پنجابه! زموږ ښوونځي د طالب وداعش په لاس مه تړئ!


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سيد حسين پاچا
  • 497

 کرزي فساد، خو ملا عمر تور جهالت ملت ته په ميراث پرېښووه

زموږ ښوونځي دې تړلي، پخپلو ښوونځيو او مدرسو دې هم اور بل شه چې تورې وشنې لوخړې يې د نيويارک اسمانڅکو په څير هوا ته پورته شي
 
پنجابه،
که ته زما ښوونځي تړې، نو الله تعالې دې هغه سترې مدرسې هم بندې او په اور وسوځوه چې زما لپاره پکې د ورانکارۍ لپاره ورانکاري روزل کيږي او د باروتو بوي ترې راخيژي. نه يوازې په مدرسو او ښوونځيو دې اور بل شه، بلکې په هغه عسکري قشلو دې هم اوربل شه چې زموږ لپاره پکې ورانکاري روزې.
پنجابه،
ستا او ستا د بادار ترمينځ همدومره توپير دی چې ستر خدايي خدمتګار باچا خان د چارسدې په اتمانزيو کې د نجونو ښوونځی پرانيست او هغوی پرې هغه ښوونځی بند او هغه يې پرې زندان ته واستاوه، خو ويې نه وژه او نه يې د هغه او نه يې د خلکو کورونه وسوځول. اګر چې عيسوي وو، خو دومره انصاف پکې وو چې د هغوی کورونه يې ونه سوځول، خو له زده کړې يې محروم کړل، خو تا مسلمان ترې پښه اړوله. نه يوازې دا چې نجونې وهلکان له ښوونځيو منعه کړې او له زده کړې يې محروم کړې، بلکې ښوونځي دې وسوځول او د زنداني کولو پرځای هغه دی چې حلالول کوې او هم خلک پر بمونو الوځوې. يهودو هم دومره ظلم په منځني ختيځ کې پر فلسطينيانو نه دی کړی، لکه تا چې پر موږ راخېستی.
زه خو دا وايم چې څوک زما ښوونځي راتړی او نوی نسل نجونې وهلکان مې ښوونځيو ته نه پرېږدي، نو الله تعالی دې پرې اسماني کاڼي ووروي او الله تعالی دې پرې اسماني اور ووروي. الله تعالی دې يې پخپل اور کې داسې وسوځوي، لکه موږ يې چې پخپل اور کې وسوځولو. کله راته مجاهد، کله طالب او اوس يې داعش راته راپيدا کړ. الله تعالی دې ورته غيبي بلاوې راپيدا کړي چې پخپل غم اخته شي او موږ ترې خلاص شو.
سرتاج عزيزه،
د مجاهد، طالب وداعش سره ورک شې. په موږ کې دې اور بل کړی، الله تعالی دې پخپل اور کې وسېځه. 
سميع الحقه،
هغه تدريس ومدرسه دې ورکه شي چې سړی پکې خپلواک نه وي او د حق غږ نه شي پورته کولی، نو د داسې علم او ديني بنسټ خير او ګټه څه شوه؟ ته خو ښه پوهېږې چې طالب مالب وداعش ماعش نشته، بلکې ښکاره د پاکستان ايله جاره ملېشه ده چې ستا د ديني بنسټ په نوم يې راخوشې کړې او د مظلومو افغانانو وينې يې وزبېښلې. تاسو ناروا ګورئ، خو پرې چوپ ياست.

د نياو وعدالت ورځ راتلونکې ده. هلته بيا موږ تا ته ضرورت نه لرو  الله تعالی عادل دی هغه به له هر چا سره د هغو د کړو وړو حساب وکړي. په دې هيله چې له تا سره يې هم زموږ په تړاو وکړي.
فضل الرحمانه،
که بوټو، ضياء، اختر، حميدګل وبابر و تا خلقی خدای بښي، نو زموږ نجيب به هم خدای وبښي. 
سراج الحقه،
قاضي حسين احمد خو د ضياء لکۍ ټينګه کړې وه. د بوټو په ګرفتارۍ او وژنه کې يې وکارولو. د بنګال په بدله کې د افغانستان خوبونه ليدل، خو الله تعالی يې دا هيله پوره نه کړه چې پخپل ژوند کې يې افغانستان له ځان سره الحاق نه شو کړی. اګر چې ځينې داسې نيمچه اسلامپال يې راته روزلي چې هېڅ د اسلامي ارزښتونو پر ارزښت نه پوهيږي.
ابن تيميه رحمه الله وايی چې الله تعالی د غيرمسلم حاکم سره مرسته کوي چې عادل وي، خو د هغه مسلمان حاکم سره يې نه کوي چې ظالم وي.
پنجابه،
ته سخت ظالم يې. له موږ سره دې د هجرت وجهاد په پلمه هغه نارواوې وکړې چې هېڅ ساری يې نه ترسترګو کيږي.
موږ ته په تورو، سپينو، شنو او رنګارنګ جامو کې مه راځه! جامه او شعارونه څوک مسلمانولی نه شي، ترڅو چې کړه وړه يې له اسلامي ارزښتونو سره سم نه وي. په جوماتونو او مدرسو دې مه تېروځه!
الله تعالی د آدم وشيطان په کيسه کې وايی چې :
اذ قال ربک للملآئکة انی خالق بشراً من طين؛ فاذا سويته ونفخت فيه من روحي فقعوا له ساجدين؛ فسجد الملآئکة کلهم اجمعون؛ الا ابليس، استکبر وکان من الکافرين؛ قال يا ابليس، ما منعک ان تسجد لما خلقت بيدی، استکبرت ام کنت من العالين؛ قال انا خير منه خقلتي من نار وخلقته من طين؛ قال فاخرج منها فانک رجيم؛ وانک عليک لعنتي الی يوم الدين؛ قال رب فانظرني الی يوم يبعثون؛ قال فانک من المنظرين؛ الی يوم الوقت المعلوم؛ قال فبعزتک لأغوينهم اجمعين؛ الا عبادک منهم المخلصين؛ قال فالحق والحق اقول؛ لاملئن جهنم منک وممن تبعک منهم اجمعين. [ص.۷۱ -  ۸۵]
شيطان هم له موږه ښه الله تعالی پېژنده، خو چې سرغړونه يې وکړه او ځان يې له آدمه پورته وګڼه، نو د الله تعالی له لورې له لعنت سره مخ شو، يعنې د الله تعالی له رحمته لېرې شو، پوه شو چې کار خو رانه خراب شو، نو ځکه يې ترې د ((يوم يبعثون)) پورې مهلت وغوښته  او هغه هم ورته تر ((يوم الوقت المعلوم)) وخت ورکړ. الله تعالی ته سوګند ياد کړ چې زه به ستا بنده ګان خامخا بېلارې کوم، خو مخلصان نه، نو الله تعالی هم ورته واک ورکړ، خو دا يې ورته وويل چې تا وپيروان به دې ټول په جهنم کې اچوم. دا فيصله شوې. شيطان به خپل کار کوي او موږ به له الله تعالی نه د ښو تمه لرو چې د شيطان له پيروۍ نه مو وساتي او پخپلو مخلصو بنده ګانو مو وشميري. امين ثم امين

که له يو لورې بهرنيان تيری کوي، نو له بل لورې بيا طالب وداعش راپسې راخېستې ده. څه وخت مخکې په فليپين کې زلزله وشوه. جاپان کې سونامي راغله تر ماليزيا واندونيزيا، هند وتايلند پورې اړونده سيمې يې وځپلې، خو يوه ورځ هم هغوی خپل ماشومان له زده کړې محروم نه کړل. له خېمو سره سم يې ښوونځي ورته پرانېستل، خو نن طالب وداعش په تورو سپينه جامه کې د اسلامي دعوې باوجود بيا هم زموږ د ماشومانو پر روا او مشروع حق يې ظلم او ناروا شروع کړې. کله ترې تنخواوې غواړي. کله يو څه او کله بل څه او د مرګ ګواښونه ورته کوي.
حضرت يعقوب عليه السلام چې بوډا شو، نو بچيان يې راوغوښتل او ويې وپوښتل چې ((ما تعبدون من بعدي))، نو هغوی ورته په ځواب کې وويل چې ((نعبد الهک واله ابائک ابراهيم واسمعيل واسحاق الهاً واحداً ونحن له مسلمون)).
پوښتنه دا ده چې موږ الحمد لله مسلمانان يو، طالب وداعش هم ځان مسلمان بولي. الله مو يو دی، نبي مو يو دی، کتاب مو يو دی، نو بيا ولې دوی زموږ په شينوارو او د هېواد په نورو برخو کې ښوونځي سيځي او تړي يې او ماشومانو ته د زده کړې اجازه نه ورکوي.
موږ خو الحمد لله مسلمانان يو او نه د خلکو په شان د خلکو په لمسون چا ته کافر وايو، خو هغه څوک چې ځانونه يې مخکې شنې پرېښتې ګڼلې، بيا له شنو نه سپينې پرېښتې شوې او اوس سپينې پرېښتې په تورو واوښتې چې کړه وړه يې له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري. هيله ده چې دغه درې رنګه شنې، سپينې او تورې پرېښتې يو ځل خپل ځانونه او کړه وړه په اسلامي هېنداره کې وويني چې دوی په ټولنه کې په دې خپلو کړو وړو څومره ښکلي ښکاري؟
حال دا چې پرېښتې خو د الله تعالی مطين ومقرب مخلوق دی چې شپه ورځ د الله تعالی په تابعدارۍ کې دي، خو دې زموږ دعوه ګيرو اسلامي پرېښتو څنګه په ترتيب سره دې بڼو او ماهيت ته بدلون ورکړ چې دا خو طبيعي خبره نه ده، بلکې پرې تحميلي ده چې د روزونکي او ملاتړي غوښتنې يې هم وخت په وخت سره کله پخپله او کله د دوی پر خولو راوځي چې څه غواړي او څه يې موخه ده؟ پر هغې باندې موږ و دوی او نړيوال هم پرې ټول ښه پوهيږو، خو دومره خبره ده چې هغه اوس اتومي شوی او موږ ورته هر څه له خپله لاسه خاورې ايرې کړل، نو نن ځکه د دې غوښتنه کوي چې هند ته به نه نژدې کېږې، ډيورنډ به راسره منې او بهرنۍ پاليسي به دې زما پر خوښه چليږي.
زموږ د تور پتګۍ والا په يو ويډيو کې چې په يوټوب کې لا شته ويلي چې ((زه زر کاله جنګېږم)) خو نن يې غږ نه پورته کيږي چې زر کاله جنګېدل څه کوې، که نر يې، نو يوه د نر خبره خو وکړه، خو له بده مرغه چې له هغې نه يې هم غورځولی چې د حق يو اذان وکړي چې ولس يې واوري، خو هغه حق يې ترې هم اخېستی پاتې لا نور مدني وسياسي حقوق، نو هغه اسلامي مبارزه يې نن څه شوه؟