لغمان کې شل تنه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

لغمان کې شل تنه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.


  • 11 مياشتي دمخه (06/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 578

د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، په دې ولایت کې شل تنه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

په لغمان کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ اړوند سیمه کې پر طالب وسله‌والو د روانو عملیاتو په دوام ګډو افغان ځواکونو هوایي، توپچي او ځمکني عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې ۱۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور یې ټپیان دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې په عین حال کې د یادې ډلې وسلې او مهمات هم له‌منځه وړل شوي دي.

د لغمان امنیتي چارواکي همداراز وایي، چې په دې ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې عملیات دوام لري. 

بل لورته بیا وسله‌والو طالبانو لا په دې هکله تبصره نه ده کړې.

دغه مرګ ژوبله داسې مهال ده، چې دمخه یې د لغمان ولایت امنیتي چارواکو په دې ولایت کې پنځه تنه وسله‌والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی وو. 

د لغمان امنیه قومنداني په یوه خبر پاڼه کې وایي، وړمه شپه ناوخته مهال د لغمان مرکز اړوند الیشنګ سیمه کې د امنيتي ځواکونو د مخامخ نښتې پر مهال دوه تنه وسله‌وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې مرګونې ټپیان شول.