امنیتي ځواکونو غزني کې ماین خښونکی وژلی.

امنیتي ځواکونو غزني کې ماین خښونکی وژلی.


  • 6 مياشتي دمخه (22/02/2021)
  • الهام څاروان
  • 196

د غزني ولایت امنیه قومنداني په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چي نن غرمه مهال ۱۲:۰۰ بجې یې یو تن د ریموټ کنټرول ماین خښوونکی، هغه مهال د اولې امنیتي  حوزې اړوند په کشک سیمه کې وژلی، چې غوښتل یې په یاده سیمه کې ماین ځای پر ځای کړي؛ خو امنیتي ځواکونه پېژندلی او د تېښتي پر مهال یې وژلی دی.

 

 

امنیه قومنداني زیاته کړې، چې د پولیسو تحقیقات ښیې چي نوموړي کس د لومړۍ حوزې اړوند او د خواجه عمري ولسوالۍ په لاره، په څو نورو ترهګریزو پېښو کې هم لاس درلود.

 

له وژل شوي کس څخه یوه کړۍ ریموټ کنټرول ماین د پولیسو لاس ته ورغلی.

 

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د څلورمي امنیتي حوزې اړوند، په توحید اباد سیمه کې دوه وسلوال د امنیتي ځواکونو له لوري په یو کمین کې وژل شوي وو.