ننګرهار کې یو تن د داعش ډلې غړی نیول شوی.

ننګرهار کې یو تن د داعش ډلې غړی نیول شوی.


  • 6 مياشتي دمخه (28/01/2021)
  • خالد سهار
  • 204

د ننګرهار ولایت مقام وایي، چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند سیمې په یو کور کې د عبدالصمد په نوم د داعش ډلې ښاري شبکې یو تن غړی نیول شوی دی.

 

مقام زیاتوي، چې نوموړي سره درې کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي، يو ميل بريټا تومانچه، دوه شاژورونه، نهه عدده د ماين فيوزونه، پنځه متره لين او څلور سيټه مبايلونه هم نيول شوي دي.

 

یاد کس په داسې حال کې نیول شوی، چې ماینونه یې جوړول.