هرات کې زلزله ځپلیو لپاره د ۷۳۰ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې

هرات کې زلزله ځپلیو لپاره د ۷۳۰ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې


  • 5 مياشتي دمخه (20/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 383

سیمه ییز چارواکي وایي، د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ په درېیو کلیو کې زلزله ځپلیو لپاره د ۷۳۰ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې.  

هرات کې زلزله‌‌ ځپلیو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند احمدالله متقي د یادو کورونو د جوړېدو چارو د پرانېستې پر مهال ویلي، چې دغه کورونه به د ۴۵ ورځو په موده کې جوړ او زلزله‌‌ ځپلیو ته ورکړل شي.   

د متقي په وینا، د یادو کورونو پر جوړېدو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د سرپرست حکومت له‌خوا ورکول کېږي.

بل‌خوا د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال شراف‌الدین مسلم وايي، سرپرست حکومتو چې کومې ژمنې له زلزله‌ځپلیو سره کړې وې، پرې عمل کوي. 

هغه زیاته کړې، چې زلزله‌‌ ځپلیو سیمو کې به هغه کورونه هم بیاورغول شي، چې د زلزلو پر مهال ورته زیان رسېدلی دی. 

د مسلم د معلوماتو له مخې، دا مهال د هرات ۴۰ کلیو کې د کورونو د جوړېدو چارې روانې دي او په وینا یې، پر هر کور ۱۸۰زره افغانۍ لګښت راځي.

هرات کې وروستۍ خونړۍ زلزلې، چې سلګونه خلکو ته مرګ ژوبله واړوله، زرګونه کورنۍ یې هم بې کوره کړې او اوس په خېمو کې ژوند کوي.