مولوي کبیر: پاکستان کې ناامني زمونږ پر تاوان ده

مولوي کبیر: پاکستان کې ناامني زمونږ پر تاوان ده


  • 9 مياشتي دمخه (21/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 442

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ويلي، چې په پاکستان کې امنیت د دوی په ګټه او هلته ناامني یې په تاوان ده.   

مولوي عبدالکبیر دغه راز ویلي، هغه افغان کډوال، چې دا مهال د پاکستان په زندانونو کې پراته دي، بايد ژر تر ژره خوشي شي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د افغانستان خاوره به د ګاونډيو په ګډون د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په دې لېدنه کې ویلي، چې دوی له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د لا پیاوړتیا هڅې یې کوي.

هغه ژمنه کړې، چې د افغان کډوالو ستونزې هواروي او افغان سوداګرو ته د ویزو او نورو اسانتیاوو برابرولو کې بېړني اقدامات کوي.