طالبان د سولې خبرو ته میلان نه لري

طالبان د سولې خبرو ته میلان نه لري


  • 7 مياشتي دمخه (31/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 271

د افغان دولت مذاکراتي ټیم غړي وایي چې طالبان د سولې خبرو اترو دوام ته میلان نه لري او له امدې امله د سولې بین الافغاني خبرې اترې له بن بست سره مخ شوي.

د هغوي په وینا د سولې خبرو اترو د ځنډ لامل د یادو خبرو د دوام لپاره د طالبانو د جدي میلان نه ښودل وو او زیاتوي چې طالبانو د خبرو اترو میز له موجه دلیل پرته خوشې کړی دی.

د افغان دولت مذاکراتي ټیم غړي وایي دوي د دواړو لوریو له خوا د مطرح اجنډاو په تړاو جدي خبرو ته چمتو دي خو طالبان بهرنیو هیوادونو ته په سفر سره هڅه کوي چې د سولې خبرو اترو د بهیر په اړه د یادو هیوادونو د نظرونو په اخیستو سره پریکړه وکړ.

د طالبانو مذاکراتي پلاوي غړو تازه ایران او مسکو ته سفرونه کړي او د سولې خبرو اترو لپاره بهانې لټوي.

دغه راز د افغان دولت مذاکراتي ټیم غړو ټینګار وکړ په تمه پاتې کیږي څو د طالبانو غړي له بهرنیو سفرونو را وګرځي او د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

هغوي دغه راز وویل چې د موقت حکومت د رامنځته کیدو مسله د خبرو اترو په اجنډا کې نشته او تر اوسه د هیڅ لوري له خوا هم نه ده مطرح شوې.

دوي وایي تر اوسه یې له طالبانو سره یوازې درې ناستې ترسره کړي، خو د یادو مذاکراتو پر ټکني بهیر هم نیوکې مخ پر زیاتیدو دي.