د سالک څو تصوفي بيتونه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سيدجيلانې جلان
  • 428

مصطفا سالک د نني دور هغه نازک خياله ،خوږ ژبى ځوان شاعر دى چې شعرونه يې د شعر په هر اړخيزې ښکلا مالا مال دي او په پښتنې شعري ښار کې د شعر دنګې ماڼې لري چې دغه ماڼۍ د فکر ، تخيل ، راښکون ، موسيقيت او تردې چې د فلسفې په رنګونولا روښانه دي خو ددې ماڼويو په کړکيو کې د تصوف ډيوې هم ځاى ځاى بلې دي .مونږ که چيرې د سالک د شعرپه نورو برخو غږيږو نو دا ډير وخت او ډير کارته اړتيا لري خو زه غواړم نن د سالک د شعرپه تصوفي څرکو کې مزل وکړم .


ښکلا که نه واى تصور د بدرنګى به نه و
دا غرونه غرونه سيوري ټول د چا له نوره ښکاري

که مونږ چيرې همدې بيت ته تم شو ډير څه پکې پيدا کولاى شو.دلته خو اول ښکلا او بدرنګي دوه ضد ونقيص شيان راوړل شوي دي خو شاعر ښکلا ته د زړه له تاله قايل ښکاري او ښکلا په بدرنګي برلاسي بولي دلته د شاعر له ښکلا څخه 
نه يوازې د ظاهري ښکلا مطلب دي بلکې باطني ښکلا او تردې چې حقيقي ښکلا ته يې د خپل فکر له ژورو نه کتلي دي يانې هغه ښکلا کله چې 
(رب ج ټولو روحونو ته په يو ځل وويل چې ايا زه ستاسو رب يم ؟ نو ټول په يو اواز ويل هو ته زمونږ رب ج يې ).
دغه مهال چې کومه جلوه د روحونو په وړاندې وځليده او بيا ورکه شوه نو له هغې ورځې وروسته چې کوم انسان دنيا ته راځي او روح يې په بدن کې ننوزي نو روح د انسان سترګو ،زړه .فکر له لارې په هغې ښکلا پسې لالهنده ګرځي . څوک هغه ښکلا په طبيعت کې ګوري ، څوک يې د معشوق په سترګو ، مخ ، ځوانۍ کې ګوري ، څوک يې په تقوا عبادت کې ګوري څوک يې په څه څوک يې په څه کې ګوري .

ما ويل ته به يو زما په زړه کې ځاله لرې
ستا خو د کاڼو په رګ رګ کې تصويرونه ګرځي

په دې بيت کې يې څومره مهارنه اشاره کوي او د پيغمبر ص سره دخپلې مينې رښتونوالى ښيي . او وايي چې ټول کاينات ستا له برکته پيدا شوي دي . يانې دا ټولې ښکلا وې دا ټول موجودات چې پيدا شوي دي د پيغمبر ص په وجه دي که چيرې پيغمبر ص نه واى پيدا شوى نو دا نړۍ به نه واى . 

رحمان بابا هم فرمايلي 
دا دنيا ده خداى له عشقه پيدا کړ ې
دهمه و مخلوقاتو پلار دى دا

يانې کله چې خداى ج وغوښتل چې دځان لپاره يو معشوق پيدا کړي نو د پيغمبر ص تخليق يې وکړ. او له هغه سره د مينې په برکت يې ټول کاينات وپنځول .رحمان بابا ددنيا پيدا يښت له دهمدې عشق زيږنده بولي چې پوره حقيقت لري

يو ديوال وي چې ستا مخ له مانه پټ کړي
کله کله چې خپل ځان راته رالنډ شي 

دلته شاعر د خداى په مينه کې کله کله دومره ورک شي چې خداى په خپل ځان کې ويني . خداى پاک ته وايي زه په ټول مانا او په ټول توان تاته درسيدلى يم خو زما او ستا تر منځ يو ديوال دى يو پرده ده که دا پردى لري شي نو زه ستا په ديدار مشرف کيږم او دغه ديوال او پرده مرګ دى . 
عني خان هم همدې ته ورته موضوع په شعرکې داسې راخلي 

په جومات کې مې ونه موند په کعبه کې رانه ورک شو
خداى مې زړه کې راپيدا شو چې مې مخ دجانان ښکل کړ

يانې يو انسان له يو چا پوښتنه کوي چې خداى ج چيرى دى ؟هغه ورته وايي چې جومات يې کور دى ورشه هلته به يې پيدا کړې کله چې جومات ته ځي ګوري چې خداى نشته بيرته راځي وايي په جومات کې خو خداى نه و نوبيا ورته وايي چې کعبه ته لاړ شه هلته به يې وګورې کله چې کعبې شريفې ته ځي هلته هم خداى ج نه وينې نو بيرته مايوس راګرځي خو په لاره کې خپل معشوق او خپل جانان په مخه ورځي نوموړى کس خپل معشوق ته نږدې کيږي او دهغه مخ ښکلوي نو په زړه کې يې ګرځي چې دا ښکلي انسان او دا له کيفه ډک مخ چا پيدا کړې ؟خو خداى پيدا کړى کنه نو زه ولې مسجد او کعبې کې خداى لټوم؟ زه بايد د خپل زړه له لارې خداى وپيژنم او خداى پيدا کړم 
سالک په بل بيت زياتوي 

دغه چې مونږ ورسره درومو دا د ژوند قافلې
له کومه راغلې کوم طرف باندې روانې ښکاري
وګورئ دلته څومره ددې دنيا په نيمګړې ژوند شاعرانه او خوږه تبصره کوي . يانې انسان په خپل ژوند نه پوهيږي چې څنګه پيل شو او څنګه به ختم شي . ځکه ژوند يوه معما غوندې ده خودا معما واضح ده چې د ژوند اخر انجام څه دى ؟ مطلب دا چې شاعر دلته د پند او نصحت خواږه هم په دې بيت کې ګډ کړيدي او وايي چې په ژوند اعتبار نشته که نن وي که سبا ژوند دمرګ په لور روان دى نو انسان ته په ځانګړي ډول مسلمان ته پکار دي چې د الله ج عبادت وکړي ښه اخلاق وکړي . او راتلونکې ژوند چې د قبر او د اخرت ژوند دى تيارى بايد ورته وکړي

لفظونه ګونګ شوما چې ته ستايلې 
نور مې د روح له تاره ساز غواړم 
شاعر په دې بيت کې بيا هم د پيغمبر ص مدحه يا صفت ته مخه کوي 
وايي چې ما چې کله ستا په ستايلو پيل وکړ نو لفظونه او کليمې ګونګ شول يانې داسې لفظونه مې پيدا نکړل چې ستا د سپيڅلي او درانه نوم لپاره مناسب وي . نو زه حيران شوم چې په څه دې وستايم . نو دا چې روح يو معنوي قوت لري او بې له روحه ژوند نه کيږي نو خپل روح ته مې مخه کړه او له روحه مې وغوښتل چې ته راسره د پيغمبر ص په صفت کې مرسته وکړه.
دسالک ډير شعرونه د تصوفي رڼا په جلوو ښکلي دي خو ما د خپل فکر اوخپل وس په مطابق د نوموړي په دې څو بيتونو کې د تصوف رڼې هيندارې وليدې او له هغو هيندارو نه مې د تصوف په اړه دده خيالي انځورونه را وکښل او ستاسو ددرانو په مخ کې مې کيښودل .دده د نورو هنري پنځونو په هيله.