د افغانستان د پاره د اوباما په نوى استراتيژۍ كښې مهم ټكي (پځمه برخه )


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • الحاج فضل الله رشتين
  • 234

د طالبانو د عفوى تائيد :
د باراك اوبا په ستراتيژۍ كښې بل مهم ټكې د طالبانو د تائيد موضوع وه. اوباما وويل چې سپينه ماڼۍ د افغانسنتان د هغو كوششونو حمايت كوي چې غواړي  له هغو طالبانو سره د خبرو آترو ميز ته كښيني  چې خپلې وسلې په ځمكه ايږدي او په سياسي پروسه كښې شامليږي  .
د اوباما دا خبرې هغه خبرې دي چې د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي په وار وار كړي دي ، او له سي ان ان سره يې په خپله وروستۍ مركه كښې چې د روان كال  د  ديسامبر  په 6  نيټه وكړه تكرار شوې دي. 
په تيرو اتو كالونو كښې د پښتنو په سيمو ړندې بمبارۍ شوى دي، په زرهاو بيګناه افغانان قتل شوي دي . د ارهابيانو او عادي اوسيدونكو تر مينځ توپير نه دى شوى   ، له وچو سره لامده هم سوزيدلي دي..
اوس مهمه داده چې د اوباما لخوا د طالبانو د بخښنې د تائيد او د  حامد كرزي له خوا طالبانو ته د سولى د پيشنهادونو د عملي كولو دپاره عملي  لارې چارې  ولټول شي .
هيلري كلنتون له سي ان ان سره په يوه مركه كښې دا خبره وكړه چې هغه په دې خبره كښې شك لري چې ملا عمر به د حامد كرزي هغه پيشنهاد ومني چې ملا عمر ته يې د خبرو آترو د پاره وړاندې كړى دى ، آغلې كلنتون دا هم وويل چې " ملا عمر له كرزي يا بل چا سره د خبرو رغبت نه لري ."
نوموړې دا هم زياته كړه  چې واشنګټن په 2001 م كال كښې د سبتامبر د 11 نيټې د حملو نه پس  له ملا عمر څخه غوښتي وو چې اسامه بن لادن امريكى ته وسپاري خو ملا عمر دا كار ونه كړ ، كه ملا عمر دا كار كړی وې نو نن به مونږ په افغانستان كښې نه وې."
ستونزې چرته  او كومې دي :
1- د ديورند له كرښې نه هغه خوا د  پاكستان په خاوره كې  د  القاعدې د مركزونو اوځالو موجوديت .
2-  په افغانستان كښې د ناټو د هوائي ځواكونو لخوا په بيګناه خلكو ړندې بمبارۍ.
3-  د موثرې ملي اردو ، موثرو ملي پوليسو او موثرو امنيتي ځواكونو د جوړيدو په كار كښې  نه پاملرنه او عدم توجه .
4- له طالبانو سره د خبرو آترو او  مذاكراتو په پروسه  كښې له جديت څخه كار نه اخيستل ، اوبه خړول او ماهيان نيول.
5- د افغانستان او پاكستان ترمينځ په يو بل د اعتماد او باور نشتوالى.
6-  په حكومتي ادارو  ، داخلي  او خارجي موسسو كښې د اداري فساد شتون.
7- له  دولت سره د يو شمير دولتي چارواكو عدم همكاري.
8-  له طالبانو سره د القاعدې تړاو او مرستې.
9-  له عربي هيوادو په سر كښې له سعودي عربستان سره په  سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي او تجارتي  اړيكو كښې د  عدم توجه.
  10- په افغانستان كښې د سولى او امنيت د راتلو په لار كښې  د امريكې د پخواني  حكومت عدم توجه.
د يادو شويو  ستونزو د حل د پاره دا خبرې  مفيدې ګڼل كيږي:
1- د ديورند له كرښې نه هغه خوا د  پاكستان په خاوره كې  د  القاعدې د مركزونو اوځالو موجوديت .
كله چې  په  2001 م كال كښې د طالبانو نظام نسكور شو او د كرزي صاحب په مشرۍ حكومت مينځ ته راغى نوپه هيواد كښې د القاعدې مركزونه هم له مينځه لاړل. د القاعدې تنظيم خپل مركزونه د پاكستان خاورې ته منتقل او هلته يې له خپلو نورو مركزونو سره يو ځاى كړل.  د پاكستان پوځ د امريكې او بين المللي ټولنې  د فشار   او له بين المللي ټولنې څخه  د زياتو اقتصادي مرستو د حاصلولو   په نتيجه كښې په سوات او وزيرستان پوځي عمليات پيل كړل. ددغو عملياتو په نتيجه كښې په سوات او وزيرستان كې ډير بيګناه خلك هم ووژل شول ، په لك هاو خلك له خپلو كورونو نه بې ځايه شول ،په زرهاو  نجونې او هلكان ښونځيو او علمي موسسو ته له تللو څخه پاتې شول  . د پاكستان په مختلفو ښارونو كښې د طالبانو او القاعدې لخوا ځانمرګي   بريدونه  زيات شول ، نن سبا د پاكستان امنيتي او سياسي وضع د تشويش وړ ده. دا هر څه دپاكستان د يو شمير سياسي او پوځي چارواكو د غلطو پاليسيو په نتيجه كښې مينځ ته راغلي دي.
امريكه او بين المللي ټولنه  د القاعدې او طالبانو په مركزونو باندې د پاكستان د پوځ په عملياتو باندې شك لري او وايي چې كه پاكستان سم عمليات ونكړي نو امريكه به پخپله دا كار سرته ورسوي.
د اوباما اداره په اوس وخت كښې غواړي  چې د القاعدې مركزونه داسې له مينځه لاړ شي چې دوباره ونه شي كړاى د امريكې پر ضد  تخريبي فعاليتونه  تر سره كړي.
زه فكر كوم چې ددى مرام او هدف د تر سره كولو لپاره به دا څو وړانديزونه ګټور وي :
*  له سيمې څخه د القاعدې د عناصرو ايستل. دا كار  د سميې له خلكو سره او  په سيمه كښې د قبائلي مشرانو او متنفذينو  سره د خبرو آترو او مفاهمې له ليارې امكان لري.  كه چيرې بين المللي ټولنه اود پاكستان حكومت د قبائيلو له  مشرانو په واسطه  د  القاعدې  مشرانو سره تماس ونيسي او هغوي ته قناعت وركړي چې  ارهابي فعاليتونو ته خاتمه وركړي ،  دا كار  كيدونكی دى.  د القاعدې تنظيم د پيسو په زور  هلته ځان ټينګ ګړى دى ،  جكړه يې روانه كړې ده او خپله مفكوره په خلكو  تحميلوي . كه  بين المللي ټولنه او د پاكستان حكومت واقعا غواړي چې په سيمه كښې اوضاع آرامه شي نو كولاى شي دا كار د جكړې  په ځاى د خبرو آترو له لارې تر سره كړي. د پاكستان او افغانستان عام خلك په سوات او وزيرستان كښې د جكړې د اور د بليدو طرفدار نه دي.
هر څومره چې جكړه اوږديږي په هغه اندازه د افغانستان  اوپاكستان د خلكو  په تاوان تماميږي  ، په دواړو هيوادو كښې  پښتانه تباه كيږي.  بين المللي ټولنې او پاكستان ته ښائي چې د جكړې د بندولو د پاره كوشش وكړي او دا ستونزه د مذاكراتو له لارې حل كړي. كه دوي دا كار نه كوي نو له دې نه ثابتيږي چې دا بى له شكه د پښتنو د تباهۍ د پاره يوه مشتركه توطئه ده. 
*  د القا عدې د تنظيم غړي چې  د عربي نړۍ اوځينو  نورو اسلامي هيوادونو څخه دې سيمې ته راغلي ، دوي په حقيقت كښې په خپلو خپلو هيوادو كښې د تعقيب لاندې دي . كه دوي خپلو هيوادو ته ستانه شي نو هلته نيول كيږي او محاكمه كيږي. دوي په افغانستان او پاكستان كښې ځانته هډې جوړې كړي او له دى ځاى نه فعاليتونه كوي. دا د افغانستان او پاكستان دواړو هيوادو  د پاره لوى مشكل دى. دا مشكل په اول سر كښې پاكستان او بين المللي ټولنې ايجاد كړی ؤ. اسامه بن لادن او زرهاو نور عربان  د جهاد په دوران كښې له مجاهدينو په څنګ كښې وو او د روسانو په مقابل كښې جنګيدل , هغه وخت چا نه ويل چې دوى ارهابيان دي خو اوس دوي ارهابيان دي .اوس امريكه غواړي چې اسامه  مړ او يا يې ژوندې ونيسي . 
متأسفانه په ډيرو عربي او اسلامي هيوادو كښې ديموكراسي كمزورى يا هيڅ وجود نه لري . كه ديموكراسي وې نو دغه عربان به خپلوخپلو هيوادو ته ستانه شوي وو او هلته به يې د ديموكراسۍ په فضا كښې سياسي مبارزه كوله . په دې هيوادو كښې د واقعي ديموكراسۍ عدم موجوديت د غربي هيوادو په نفع تماميږي ، خو له بده مرغه ددغو هيوادو مشران د خپلې ګټې او قدرت په خاطر د ولس ګټې تر پښو لاندې كوي.
 په غربي هيوادو كښې ټول حكومتونه مخالفين لري خو هلته  د بيان آزادي وجود لري ، هلته څوك د چا خوله بندولى نه شي ، هلته څوك د چا قلم ماتولى نه شي  هلته په غير قانوني ډول څوك   بنديانولى نه شي، هلته څوك د چا فكر وژلى نه شي ، خو په ډيرو اسلامي او عربي هيوادو كښې د بيان آزادي وجود نه لري ، د قلم آزادي وجود نه لري ، د فكر آزادي وجود نه لري ، مخالفين وهل كيږي ، ټكول كيږي او په زندانونو كښې اچول كيږي همدا سبب دى چې دغه هيوادو نه  د ترقۍ او پرمختك په لار كښې وروسته پاتې دي  او خلك يې له اقتصادي ، سياسي ، اجتماعي رنګارنګ  ستونزو  سره مخامخ دي او خلك يې د پريشانۍ او بدبختۍ په عالم كښې وخت تيروي.
 د القاعدې د تنظيم غړي چې  په پاكستان او افغانستان كښې جكړه كوي ، دوي ته  بايد په خپلو هيوادو كښې  داسې شرايط برابر شي چې دوي وكولاى شي پرته له كومې ويرې خپلو خپلو هيوادو ته ستانه شي او هلته له خپلو كورنيو سره ژوند وكړي.  د دوي لپاره بايد د ژوند كولو شرايط برابر شي ، دوي ته بايد عفو وشي او پرې ښودل شي چې په خپلو هيوادو كښې د آزادو افرادو په حيث  د قانون په چوكاټ كښې او د ديموكراسۍ نه په استفاده سياسي فعاليت وكړي.
د امريكى او غربي نړۍ په مقابل كښې جكړه د ترهګرۍ له ليارى نتيجه نه وركوي . ددى مبارزې د پاره د فكر او عقل نه كار اخيستل په كار دي. امريكه او بين المللي ټولنه د ترهګرانو په بهانه دې سيمې ته راغلې ده .په امريكه كښې د سبتامبر د 11 نيټې پيښه امريكه دې ته وهڅوله او دا بهانه يې په لاس وركړه چې په افغانستان او عراق حمله وكړي . دا لا تر اوسه ثابته شوې نه ده چې په دې كار كښې چا لاس درلود خو هر چا چې  لاس  درلود ، تاوان يې په خاص ډول په افغانستان او پاكستان كښې  پښتون قام ته  او په عام ډول دا تاوان عالم اسلام ته ورسيد.  كه القاعده په افغانستان كښې وجود نه درلودلې ، نو  افغانان به له دومره بدبختيو سره نه وې مخامخ شوې. د امريكې او غرب په مقابل كښې د اسامه بن لادن په قيادت جنګي مبارزه بې معنى ده. له القاعدې سره   B52    جنګي الوتكې نشته ، جنكي پرمخ تللي وسايل نشته ، نور جنګي امكانات نشته. دوي دې بايد اول  خپل جنګي  تجهيزات پخپله جوړ كړي ، بيا دې له امريكى او غربي نړۍ سره وجنكيږي. اسامه بن لادن ته په كار وو چې د جنګ جكړو په ځاى يې په اسلامي هيوادو كښې مسلمانانو ته د علم او پوهې زمينه مساعده كړې وې ، خلك يې د علم او پوهې په ګاڼه ښكلي كړې وې. طالبانو په افغانستان كښې څو كاله حكومت وكړ ، كه ددوي د حكومت په وخت كښې   هلته نوي ښونځي جوړ شوې وې ، كه هلته  پوهنتونونه جوړشوې وې ،كه هلته  روغتونونه جوړ شوې وې ، كه هلته  فابريكې جوړې شوې وې ،كه هلته  د خلكو د پاره د كار او روزكار زمينه مساعده شوې وې نو نن به د افغانستان خلكو د اسامه بن لادن لاسونه ښكلولى او درناوى به يې كولى.  پاكستان هم په دې برخه كښې ايماني او انساني مسؤليت درلود خو له بده مرغه پاكستان خپل دغه مسؤليت تر سره نه كړ.پاكستان نه يواځې طالبان دې ته ونه هڅول چې په افغانستان كښې تعليمي ، فرهنګي ، اجتماعي چارو ته توجه وكړي بلكې په پاكستان كښې يې هم د افغانانو پر مخ يى د تعليمي او فرهنګي موسسو دروازې وتړلې . افغانانو ته په تعليمي او فرهنګي او اقتصادي برخو كښې سخت تاوانونه ورسيدل ، ددى مسؤليت د پاكستان په غاړه دى.
 د القاعدې لخوا چې هر وخت كوم ارهابي عمل تر سره شوې او القاعدې يې مسؤليت پر غاړه اخيستى دى نو  له دې سره  امريكې او غربي نړۍ  ته بهانه په لاس ورغلى او په سيمه كښې يې په خپلو نظامي فعاليتونو كښې زياتوالى او قوت راوستى دى. له دې سره عوام متضرره شوي دي .
ددې ټولو خبرو لنډيز دا دى چې :
*  د سيمې نه بايد د القاعدې مركزنه لر كړاى شي ، دا كار د پاكستان د حكومت په واقعي همكارۍ او په سيمه كښې د ځايي  خلكو په مرسته د خبرو آترو له ليارې عملي كيداى شي. 
*  جنګونه  او جكړې عوامو  ته تاوان رسولى او نور تاوانونه رسوي.
*  پاكستان په سيمه كښې د سولى او امنيت د راوستلو په لار كښې مهم رول لوبولى شي. دى هيواد ته ښايي چې په سيمه كښې د اور د مړ كولو د پاره هڅه وكړي ، كه داسې ونكړي نو ددې اور لمبې څرنګه چې ددې هيواد لمن ته رسيدلي دي په ټول پاكستان كښې به خپرې شي.
* پاكستان  په سيمه كښې يو داسې اسلامي  هيواد دى چې د اتومي قوت لرونكى دى. اسرائيل ، غربي نړۍ او د پاكستان يو شمير كاونډي هيوادونه  داسې يو اسلامي هيواد ته چې اتومي قوت ورسره وي خوشبينه نه دي. په پاكستان كښې د اوسنۍ امنيتي او سياسي بدى وضعى يو دليل همدا دى چې دا اسلامي هيواد په يو اتومي قوت بدل شوى دى. د دى دپاره چې پاكستان له هر ډول خطرونو نه نجات ومومي نو ددې هيواد سياستمدارانو او نظاميانو ته ښايي چې په افغانستان كښې د سولى او امنيت د راتلو د پاره جدي همكاري  وكړي او له افغانستان سره د دوستانه اړيكو د قوي كولو او پياوړي كولو د پاره جدي او مخلصانه هلې ځلې وكړي .په افغانستان كښې امنيتي بد حالت د پاكستان په ګټه نه تماميږي.  
  د نجيب د حكومت د نسكوريدو نه پس پاكستان په افغانستان كښې داسې يو سياست ولوباوه چې  افغانستان يې له بدبختۍ سره مخامخ كړ. د مجاهدينو د بيلابيلوډلو  تر مينځ د جكړو د اور بليدل د پاكستان د غلطو سياستونو په نتيجه كې مينځ ته راغى ، دا يو داسې اور ؤ چې  تر اوسه بل دى او د افغانستان او پاكستان خلك پكښې سوزيږي.
2-  په افغانستان كښې د ناټو د هوائي ځواكونو لخوا په بيګناه خلكو ړندې بمبارۍ :
د ناټو د ځواكونو لخوا په بيګناه خلكو ړندې بمبارۍ ستره ستونزه ده. پوښتنه دا ده چې دا بمبارۍ ولى كيږي ؟ په بيګناه خلكو د كوليو د بمباريو پرځاى بايد په دې خلكو  ګلونه وورول شي. دوي د ګلونو مستحق دي. د افغان ملت د روسانو په مقابل كښې مقدس جهاد وكړ ، دوي خپل مال او ځان له وطن نه قربان كړل ، د جهاد په دوران كې    امريكې او بين المللي ټولنې د افغان ملت سره همدردي ښودله ، دوي ته به يې د مجاهدينو خطاب كولو ، مجاهدينو روسانو ته ماته وركړه ، پخوانى شوري اتحاد ټوټې ټوټې او شپاړلس ځايه شو، دا هغه آرزو وه ، دا هغه  هيله او ارمان ؤ چې امريكې او غربي نړۍ يې د ترسره كيدو تمنا كوله ، له روسانو څخه د ويتنام انتقام د افغانانو په زور واخيستل شو . خو  نن همهغه همدردان  بې انصافي كوي او د دوي په كليو او ښارونو ، ددوي په كورنو او استونګنځيو  ړندې بمبارۍ كوي . دا ظلم دى ، دا د انصاف نه لرې خبره ده. د ړندو بمباريو درديل د سولى او امنيت په لار كښې يو مهم قدم دى چې بايد واخيستل شي.
پښتانه طالبان نه دي ، د افغانستان د نفوس شا او خوا 60% خلك  پښتانه دي . په دى 60 % پښتنو كښې  شايد 2% پښتانه پيدا نه شي چې له القاعدې سره مفكوروي اړيكې ولري نور ټول عادي افغانان دي . د يو څوتنو دپاره په ټول پښتون قام ظلم كول د خداى لار نه ده. حامد كرزي هم په خپلو وروستيو خبرو كښې دې ټكي ته اشاره وكړه چې د كرښې دواړو خواو ته پښتانه په اور كې سوزي.  دا د پښتنو پرضد يو ه داخلي او بين المللي توطئه ده ، دا يوه ستراتيجي ده چې د پښتنو د ذليل كيدو  ، بدنامه كيدو او بې حيثيته كولو د پاره جوړه شوې ده . پښتانه بايد ځانونه هوښيار كړي او دا توطئ په سياسي شعور او بيدارۍ سره خنثى كړي.   
نن مونږو اوروو چې د پښتنو بدخواهان دې قوم ته د جاهل خطاب كوي ، دى قوم ته د غرونو د خلكو خطاب كوي ، دې قوم ته د بې تهذيبه قوم خطاب كوي ، دې قوم ته د افغان غول خطاب كوي ، د پښتنو بد خواهان  دا قوم بين المللي ټولنې ته داسې معرفي كوي چې دا قوم  د ديموكراسۍ په مانا نه پوهيږي ، دا قوم له تمدن سره نا آشنا دي ، دا قوم د ډوډۍ د خوړلو په چل نه پوهيږي ، دا يو شډل قوم دى ، دا يو وروسته پاتې د 17 پيړې قوم دى او داسې نورې ډيرې خبرې كوي.دوي پښتنو ته د طالبانو په سترګه كوري. دوي  د پښتنو خلاف هم خبرې كوي او هم ليكنې كوي .
  دوي نه پوهيږي چې د پښتنو او طالبانو په مينځ كښې فرق شته .دوي نه پوهيږي چې د پښتنو  او  هغو طالبانو تر مينځ چې له القاعدې سره مفكوروي اړيكي لري توپير شته، له دوي نه دا هم هير دي چې د طالبانو تاريخ  پنځلس  كلن تاريخ دى،دا تحريك د نړۍ د يو شمير سترو طاقتونو په مرسته او د پاكستان په همكارۍ مينځ ته راغلى دى ،  د طالبانو  تحريك  په كابل كښې د مجاهدينو د بيلابيلو تنظيمونو تر مينځ د بې اتفاقۍ او خپل مينځي جكړو په نتيجه كښې مينځ ته راغلى دى.له دوي نه دا هم هير دي چې  د طالبان تحريك ته  په اول سر كښې د استاد رباني او استاد سياف لخوا هركلى ويل شوى دى او اوس يې په ظاهره مخالفت كوي.
پښتانه له افتخاراتو څخه ډك  سرشار اوږد تاريخ لري .په پښتنو كښې شاهان تير شوي دي ، د شاهانو يو مثال  ستر احمد شاه بابادى ، دى د نوي افغانستان مؤسس دى ،  په پښتنو كښې شاعران او جنګيالي تير شوي دي چې مثال يې ستر خوشحال خان خټك دى ، پښتنو په هندوستان او ايران پادشاهي كړې ده ، پښتنو هندوانو او ايرانيانو ته تهذيب ښودلى دى ، شير شاه سوري په هندوستان حكومت كړی دى ، هغوي ته يى د حكومت دارۍ چل ښودلى دى ، هغوي ته يې اقتصادي او پولي سيتم ښودلى چې تر اوسه هغه سيستم روان دى.
د افغانستان په نوي تاريخ كښې ستر شخصيتونه پيدا شوي دي ،فرهنګيان پيدا شوي ، شاعران پيدا شوي ، رهبران پيدا شوي دي ، مشران پيدا شوي دي ، سياست مداران پيدا شوي دي ، پوهان پيدا شوي دي ، جهادي مشران پيدا شوي دي ، استادان پيدا شوي ، غازيان پيدا شوي    چې يو څو نومونه يې دادي : مشت نمونهء خروار
محمد ګل مومند بابا ، موسى شفيق ، ډاكټر عبدالظاهر ، صمد  حامد ، سيد شمس الدين مجروح ، سيد بهاوالدين مجروح ، محمد هاشم ميوندوال ، اشرف غني احمد زى ، حامد كرزى ،  عبدالحى حبيبي ، قيام الدين خادم ، كل پاچا الفت ، پوهاند صديق الله رشتين ، عبدالروف بينوا ، پوهاند عبدالشكور  رشاد ، على احمد جلالي ، حسن كاكړ ، عبدالرحمن پژواك ،  عبدالمجيد خان زابلي  ، مولوي خالص  ، مولوي محمد نبي محمدي ، پير ګيلاني ، حضرت صاحب ، خان محمد خان مرستيال ، عمر وردك ، عبدالأحد خان كرزى ، زرغونه انا ، ملالۍ ، عبدالحكيم ګټوازى ، مولوي عبيدالله خان  ، وفي الله خان ،    فاروق اعظم ، حاجي قدير ، قوماندان عبدالحق ،    غلام محمد فرهاد ، امام الدين ساپی ،  غلام جيلاني جلالي ، جنرال هاشم خان لوكري ، جنرال اعظم كل خان توتاخيل ، جنرال پير محمد خان منكل ، جنرال سربلند ځاځی ، جنرال عبدالغني احمد زى ،  عبدالأحد خان وردګ ، عبدالرحيم خان ساپی ، محمد عمر خان ناصري ، معين افضل خان ناصري ، عبدالهادي داوي ، زمرك خان ځدران ، سيدال خان ، ياور محمود خان ‘ سيد عبدالله پاچا ، امان الله سيلاب ، عبدالعزيز باركزى ، سيد عبدالله پاچا ،اعلحضرت  امان الله خان ، وزير اكبر خان ،اعلحضرت محمد  ظاهر شاه ، داوود خان شهيد ‘ عبدالقيوم وردګ ، سميع الله خان ، عبدالملك خان عبدالرحيم زى ، عبدالله خان وردګ ، عزيزالله واصفي ، حبيب الله رفيع ، محمد صديق پسرلى ، ملنګ جان ، پير محمد كاروان ، جنت خان غروال ، زرغون شاه شينوارى ، غلام نبي چكنورى ، عبدالملك خان  ، غلام حسن خان ساپۍ ،ګل آقا شيرزى ،  امين ارسلا  ،زرغونه زيور رشتين  ،  امين زى ، تاجور كاګړ ، قتيل خوږياڼی ، مولوي زين الله منلى ، عبدالوكيل صداقت ، روښان ، حداد ، عبدالقيوم كوچى ، سعدالدين شپون ، انځور ، نبي مصداق ، محى الدين زرملوال ، پتمن ، ډاكټر غلام سخي رحمان زى ، ډاكټر كبير ستورى ، سيدا كل غرييار ، صفيه صديقي ، حبيب  الله تږى ، رسول امين ، فايض ، عبدالله غمخور ، حفيظ الله خوږلن ، عبدالباري جهاني ، مياخيل ، پوهاند  قاسم جمدر ، ولي مموزى ، عارف غروال ، بركت الله كمين ، نصر الله حافظ ، محمد عظيم بهار ، محمد عثمان نژند ، استاد آقا محمد كړندى ، ابراهيم همكار ، عزيز الله زمريالى ، اياز ملنكيار ، داوود شهيد ، عبدااله بختانى ، فضل هادي مسلميار ، معروف شاه شينوار ى ، ، ظاهر قدير ، غوث حيدري ، غمشريك ، محمد علم اسحق زى ، محمد الله علمي ، ميرويس ياسيني ، برهان الدين كشككي ، آزمون ، واجد ، طارق بزرګر ، مولانا ارشاد ،  خالد هادي حيدري  ، ډاكټر طارق رشاد ، يار محمد كوچی ،  اسماعيل يون ، عبدالعزيز خاورې ، عبدالغفور وياند ، ارسلان سليمي ، اسماعيل مايار ،  آصف  صميم  ، شيرين كرديوال ، حاجي سيد داوود ، صديق مومند ، فقير بايزى ، پهاند طاهر بوركى ، نجيبه خوږياڼۍ ، راز محمد ويښ ، مزمل ، ولسمل ، عزيزالرحمن الفت ، نسعود نيكبخت ، بادام ظريفي ، ، شيرزاد يعقوبي ، هيوادمل ، ، نبي صلاحي ، الحاج دين محمد ، ، قدرت الله حداد ، انوارالحق احدي ، حبيب الله هوتكي، خالد پشتون ، ودير صافى ، توريالى ځاځی،  منت بار ،زبير شفيقي ، رحيم الهام ، روښان خادم ، اسدالله غضنفر ،  اكبر اكبر ، ببرك مياخيل   او په سل هاو نور نومونه دي چې دا ليكنه يې د ټولو د نومونو د ليكلو له حوصلې  نه عاجزه ده.
په پښتنوخوا كښې هم د  نمونې په ډول يو څونومونه يادوم :
خان عبدالغفار خان ، خان عبدالولي خان ، اجمل خټك ، حمزه شينوارى ، عجب خان افريدى ، عبدالقادر خان ، رسول رسا  ، پريشان خټك ، قلندر مومند ، سلمى شاهين ،  راج وليشاه خټك ، محمد اعظم اعظم او په سل هاو نور ......
 په پښتنو كښې سيد جمال الدين أفغاني  تير شوى دى . سيد جمال الدين افغاني يو ستر فيلسوف ؤ ، ددغه ستر مفكر په پيدا كيدو سره په شرقي نړۍ كښې د ويښتيا او بيدارۍ او نوي ژوند روح وپوكيد ، د خلكو په زړونو كښې د آزادۍ او حريت هوا په نڅا شوه ، بيده زړونه رابيدار شول ، د عقل او پوهې رڼا خپره شوه او د نوي نهضت ډيوه روښانه شوه . علامه سيد جمال الدين يو ستر سياسي زعيم ؤ ، هغه سياسي روحي او فكري زعامتونه سره په يو خم كښې رنګ كړل ، هغه په اسلامي هيوادو كښې ددين په رڼا كښې د اصلاح او نوښت د پاره كار وكړ ، هغه په اسلامي نړۍ كښې خلكو ته دا لار ښودنه وكړه چې د اسلام مفهوم په حقيقي مانا سره وپيژني ، ځكه چې كه دوي دا كار ونكړي نو دوي به ډير ورسته پاتې شي او د پرمختك كاروان به ورنه ډير په وړاندې لاړ شي.
د علامه سيد جمال الدين د اسلامي فكر رڼا په اروپا كښې هم خپره شوه. د اروپا فيلسوفان لكه جان جاك ، او مونت سكو او نورو ددغه ستر مفكر له افكارو څخه ډيرې استفادې وكړې او دډيرو خلكو عقل يې د جمود له قيد څخه آزاد او خلك يې د ژوند او آزادۍ په حقايقو پوه كړل.
له سياسي پلوه هم خلكو ته دا موقع په لاس ورغله چې د عزت او كرامت او آزادۍ له ژوند څخه لذت واخلي ، د نړۍ په بيلابيلو هيوادو كښې د ملي او اسلامي حركتونو تخم وشيندل شو ، په غربي نړۍ كښې هم سياسي نهضتونه په پښو ودريدل ، ډير شمير سياسي مشرانو د سياست ډګر ته ودانګل . علامه سيد جمال الدين يو روشنفكر سياست پوه ؤ ، هغه له غربي نړۍ سره كوم عداوت يا كومه دښمني نه درلوده ، هغه يوازى او يوازى په مسلمانانو باندې د غربي نړۍ د ظلم زياتي برداشت نه شو كولاى . علامه سيد جمال الدين غربي نړۍ ته صرف په دې دليل په ښه نظر كتل چې دغه نړۍ د تمدن علمبرداره ده . دعلامه سيد جمال الدين نظر داؤ چې كه اسلامي نړۍ غواړي چې د غربي او شرقي استعمار څخه ځان خلاص كړي نو يواځنۍ لار يې دا ده چې د استعمار په مقابل كښې مقاومت وكړي ، د هغه تجويز داؤ چې ددغه كار د پاره بهترينه او معقوله لار داده چې مسلمانان ځانونه د علم او پوهې په ګاڼه سينګار كړي او په خپل موقف كښې بدلون راولي .
د نولسمې پيړۍ په پاى  او د شلمې پيړۍ په سر كښې چې په شرق او غرب كښې كوم اصلاحي  نهضتونه او انقلابي پاڅونونه پيدا شول ، نو په دې كښې د سيد جمال الدين افغان لوى لاس ؤ.
سيد جمال الدين د افغانستان له پاكې خاورې سر را اوچت كړ ، دا هغه پاكه خاوره وه چې ده پكښې خاپوړې  وكړې او ددغه تاريخي هيواد هوا دده د ذهن او ماغزو په باغچه ولكيده ، او ددغې باغچې ګلونه يې داسې تازه كړل چې خوشبويي يې ټولې نړۍ ته ورسيده . سيد جمال الدين افغاني په ټوله اسلامي نړۍ كې وګرځيد او د مسلمانانوپه زړونو كښې يې ځاى ونيو.
ددى خبرو نه مقصد دادى چې اسامه بن لادن او دده لارويان ، ملا عمر صاحب او دده پلويان بايد د سيد جمال الدين افغان لار تعقيب كړي او دهغه د فكر له پلوشو څخه په استفاده خپل فكر روښانه كړي. د ځانمركي بريدونو نه څه لاس ته نه راځي . ددې په ځاى چې د ځوانانو ماغزه ومينځل شي او د ځانمركي حملو دپاره آماده شي ، ددې نه دا  بهتره ده چې ددوي په ماغزو كښې د علم او پوهې دواګانې  پيچكاري شي ، تر څو دوي وكولاى شي لكه سيد جمال الدين افغان د خپلې پوهې او علم په بركت په نړۍ باندې حكومت وكړي. يو ځوان ته چې د خودكشۍ واسكټ په تن كيږي له دې سره ددغه ځوان ژوند ته خاتمه وركول كيږي او له دې سره په سل هاو او زرهاو نوربيګناه خلك وژل كيږي. دا څومره ظلم دى. دا څومره بې انصافي ده.
دا څومره خيانت دى.
پورتني ياد  شوي شخصيتونه ټول د تمدن او مدنيت علمبردارن ګڼل كيږ ي ، دوي نړۍ ته د افغانستان نوم د يو متمدن افغانستان په حيث معرفي كړى دى. سيد جمال الدين په ټوله نړۍ او په خاص ډول په عربي نړۍ كښې د ستر نوم او مقام خاوند دى ، عربان افغانستان د سيد جمال الدين په نوم پيژانده ‘ شپږ ديرش كاله د مخه چې زه د اول ځل د پاره كويت ته راغلم نو كويټيان  د افغانستان له نوم سره چندان آشنا نه وو ، خو ما به چې ورته دسيد جمال الدين افغان نوم واخيست نو دوي به ويل چې هو! سيد جمال الدين ستر شخصيت ؤ ،په كويټ كښې يو لوى واټ د سيد جمال الدين افغاني په نوم نومول شوى دى. په مصر كښې خو سيد جمال الدين ډير مشهور دى ، هلته د ښونځيو او پوهنتونو  په تاريخي  تدريسي كتابونو كښې د سيد جمالدين  افغاني نوم شامل دى.
په افغانستان كښې  د دواد خان له شهيد كيدو څخه وروسته معامله خرابه شوه.
 د مقدس  جهاد په څوارلسو كالونو كښې افغانستان ښه نوم تر لاسه كړ ، عربانو د افغانانو ډير قدر كاوه او د احترام په سترګه يې ورته كتل.عربانو له افغان ولس سره ډيرې مادي او معنوي مرستې وكړې اوډير يې ونازول .
خو د كميونستي نظام د نسكوريدو نه پس په اويايمه لسيزه كښې چې په كابل كښې كومې فاجعې مينځ ته راغلى په دې فاجعو كښې چې چا لاس درلود ، هغوي د انسانيت ، بشريت ، تمدن ، مدنيت ، اخلاقو او شرافت خلاف كارونه وكړل او د افغانستان سپيڅلى او پاك نوم يې بد نامه او خراب كړ. عربان او بين المللي ټولنه مأيوسه شوه او په خپلو كړو پښيمانه شوه.
 نن سبا چې بين المللي ټولنه په كرزي صاحب فشار راولي چې يوه داسې كابينه  چې په هغې كښې هغه مفسدين چې په اداري فساد كښې لاس نه لري او  هغه جنګسالاران چې د خلكو په وينو يى لاسونه سره نه وي جوړه كړي ، همدغه جنګ سالاران او فاسد عناصر په كرزي فشار راولي چې د وي ته بايد په حكومت كښې وزارتونه وركړ شي. كرزى صاحب د دوو تيګو تر مينځ راكير دى. يو خوا ډانګ دى او بل خوا پړانګ. كه كرزى د بين المللي ټولنې خبره ومني نو دا جنګسالاران به ورته ستونزې پيدا كړي او كه د جنګ سالارانو خبره ومني نو د بين المللي ټولنې له غبرګون سره به مخامخ شي. كرزى صاحب بايد د دواړو تر مينځ يوه خوا غوره كړي. زما په نظر كرزي ته بهتره ده چې د بين المللي ټولنې خبرو ته اهميت وركړي  او هغه څه وكړي چې ولس يې غواړي. كه بين المللي ټولنه مأيوسه شي او يو ځل بيا افغانستان ته شاه كړي نو داخلي جكړې به بيا پيل شي ، بيا به نه جكسالار ته ته څه په لاس ورشي او نه به هم بل چا ته هر سړی به پيښې وباسي او له صحنې نه به تښتي. همدا ځپلی او مظلوم ولس به نور هم له پريشانيو او بدبختيو سره مخامخ وي.
 3-  د موثرې ملي اردو ، موثرو ملي پوليسو او موثرو امنيتي ځواكونو د جوړيدو په كار كښې  نه پاملرنه او عدم توجه .
افغانستان موثر ى ملي اردو ته ضرورت لري ، افغانستان موثر و ملي پوليسو ته ضرورت لري او افغانستان موثر ملي امنيت ته ضرورت لري.
په دغه مهم كار كښې تر اوسه پورى توجه نه ده شوى . له دې پس بايد توجه وشي. امريكه او بين المللي ټولنه اوس په همدې خبره تاكيد كوي چې دا كار بايد چټك شي. د امريكې او ناټوپه قواو تكيه كول د عقل خبره نه ده. افغانستان بايد خپلې قواوې ولر ي . افغانستان  يو وخت د ظاهر شاه د پادشاهۍ په طلايي دور كښې  قوي اردو درلوده ، قوي ملي پوليس يې درلودل ،د استخباراتو اداره يې ډيره قوي وه.
څه شوه هغه اردو ؟ څه شو هغه پوليس ؟ څه شوه هغه د استخباراتو اداره ؟ چا د افغانستان اردو ړنګه كړه ؟ چا  ملي روزل شوي پوليس له مينځه يوړل ؟ چا د استخباراتو قوي اداره تنس نس كړه ؟
داهغه سوالونه دي چې ځوابونه به يې د قلم په طلايي  څوكه  وليكل شي او د افغانستان د تاريخ پاڼې به پرې زرينې شي.
4- له طالبانو سره د خبرو آترو او  مذاكراتو په پروسه  كښې له جديت څخه كار نه اخيستل ، اوبه خړول او ماهيان نيول.
طالبان په اوس وخت كښې په يو سياسي ، نظامي ستر ځواك بدل شوي دي.
له طالبانو سره بايد خبرې او مذاكرې وشي . هغه طالبان چې له القاعدې سره فكري اړيكې نه لري هغوي بايد تفكيك او په سياسي پروسه كښې شريك شي. له طالبانو سره په خبرو او مذاكرو كې جديت او صداقت وجود نه لري. د طالبانو په ارتباط بايد د نړيوالى ټولنې او د افغانستان د حكومت تر مينځ وحدت نظر موجود وي ، كه دا وحدت نظر موجود نه وي نو دا مشكل به همداسې پاتې وي. كه چيرې امريكا او بين المللي ټولنه واقعا غواړي چې له طالبانو سره خبرې وكړي نو له جديت څخه دې كار واخلي . له طالبانو سره د سولى د پاره د دوي په شرطونو او همداشان د حكومت په شرطونو بايد عملي خبرې وشي.
5-    د افغانستان او پاكستان تر مينځ د باور او اعتماد فضا :
د افغانستان او پاكستان تر مينځ د تفاهم ، اعتماد او باور  فضا د تاريخ په اوږدو كښې هميشه خړه پړه وه. د ظاهر شاه او داوود خان په وخت كښې هم مناسبات چندان ښه نه وو. د افغانستان او پاكستان تر مينځ لانجه د ديورند په كرښه لانجه ده. تر څو چې دا لانجه حل شوى نه وي نو مناسبات به همداسې وي. كه انګريزانو دا كرښه جوړه كړې نه وې او د پښتنو يو زړه يې دوه ځايه كړې نه وې نو نن به د كرښې هغه غاړه پښتانه د پنجابيانو له ولكې آزاد او دومره مشقتونه او تكليفونه به ورباندې نه راتلل، دى خوا پښتانه به هم  له دومره مصيبتونو څخه په امان كښې وې.
د افغانستان او پاكستان تر مينځ د اعتماد او باور د فضا كه خړه پړه وي نو هيڅ كار كيداى نه شي. ددې فضا د پاكوالي دپاره بايد هلې ځلې وشي  پاكستان ته ښايي چې د افغانستان په اړه  په خپلو سياستونو كښې تجديد نظر وكړي او په دى هيواد كښې د سولى او امنيت د راوستلو په لار كښې صادقانه همكاري وكړي. د افغانستان حكومت ته هم ښايي چې له پاكستان سره د همسايكۍ نزاكت په نظر كښې ونيسي او په خپل خارجي سياست كښې له تعادل څخه كار واخلي. له هند سره د افغانستان ډيرې دوستانه او نژدې اړيكې د پاكستان د تشويش سبب كيږي. افغانستان بايد له هند او پاكستان سره په خپلو روابطو كښې له تعادل څخه كار واخلي. همداشان افغانستان بايد له ايران او غربي نړۍ سره په خپلو روابطو كښې هم له تعادل څخه كار واخلي.  افغانستان په خپل خارجي سياست كښې يوې پخې ستراتيژۍ ته ضرورت لري. ددې ستراتيژۍ د جوړولو د پاره پخو سياستمدارانو ته ضرورت دى. ظاهر شاه پوخ سياستمدار ؤ ، د خارجي سياست د ستراتيژۍ په جوړلو كښې له هغه سره پاخه سياستمداران  موجود وو، له كرزي صاحب سره هغسې سياستمدران نشته. د پا چاد پاچاهۍ  په څلويښت كلنه دوره كښې اود فغانستان خارجي سياست مستحكم ؤ او د بې طرفۍ په اساس ولاړ ؤ.
  6-   په دولتي ادارو  ، داخلي  او خارجي موسسو كښې د اداري فساد شتون.
په دولتي ، غير دولتي ادارو ، داخلي او خارجي موسسو كښې داداري فساد شتون د حكومت د كمزورتيا سبب شوى دى . په دې فساد كښې يو شمير داسې  كسان  هم لاس لري چې په ظاهره ځانونه د كرزي صاحب دوستان ګڼي او په باطن كښې دده د حكومت ملا ماتوي . دا خلك د طالبانو په نسبت  د كرزي صاحب حكومت ته زيات خطرناك دي . طالبان خو په ښكاره جنكيږي ،  خو دوي لكه د لسټوني ماران دي او د موقع نه په استفاده خپل كار كوي.  په ډاكټر نجيب همداسې د لسټوڼې  مارانو ډز وكړ. هغه له ډيرې هوښيارۍ په دوو لومو كښې ونښتلو.
د اداري فساد د له مينځه وړلو د پاره له قاطعيت څخه كار اخيستل پكار دي. قانون بايد په ټولو يو شان تطبيق شي. هغه كسان چې په اداري فساد كښې لاس لري بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د اداري فساد موضوع د طالبانو د قوي كيدو سبب شوى ده. هر څومره چې اداري فساد زياتيږي په هغه اندازه  عام خلك له ستونزو او مشكلاتو سره مخامخ كيږي او  د خلكو خوش بيني طالبانو ته زياتيږي. عوام امنيت غواړي ، عوام كار او روزكار غواړي ، عوام نيكمرغي او آرامي غواړي. 
7- له  دولت سره د يو شمير دولتي چارواكو عدم همكاري.
په دولت كښې يو شمير دولتي چارواكي له خپل دولت سره رښتينې او صادقانه همكاري نه كوي. يو شمير وزيران ، سفيران ، واليان ، رئيسان د كرزي  حكومت  ته وفادار نه دي. دوي د كرزي د كارونو په باره كښې منفي نظر وركوي ،  تبصرې او خبرې كوي . دا ښه خبره نه ده. ښه كار دادى چې په دولت كښې دولتي چارواكي خپل دولت ته وفادار ووسي. كه وفاداري نه وي نو كارونه په سمه توكه پر مخ تللى نه شي. كه څوك د دولت په څوكۍ ناست وي او دولت تخريبوي دا انصاف نه دى ، دا وفا نه ده ، دا ايمانداري نه ده. كه څوك د  كرزي ددولت ضد وي او مخالفت ورسره كوي نو   څوكۍ دې پريږدي او بيا چې هر څه كوي هغه دې كوي. د امريكى ددفاع وزير د جمهوري خواهانو د حزب غړی دى خو نن هغه د اوباما په اداره كښې كار كوي او هغه ته وفادار دى.   مخالفين له كرزي صاحب له نرم سياست اوښه سړيتوب نه د ځان په ګټه استفادې كوي او په عين زمان كښې يې بدناموي. له كرزي صاحب شا او خوا زياتره خلك  هغه ته ښې مشورې نه وركوي .
8-  له طالبانو سره د القاعدې تړاو او مرستې
هغه طالبان چې واقعا له خپلو هيوادوالو او هيواد سره مينه لري ، هغوي بايد له القاعدې سره خپلې اړيكې پرې كړي. د افغان حكومت بايد له هغو طالبانو سره د خبرو آترو سلسله پيل كړي چې له القاعدې سره فكري اړيكې نه لري.  كومې مادي مرستې چې القاعده يې له طالبانو سره كوي هغه بايد د افغان حكومت له دوي سره وكړي . دا ځكه چې زيات شمير طالبان د اقتصادي ستونزو له امله د القاعدې د پاره كار كوي. د كرزي صاحب په نوي حكومت كښې كه څو تنه اعتدال پسنده طالبان ځاى ولري نو دا به د سولى او امنيت په لار كښې مثبت ثابت شي.
9-  له عربي هيوادو په سر كښې له سعودي عربستان سره په  سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي او تجارتي  اړيكو كښې د  توجه نه موجوديت.
په تيرو اتو كالونو كښې د افغانستان حكومت په دې ونه توانيدو چې له سعودي عربستان او له نورو خليجي او عربي هيوادو سره په خپلو روابطو كښې هغه بهبود راولي كوم چې لازم دى. له ايران او سعودي عربستان سره د افغانستان په اړيكو كښې بايد تعادل بر قرار شي. ايران په افغانستان كښې ډير فعال دى ، په اقتصادي ، فرهنګي ، تجارتي  او اجتماعي عرصو كښې يې ډير كار كړې دى او دډير نفوذ خاوند شوى دى ، د افغانستان په داخلي چارو كښې له حد نه زيات  د ايران  رول د سعودي عربستان ، عربي او غربي هيوادو د تشويش سبب ګرځي .  سعودي عربستان او نور خليجي هيوادونه د ډيرو امكاناتو خاوندان دي ، دوي كولاى شي په بيلابيلو عرصو كښې له افغانستان سره مرستې او همكاري وكړي، ددى مرستو د جلبولو د پاره بايد حكومت يوه ستراتيژي ولري او دى هيوادو ته موقع وركړي چې په افغانستان كښې په اساسي ډول سرمايه ګذاري وكړي .  
په كويت كښې د افغانستان په سفارت كښې زما د ماموريت په څلور كلنه دوره كښې د افغانستان جمهور رئيس په يو كال كښې (2007 )  څلور ځله كويت ته رسمي سفرونه وكړل ، له دى سره د افغانستان او كويت تر مينځ په اړيكو كښې تودوالى راغى . دا اړيكى بايد بهبود پيدا كړي
سعودي عربستان له طالبانو سره اړيكې لري . له دې اړيكو څخه په استفاده د افغانستان حكومت كولاى شي چې له طالبانو سره د سولى خبرې آترې تر سره كړي. د افغانستان د باندنيو چارو د وزارت په چارواكو كښې بايد داسې كسان وي چې عربي هيوادو ته خوشبيني ولري او د هغوي د ښو دوستانه روابطو د ټينکولو د پاره فعاليت او د  كومكونو د جلبولو د پاره متين قدمونه اوچت كړي. د افغانستان خارجي سياست بايد داسې عيار شي چې له سعودي عربستان سره يې اړكې د ايران په نسبت لس چنده تودې او نژدې وي.  ددې ګټې ډيرې دي ، يوه يې داده چې كه سعودي عربستان په نا امن سيمو لكه كندهار ، هلمند ، پكتيا او نورو سيمو كښې سرمايه ګذاري وكړي نو له دى سره به په نا امنو سيمو كښې د خلكو اقتصادي ستونزې لږې شي او دا به د امنيت د راتلو د پاره لار هواره كړي. د ايران مرستې سياسي او مذهبي بڼه لري ، دې كار په هيواد كښې  قومي او مذهبي رقابتونه پيدا كړي دي.
10- په افغانستان كښې د سولى او امنيت د راتلو په لار كښې  د امريكې د پخواني  حكومت عدم توجه.
د بوش تر ادارې لاندې د امريكى حكومت په افغانستان كښې ډيرې تيروتنې او اشتباوې كړي دي . د اوباما تر مشرۍ لاندې د امريكې حكومت او همداشان اروپائي ټولنه  غواړي چې د افغانستان لانجې ته د پاى ټكې كيښودل شي ،  چې ددې كار علتونه دا لاندې دي:
1- د افغانستان  جكړه ډيره اوږده شوه . د جكړې مصارف دومره زيات شوي دي چې د امريكې او اروپائي هيوادونوپه اقتصاد يې منفي اثر اچولى دى
2- په افغانستان كښې د امريكا او ناټو د عساكرو وژل كيدل هم بل علت . د امريكا او د اروپائي هيوادونو حكومتونه د خپلو خلكو له خوا تر فشار لاندې دي تر څو دې جكړې ته خاتمه وركړ شي . دوي د افغانستان په جكړه كې د خپلو عساكرو د وژل كيدو له امله تشويش لري.
3- په امريكا او اروپائي هيوادو كښې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو موضوع ددغو هيوادو مشرانو ته اهميت لري. ددې اهميت په خاطر غواړي د افغانستان جكړه يو طرفه شي.
د افغانستان جمهور رئيس بايد هغو طالبانو ته عفو وكړي چې :
1- له القاعدې سره مفكوروي اړيكې نه لري.
2-  خپل وطن ورته ګران وي.
3-  د ښوونځيو او تعليمي موسسو د خرابولو او سوزولو مخالف دي. .
4- د ښځو حقوقو ته درناوى كوي.
5- د پرديو هيوادو مزدوري  نه كوي.
6- د ژوند په ټولو عرصو كښې د هيواد ترقي او پرمختك غواړي.
7- له بين المللي ټولنې سره دښو روابطو او متقابل احترام پلوي كوي.
8- د پښتنو د دښمنانو په ګټه له پښتنو سره خيانت نه كوي.  
كرزى صاحب ،  اوباما او بين المللي ټولنه هم بايد له عامو خلكو څخه چې بمبارۍ ورباندې شوي عفو وغواړي، او وعده وكړي چې له دې نه پس به :
1-    په دوي دا بمبارۍ صورت نه نيسي .
2-   د دوي د تعليم او تحصيل غم به په عادلانه صورت سره خوړل كيږي.
3-   د دوي د صحت او روغتيا  د پاره به وسايل او تجهريزات برابروي
4- دوي ته به د كار او روزكار زمينه برابروي .
5-  د خلكو مشكلات به د عنعنوي جرګو له لارى حل كوي.
6-  دولت داسې وطن دوست ، ولس دوست واليان مقرروي چې د ولس په دردونو پوهيږي .
7-  داسې چارواكي  ټاكي چې په اداري فساد كښې يې لاسونه ككړ نه وي او  په اخلاص او صداقت به د مظلومو خلكو خدمت ته ملا تړي.
عفو  بايد دواړو طرفونو لخوا وشي.تر څو په نتيجه كښې سوله او امنيت د جنګ او جكړو ځاى ونيسي. 
امين

نور بيا ا