بامیانو کې د یو شمېر لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیول شوې

بامیانو کې د یو شمېر لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیول شوې


  • 11 مياشتي دمخه (30/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 455

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امر رحمت‌الله رحماني وايي، د څلور قلمه لرغونو توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده. 

د رحماني په خبره، په دغو لرغونو اثارو کې، قیمتي لوښي، وسپنیزه لیک‌دړه، ګاڼې، قیمتي ډبرې او د بامیانو د بودا اړوند خاوره شامله ده، چې د بهرنیانو له خوا بهر ته لېږدول کېده، د پلټنې پر مهال د بامیان په هوايي ډګر کې ترلاسه شوي دي.

رحماني زیاته کړې، چې دغه لرغوني توکي له ۱۴۰۱ کال لمریز کال څخه تراوسه د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلي او نن د بامیانو اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول.