنه کاروانه!په غزل کې دې بلا کړې ده

گوړې او شکرې دې سندرو ته ور گډې
ښکاري چې کاروانه د هندو دوکان دې گرو دى

کاروانه غزلبوله!که دې توري شول تمام
له غاړو نه به نجونې درته هار وغورځوي

هغه ان سقاط او خيرات له سندرو کوي او وايي:

کاروان که ومري،سکې هم نه لري
خوږې سندرې يې په سقاط منمه

تور ديوان  يې  سلامي کړل،د ښکلاوو ښاپيرۍ ته
غزلتوري د کاروان دي،که غمي د سليمان دي؟

غزل يې وا نه ورې چې عقل به دې وتمبوي
دې ليوني کاروان دې لپې لپې بنګ خوړلي

کاروان غزلبوله،که دې توري شول تمام
له غاړونه به نجونې،درته هار وغورځوي

ګوړې او شکرې دې سندروته ورګډې
ښکاري چې کاروانه،دهندو دوکان دې ګرو دی