(خبرې ،ملغلرې) دحمزه په شاعرۍ کې د حيا تصور


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • مصطفی سالک
  • 396

د حمزه په شاعرۍ کې د حيا تصور

د حمزه شېنواري د شاعری مرکزي کردار حسن دی  او حسن هم پښتون حسن . هغه د پښتنې ښکلا  عيني انځورونه او رواني کيفيتونه په ډېر زړه راښکونکې ډول بيا ن کړي دي . ارواښاد تقويم الحق  کاکا خېل  په دې اند و چې  د حمزه بهترينه شاعري همدغه ده  چې د پښتني مينې  او ښکلا رواني کيفيتونه په کې بيان شوي دي .  په دې رواني کيفيتونو کې يوه د حيا جذبه ده چې  اروښاد حمزه ورته له بيلا بيلو شاعرانه ليد لورو نه کتلي دي .

حيا په ښځه او سړي دواړو کې شتون لري ، خو په ښځه کې ډېره وي . دا جذبه هغه مهال راپارېږي او د فاعلي عنصر مخې ته د يوه حسين ډال په توګه  ودرېږي  چې هغه د انفعالي عنصر تعاقب کول وغواړي .

دغه دېوال د مينې جذبه سړېدوته نه پرېږدي ، بلکې نور ځواک ور بښي ، او بيا همدغه ځواکمنه جذبه ده چې  په ذهني ډول د محبوب تصور لا پسې ښکلی کوي . حمزه شېنواری وايي :

ستا يوه کمي  د حسن چې سېنګاره څخه نه وه

ما پوره کړه چې درمخ شوم ستا بارخو ته حيا راغله

حيا د وصل مخه نيسي ، له دې مخه دا جذبه ، د ځوانۍ څوکېداره جذبه ده، د حمزه نظر کستاخي کړې او د محبوب  په اننګو يې خوله لګولی ده ، خو محبوب پښتون حسن لري ، هغه چې داسې بې  حجابي نه خوښوي ، نو له اننګو يې حيا څڅېدلې ده. دې کيفيت د شاعر نظر ته داسې ماته  ورکړې ده چې  لاره ترې ورکه شوې ده .

خدای زده چې ګستاخ نظر مې بيا سترګو ته راشي

ستا د اننګو نه چې حيا په څڅېدو شوه

(ويل ډيو رانټ ) وايي حيا  ېوازې د انسان ځانګړتيا نه ده ، بلکې حيوانات هم پرته له يو ځانګړې وخت څخه خپله جينسي غرېزه نه سړوي . ددې خبرې مانا دا ده چې حيا  اکتسابي نه بلکې يوه فطري جذبه ده  چې په ټولو ژوو کې لېدل کېږي ، او د ښځو په وجود کې  خپل لوړ ارتقايي  پوړ ته رسېږي .

وايي چې پخوانۍ مالېزيا کې  ښځو کې د ځان وژنې وبا خپره شوې وه ، هو ښيارو قانون پوهانو ددې  ناوړې وبا مخه ددې اعلان په خپرېدو سره ونېوله ، چې که هرې ښځې ځان وژنه وکړه  جسد به يې په کوڅو کې بربنډ  ګرځول کېږي .

يو بل پوه  ( ويليم جيميز  )  بيا وايي حيا فطري نه بلکې د زمانې په تېريدو سره ، د بيلا بيلو عواملو له کبله  په اکتسابي ډول  د ښځو د وجود برخه ګرځول شوي ده . وايي : ښځو ولېده چې له سخاوته حقارت پېدا کېږي  نو د حيا پېدا کېدو ته يې وده ورکړه .

  ( ډېډور )  يو ګام نور هم مخکې ځي  او وايي  چې حسد کونکو مېړونو په زور سره  په خپلو ښځو کې حيا ته وده ورکړه . وايي : په لرغونو زمانو کې به ېوازې واده شويو ښځو جامې اغوستې  ځکه مېړونو يې انګېرله چې په داسې کولو سره به يې ملکيت ډېر خوندي وي .

په هر حال هر څوک حق لري چې  د نظر څرګندونه وکړي  خو دا چې دا جذبه په څه نا څه ډول ځناورو کې هم لېدل کېږي نو اکتسابي يې نه شو بللی  بلکې د ېوې غرېزي په ډول په انسان کې شتون لري .

د حيا جذبه د نړۍ په ټولو انسانانو کې لېدل کېږي ، خو پښتانه  چې په پرده کې ژوند کوي  او د دين او اخلاقو  له مخه جنسي غرېزه مهار کوي ، حيا په کې ډېره ژوندۍ ده . که يو پښتون ځوان  کومې  ځوانې ښځې  ته په تاوده نظر وګوري  خامخا به يې اننګو کې ډېوې بلوي . دغه کيفيت  د حمزه بابا په دغو بيتونو کې پوره څرګند دی .

زه درته په وږي نظر ګورمه

نن چې ته کچه  نه شوي دا څه چل دی

ډېره کستاخي مې نظر وکړله

ماته ولې سره نه شوې دا څه چل دی

لاس مې تېری وکړ خو شکمن شومه

ټکنده غرمه نه شوې  دا څه چل دی

د حمزه بابا د حيا تصور ځکه روښانه دی  چې  د شاعرۍ تر څنګ هغه په خپلو نثري کتابونو کې هم په دې اړه ليکل کړي دي .  په ژوند نومي کتاب کې  ليکي :

(( چې کومې (ښځې ) ځوانې يا پېغلې وي  په هغوی کې د حيا جوهر ښه په زور کې وي  او د هغه تقاضا دا ده چې  له سړو نه ډه ډه کوي . هوښيار خلک په دې ډېر ښه پوهه دي چې ددې  ډه ډه کولو نفسياتي تعبير څه دی ؟ همدغه خو د انفعالي عنصر تاثېر دی  چې هغه ډه ډه کوي  او فعلي عنصر د هغې تعاقب ، او څومره چې دا څېز  فطري او د انساني  اخلاقو لاندې وي  او ددې پوره پوره حفاظت وکړی شي  هومره به د ښځې او سړي کورنۍ ژوند  متوازن او د خوشالۍ او سکون نه ډک وي . )) د حمزه شېنواري په ګڼ شمېر شعرونو کې ددغه حالت انځورګري  شوې ده ، موږ به د بېلګې په توګه څو شعرونه را واخلو :

نن مې نظر څه کستاخي کړې ده

له اننګو نه يې شغلې ووتې

دلته د انفعالي عنصر  له اننګو نه شغلی ووتې ، خو کله  کله د عاشق او معشوقې  دواړو حيا د غبرګو دېوالونو په څېر ودرېږي .

بس  خو څه خبره وه نه تاوکړه نه ما وکړه

تا به وې چې ووايم ، ما به وې چې ووايم

څه خبره ده چې دواړه يې کول غواړي خو کولی يې نه شي . ايا د مينې اظهار کوي ، خوله ترې غواړي او که بله څه خبره ده ؟

د تقويم الحق کاکا خيل صاحب خبره  خيال ته لاره ازاده ده .

په هر حال که خبره نا څرګنده ده دا خو څرګنده ده چې  حيا يې ژبه ګونګۍ کړې ده .

خو کله چې د خبرې کولو هوډ وکړي نو د معشوقي نه  دا ضمانت اخلي چې  ونه شرمېږي .

ګرځي مې په زړه ېو خبره له مودو نه اشنا

نن به يې کوم درته خو ګوره چې ونه شرمېږې

د پښتنو مينه د سترګو مينه ده . هغه خبرې چې له حيا نه يې  په ژبه نه شي کولای په سترګو يې کوي  خو د سترګو مرموزي خبرې هم د مقابل لورې حيا را پاروي :

څه شپې وې چې زما د بي ادب په ست

ستا سترګې يو رپ کې ما شومانې جوړېدې

د معشوقي  سترګی  اخر ولې  ځان په خبره نه پوهوي او عارفانه تجاهل کوي ؟

 هماغه د  (ويليم جيمز  ) خبره ده چې  له سخاوته خقارت پېدا کېږي ، حسن يې پېکه کېږي ، خو که حيا وکړي ، ځان وژغوري  نو د ښکلا راښکون يې پر ځای پاتې کېږي  بلکې نور هم پسې ډېرېږي – حمزه بابا هم وايي :

لا شي سرمايه د حسن ډېره چې بخيل وي

کوم ښکلی چې شوم نه وي قارون نه شي کېدای

يا دا بيت چې :

زه يې وم غلط په سخاوت د کمسنۍ

هيڅ ترې خبر نه وم چې ځواني به يې قارون کا

خو چې ځواني په تلو شي د پردې او حيا رنګ هم ورو ورو  تت شي :

را مخامخ چې شي له شرمه لږ پلو واخلي

لا د تکميل په مرحلو کې دا قمر ښکاري

مانا دا چې محبوب يې پوره نه بلکې  لږ پلو اخلي . او دا ددې نښه ده چې  حسن يې تکميل ته رسېږي .

حمزه بابا دا خبره په ژوند کې هم کړې ده ، ليکي :

(( چې کومې ښځې نېمزالې يا زړې وي  هغوی مخ ته پلو نېول هم ضروري نه ګڼي ، او نه د لارې پرېښودل او په ډډې کېدل لازم  ګڼي ، ځکه د پردې چې کومه غايه وي  د هغې  وخت تېر شوی وي  او هغه فطري حيا چې د ځوانۍ په وخت کې  د سړو له لېدو سره په اننګو کې  ډېوې بلوي  اوس تته شوي وي  او ېوازې  دومره پاتي وي  څومره چې د سړو فطري حيا وي . يا په نورو الفاظو  د نيم زالو او زړو ښځو له حسن سره سره  د هغوی بې واکه حيا هم اعتدال ته راغلي وي  اوس د چا په کتو د هغوی په اننګو کې سرخي نه پېدا کېږي . ))

په هر حال دا لېکنه به د حمزه بابا  د يوه غزل په څو داسې بيتونو پای ته ورسوو  چې د حيا تصور په کې روښانه  دی.

مسکۍ او سترګۍ ښکته د سالو پېڅکه په خوله کې

 بيا ځوړند سر په ځمکه  ګرزېدو کې د کتو ده

ارمان هغه په بام د ښکلې نيمه غزونې

ناڅاپه راکتو اوپټېدو کې د کتو ده

څه ښکلی غيريت دی چې په مخه چرته راشي

د لارې نه په ډه ډه تېرېدو کې د کتو ده

ګستاخ نظر  زما چې يو مرکز ته کړو را جمع

برېښنا يې د ښايست  په اننګو کې د کتو ده

چا وی؟  چې ګل به بېرته غوټۍ نه شي جوړېدلی

 د شرم او له حيا په غونځېدو کې د کتو ده