هالنډ: د کابل د هوايي ډګر مالي او تخنیکي مرستې ته‌تیار یو

هالنډ: د کابل د هوايي ډګر مالي او تخنیکي مرستې ته‌تیار یو


  • 4 مياشتي دمخه (03/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 232

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیره سیګرید کاګ وايي، هېواد یې د کابل د هوايي ډګر د پرانیستلو لپاره مالي او تخنیکي مرستې ته تیار دی.

مېرمن کاګ دغه څرګندونې پرون په انقره کې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وکړې.

د نوموړې په وینا چې د هالنډ کابینه به د کابل د هوايي ډګر د ترمیم لپاره یو میلیون یورو مرسته وکړي، ترڅو د هغو افغانانو په ژر اېستلو کې مرستو وکړي، چې خپل سر په افغانستان کې خوندي نه ویني.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیره له قطر او پاکستانه وروسته ترکیې ته تللې، چې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

باید یاده شي، چې طالبانو کابو نولس ورځې مخکې له پنجشېر پرته ټول افغانستان ونیوه، خو تر دې دمه یې حکومت نه دی جوړ کړی چې دې چارې اکثر ټولنیز او اقتصادي فعالیتونه هم په ټپه درولي دي.