ولسمشر اوباما، براون او ناټووالو ته!


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سيدحسين پاچا
  • 300

له کرزي او عبدالله نه به د اشرف غني انتخاب ستاسو او زموږ او هم د ګاونډيو پر خير وي

ښاغليو لويديځوالو مشرانو!
ستاسو د نظامي قوماندان ښاغلي جنرال ميک کرېسټل په تاييد چې موږ دا منو چې د آی ايس آی او پاکستان د طالبانو تر شا ولاړ دي. دا چې ستاسو نظامي لوړ رتبه افسر په جنګي صحنه کې دومره پوهېږي او دا درک کولای شي چې د دې ناورين تر شا د چا لاس دی، نو که په ريښتينې يې ووايئ، نو ستاسو پنتاګون او تاسو خپله به څومره خبر ياست چې څه روان دي؟
زه دا نه وايم چې کرزی دې ايسته شي او يا دې عبدالله عبدالله نه وي. خو موږ په خپله عنعنوي او کلتوري ټولنه کې يو متل لرو او وايی چې:
خوسی يا سخوندر چې په آخور لوی شو، نو د غاښ کتلو ته يې بيا حاجت نشته. دې کې شک نشته چې ولسمشر کرزی په يوه سخت وخت کې رامينځته شو يا په بله مانا تاسو رامينځته کړ. شمالي منفوره ټلواله چې نور ورته په ملت کې د پښو اېښوولو ځای نه وو پاتې. خدای خبر چې په کومه څمڅه او يا تاجکيستان کې د رحمانوف سره پټ ول. دوستم بېسواده هم همداسې په اوزبکيستان يا په ترکيه کې درواخله. طالبان مو د شمال د فتحې په پلمه د ملا عمر په لارښوونه ، بلکې په حقيقت کې د آی ايس آی په لارښوونه شمال ته ورسوق کړل او په شپه، دوه – دريو کې مو ټول شمال له زرګونو طالبانو ډک کړ او هلته مو د دوستم او مالک ظالمانو په لاس د مرګ خوراک کړل. په دې خو مو بسيا ونه شوه چې لا بيا د طالب په موجوديت کې بيا د همغه ظالم او خونخوار په لاس کې ورکړل چې ستاسو په شتون کې هغه دی چې ټول يې له تېغه تېر کړل او بوش فرعون دا ټول حقايق پټ کړل ان تر دې چې د دوسيه په راسپړلو کې يې هم د ملګرو ملتونو سره مرسته نه کوله او دا کار يې همداسې ځنډولو.
تاسو خو به د اسامه يا د ملاعمر په لټون پسې ګرځئ، خو ولې تاسې هغه اصلي مجرمين او طراحان د دې لوبې نه رانيسئ چا چې په دې مساله او لوبه کې اصلي رول لوبولی. تاسو ولې فضل الرحمن، سميع الحق، جنرال نصيرالله خان بابر، جنرال حميدګل، کرنيل امام، پخوانی ولسمشر پروېز مشرف او نور او هم هغه دوه تنه برتانوي ديپلوماتان چا چې په لومړي سر کې د فضل الرحمن سره ليده کاته وکړل او د بابر به يوه منډه دلته او بله هلته وه. اسلام آباد، کوېټه او کندهار به يې سره يو ګزوګام کول.
دا او داسې نورې ډېرې لاينحلې پوښتنې شته چې ځواب ورته لا نه دی ويل شوی. د طالبانو د وخت د مولوي ارسلا رحماني په قول چې تر شپاړس زرو پورې طالبان ستاسو په دې وروستۍ پېښه کې له مينځه تللي او وژل شوي دي. ايا دا ټول په رېښتينې طالبان ول او که هسې د پښتنو د پاکو ولولو او احساسانو نه ناوړه ګټه اخېستل شوې او هلته مو په شمال کې د اوزبک مشر او د همدغې شمالي ټلوالې د مرګ خوراک کړل. همدا اوس خپله کرزی اقرار کړی چې موږ له پينځو – شپږو مياشتو راهيسې خبر يو چې د شپې له خوا نامعلومه الوتکې په شمال کې وسله وال ښکته کوي. ايا دا به څنګه باور شي چې د هېواد زمکنی او هوايي قلمرو ټول ستاسو په کنترول کې دی، نو ولې دا رادارونه مو لکه چې د شپې له خوا کار نه کوي که څنګه او که عمله مو وړانده دي کنه څنګه؟ دا بايد جوته شي چې دا کار څوک کوي او ولې يې کوي؟
ګورۍ چې د موسی عليه السلام په وخت کې سحر ډېر زيات مروج (مشهور) وو. هغه مبارک يوه ورځ کلي ته تللو، نو په دښته کې يې يو شپون وليد، نو له ځان سره يې وويل چې راشه يوځل خو له دې شپوڼ څخه هم وپوښته چې معلومه شي چې دا خبره درست ده او کنه؟ همغه وو چې له لارې څخه د شپوڼ خوا ته وروګرځېده. سلام يې پرې واچولو او بيا يې ترې وپوښتل چې زه خو دغې لاندې کلي ته ځم چې په څومره وخت کې به ورسېږم؟ شپوڼ ورته وويل چې ته خو زما په مخ کې يو څو قدمه واخله چې ما ته معلومه شي چې ته څنګه مزل کوې، نو زه به بيا درته ووايم. همغه وو چې موسی عليه السلام يو څو قدمه واخېستل او هغه ورته وويل چې ته به ستا پر مزل په دريو شپو کې ورسېږې او حال دا چې موسی عليه السلام قريه په سترګو ليدله چې د ده مخې ته پرته وه. نو له ده څخه يې وپوښتل چې ته به په څومره وخت کې ورسېږې، نو هغه ورته وويل: موږ چې کله مازيګر په راتاوېدو شي، نو له دې ځايه روان شو او ماښام خپل کلي ته رسېږو. موسی عليه السلام حيران شو چې دېته ګوره.
له ځان سره يې وويل چې راشه بله پوښتنه ترې وکړه چې ياره موسی عليه السلام به چېرې وي، نو هغه زمکې ته ښکته شو او څه افقي او عمودي کرښې يې پر مځکه وواېستې او بيا يې په دې کې وکتل. ښکته او پورته يعنې د اسمان لوري ته يې وکتل او هم يې خپل شاوخوا څلور لوريو ته وکتل او بيا هم ده او هم ځان ته وکتل. نو ورته يې وويل چې ما ښکته پورته او ټولو خواو ته وکتل پيدا مې نه کړ او نشته. يا به ته يې او يا به زه يم. زه خو نه يم او که ته يې، نو تا کې شک نشته. والله اعلم بالصواب
ښاغليو زه تاسو دومره ويل غواړم او دا درته په ډاګه واية چې پښتون ډېر عاجزه او ناتوانه، خو ډېر يو باعزته قوم دی. پرته له خدايه يې بل هېڅوک د پوښتنې نشته. تل د زورورو او ښکرور په غوبل کې دل شوی او ډېرې سختې ترخې او ناخوالې يې ګاللي او لا ګالي او زغمي يې. پښتانه صادقه او سپين زړي خلک دي. د خلک غوندې دوکه باز او دوه مخي نه دي. تل د خپلې ايماندارۍ او ريښتينولۍ ښکار شوي او هېچا ورته د ريښتيولۍ لاس نه دی ورکړی پرته له دوکې نه.
تاسو او خدای او حضرت عيسی مو چې تاسو ته شرم نه درځي چې هسې يو تش لاسی قوم پښتانه مو د القاعده او طالب په نوم د خپلو اوږدو موخو او هم د پاکستان د بقا لپاره دا اته کاله وشول چې راايسار کړی مو دی او د هېڅ شي اړي مو راباندې ونه کړه. پښتانه يو سوله ييز قوم دی او تل پر سوله او عدم تشدد باندې يقين او باور لري. پښتانه هېڅکله ستاسو غوندې تېری کوونکي نه دي او نه يې هسې بېځايه پر چا منډه وهلې او که کومه نيمه منډه يې د هند وسمرقند وبخارا پر لورې کړې هغه هم د خلکو د ښېګڼې لپاره چې د خپلو ظالمو حکمرانو نه به تنګ ول، نو دوی به مجبوره شول چې ولاړ شي او هغه خلک له ظلم څخه خلاص کړي. ستاسو غوندې نه چې په يوه او بله پلمه يې هېوادونه اشغال او له خپلواکۍ نه يې محروم کړئ، لکه څنګه چې مو موږه او عراقيان ترې محروم کړي يو.
که لږه يې سره سپينه ووايو، نو موږ پښتانه خواران د دې تاوان نه لرو چې ستا سوداګريز برجونه درونړوو او ولې بېموجبه دا کار وکړو. زما له تشو غرو او سپېرو دښتو به تا ته څه ضرر پېښ شي چې تاسو يې دومره وارخطا کړي ياست. که له سکندره يې راونيسو تر اوسنيو تاسو پورې، نو پښتانه خو د هېچا پسې نه دي ورغلي، بلکې يرغلګر دوی پسې د دوی کور او مينې ته راغلي او په خپل کور او مينه کې يې هم په ارام نه پرېږدي. خبره دا ده چې تاسو ولې د القاعده عرب سره د عرب پر خولې نه ږغېږئ چې موږ مو راايسار کړي يو او ولې د پاکستان د څارګرې ادارې او حکومت سره يې ولې پخپله خوله يعنې آمرانه لهجه نه ږغېږئ؟ ولې ترې نه شئ پوښتلای چې ولې د طالبانو ملاتړ کوئ او زموږ عسکر پرې راوژنئ؟ ولې مو ورته سترګې ټېټې او ښکته دي؟ په کار خو دا ده چې تاسو ته يې سترګې ښکته او ټېټې وي چې مال له تاسو شکوي ځکه چې يدالاعلی خير من (يد) الاسفل.
که تاسو د خپلو اسلافو له سکندره را نيولې تر چنګېزخان ومغلو او د پخوانيو دريو جنګونو چې د افغان وانګليس په جنګ کې د پرونيو روسانو او نننيو تاسو پورې د خپلو عسکرو د وژنې غچ او انتقام زموږ له مظلومو خلکو اخلئ، نو دا يې د حل لاره نه ده. خير دی که تاسو زورور ياست، نو خدای خو په سر شته. او که مو مطلب خپلې اوږدې او ستراتيژيکې موخې وي او غواړئ چې په چين، روسيه او ايران باندې خپل ماحول راتنګ کړئ، نو بيا هم زموږ د افغانانو په تېره د پښتنو وينه ستاسو د سر او يا مادي ګټو لپاره نه ده روا چې تويه شي. نوځکه خو تاسو هم په دغسې يو حالت خوښ ياست چې د سرومال درندې خسارې او زيانونه به يې موږ پښتانه ګالو او مزې چړچې به يې تاسو کوئ.
زه نه غواړم چې په دې موضوع کې دننه ننوځم ځکه چې لا تراوسه ډېرې داسې پوښتنې شته چې موږ لا د حقيقت له درکولو ډېر وړاندې ساتل شوي يو. ولې الله جل جلاله حکيم او دانا ذات دی اميد دی چې د وخت په تېرېدو سره به دا د افواهاتو ډکې افسانې ريښتونې شي. ځکه چې الله يبدئ الحق الخ الايه. دلته د عمل او وينا ترمينځ ډېر واټن شته. که يو مثال يې درته ووايم چې همدا اوس هغه دی چې ټاکنې ترسره شوې. دا څومره د شرم خبره ده چې پينځه ميليونه رايی په دوو مياشتو کې وشمارل شوې او نتېجه يې د ببوګۍ واده شو چې اخر سناتور جان کيري هم برخه پکې واخېسته او کرزی يې دېته اړ ايست چې بيا يې د خپل سيال عبدالله سره وکړي. تاسو او خدای تاسو خو په خپلو ملکونو کې هم ټاکنې کوئ. تاسو کله هم ليدلي دي چې د يو هېواد د ټاکنو په کميسيون کې درې تنه بهرنيان او دوه تنه کوربه وي؟ نو چې دومره توانايي مو په ځان کې نه ليدله، نو بيا مو هسې بد کول چې دا دومره روپۍ هسې بېځايه ولګول شوې او اخر خبره ټوله په درواغو تمامه شوه. دا چې تاسو ته ښه پته وه چې درغلي شوې، نو بيا دا دوه مياشتې وخت مو په شمارلو هسې واړولو؟ له موږ سره سم په جاپان کې ټاکنې ترسره شوې درې ساعته وروسته يې نتېجه په ډاګه شوه.
شايد په دروغو يا په ټګۍ او برګۍ د عبدالله عبدالله نه وړي وي او بايد چې ترې يوسي ځکه چې د عبدالله په پرتله د کرزي پله درنه وه، خو دا چې د شمالي ټلوالې بيا مشر لالا (روسان) او ايراني اخوندان او سکني دوستان هندوستان بيا خفه کېده، نو دا خبره هم له باوره لېرې نه ده چې د هغو د خوشالولو لپاره کرزي ته دا پلمه جوړه کړه او څه د پاسه يو ميليون رايی مو ورته باطلې اعلان کړئ. دا ټګي برګي خو په شمال کې ښکرور عطا هم کړې ان تر دې چې خلګ هم ګواښل شوي.
دا چې اوس به ټاکنې کېږي يا نه او يا به بيا ستاسو د منځګړو په فشار دواړه دېته واداره کېږي چې بيا يو ائتلافي حکومت جوړ کړي، نو دا کار خو تاسو پرته له هغې هم کولای شو، نو دا دومره لوی عالم رسوايي مو ولې جوړه کړه؟ خلک ښه په دې پوهېږي چې ګيره زما واک يې د ملا. خاوره زما او اختيار مې د بل، نو ترڅو به دا خاورې تاسو خلکو ته په سترګو کې وراچوئ!
پښتانه د ستمي رباني او د بېواکه کرزي په وخت کې دومره وځورېدل چې په هېڅ يو دور کې دومره نه دي ځورېدلي.  د خدای لپاره دا څومره ظلم دی چې له ما سره کېږي. يو غوږ بوچی يې چې تل يې پښتني ضد روحيه درلوده او د پښتنو د نابودولو لپاره په جهادي پير کې تل د روسانو منافع ساتلي او د خپلمنځي اختلافونو، قومي، سمتي او ژبني مسايلو د ايجاد منشاء وه. د هغه له برکته ورته ولسوالي ولايت او په قدرت کې ورته د سمې نيمې برخې سهم ورپه برخه شو. د دولت ټول مهم او کليدي پوسټونه هم دوی ته ورکړل شوي چې تل يې پښتانه په زندانونو کې ځورولي او ځوروي او هم يې د پښتنو په مقابل کې تاسو ته بد ذهنيت درکړی. زه به کرزی څه کړم چې زما پوښتنه قدرې هم نه شي کولای. آخوا ته قاضي لنډغر په تخار کې اتيا تنه بښتني کورنۍ ولجه کړي هيئت ځي بيرته راځي. کرزي کله هم پوښتنه وکړه چې دا ولې؟ دا دومره بمباريانې وشوې چېرې يې هم په ترخه لهجه خپل اعتراض کړی چې ولې زما له قوم او ټبر سره دومره بد کېږي؟ دا کار خو په ژړا نه کېږي او نه د هيئتونو په لېږلو څه ترسره کېږي. دا متره غواړي، دا اخلاص او متانت غواړي او په کرزي دا متره نه لېدل کېږي چې هغه دې له لوی درستيز بسم الله خان او يا امرالله خان نه پوښتنې قدرې هم وکړي. همداسې يې دا نور درواخله ځکه چې د دوی هر يو شا ته يو څوک شته.
د ملا عمر دې خدای هلته کور وران کړي چې چېرې وي. هغه پر ځای د دې چې د مالک ودوستم او د نورو خبيثانو چاره وکړي، زور يې خپل غريب ولس نه وويست چې له يوې مخې د عرب او د آی ايس آی په اشاره حلالوي او د بل لوری يې په ځانمرګيو او د سرک د غاړې بريدونو ووژل چې تاوان يې له ګټې ډېر دی او له بل لورې هغه دی چې امريکا او ناټووالو راپسې رااخېستې ده. اته کاله دوی مسلسلې بمبارۍ کوي او هره ورځ سهوه او خطا. دا هېڅ امکان نه لري. سټيلايټ او د دوی د الوتکيو دوربينونه دومره حساس دي چې ان تر دې چې نيم ملي متر خطا ترې نه کېږي. که چېرې کرزي د پښتنو وينه دومره بې قدره کړی نه وای، او د هر يو ولسي وګړي پر سر يې ترې درست ديت او غرامت اخېستی وای، نو په خدای باور وکړه که دومره مالي او ځاني تلفات پښتنو ته اووښتي وای. اول خو زما وينه دې بهرنيو ته بې ارزښته ده او بيا کرزي بې ارزښته کړې چې پس له قتل عامه بيا نو د مټيزې ښځې غوندی ژاړي او د ورثه وو کورنيو ته يو يو لک افغانۍ لکه خيرات ورکړي او بيا پاڼه قدرې يې هم نه اړوي.
نو ښاغليو!
ترڅو چې د افغانستان لپاره تاسو د يوې سالمې رهبرۍ په فکر کې نه شئ او يوه سالمه رهبري ورته رامينځته نه کړئ، نو دا بيا ځلي ټاکنې د کرزي او عبدالله ترمينځ هسې د ځان او نورو غولونه ده. ښه به دا وي چې هسې خپل وخت په دې خاوره کې عبث نه کړئ. ترڅو چې په ريښتينې دې مسالې ته راونه دانګۍ او ښه به دا وي چې لومړی پاکستان وايران د ميدان لوبغاړي او بيا ورپسې سعودي وهندوستان او بيا ورپسې تاسو يعنې امريکا وانګليستان د فرانسې، چين وروسيه په ګډون له سيالۍ لاس وانخلئ، نو دا وړۍ نه شړۍ کېږي. اول خو که پاکستان د هند سره کومه غوټه لري، نو خپل کنټرول او ښه پراخه اوږد سرحد ورسره لري نر دې شي ورسره دې معلومه کړي. همداسې ايران يې له سعودي سره. زموږ سوچه سني له افراطه خالي ټولنه ده. دلته دې د سلفېزم او شيعه يېزم جرړې نه زځغلوي. همداسې که هندوستان يې د پاکستان سره لري هلته په بحر/سمندر او وچه کې دې يې ورسره معلومه کړي. همداسې دې چين وروسيه د خپلو سيالانو سره د سولې او خبرو له ليارې يو بل ته سره قناعت وکړي. مهرباني وکړئ موږ ستاسو د يکه تازۍ ميدان نه يو او نه د دې لپاره پيدا يو چې زموږ وينې ستاسو لپاره تويی شي او په کفاره کې ولاړې شي. د افغانستان د خاورې د ارضي تماميت ساتنه او حفاظت ستاسو نړيوال او اخلاقي مسووليت دی. همداسې ورته هر پېښېدونکی ګواښ هم درواخله.
دا چې افغانستان د خپل تاريخ ته په کتو سره بايد يو ناپېيلی هېواد پاتې شي، لکه څنګه چې په نړيوال جنګ کې يې خپله بېطرفي وساتله او د ډېرو فشارونو باوجود بيا هم جنګ ته ورګډ نه شو. دا چې پاکستان د پښتونستان د مسالې په سر يې راباندې دا ۱۵-۱۶ کاله ناروا جنګ يې د طالب په موجوديت کې راباندې راتپلی او درګرده لګيا دی وينې مې تويوي او تاسو بهرنيان هم پرې ښه پوه ياست، نو دا بيا هم پاکستان ته ناز ورکول کېږي او دا ناز ورته د انګرېزانو په سيده او يا غيره سيده سپارښتنه ترسره کېږي. ښاغلی مېکرېسټل بايد په دې پوه شي چې ترڅو به موږ ټول افغانان په تېره پښتانه لروبر د سر دواړو لوريو ته د د انګرېزانو نه د سرطان د پاتې شونې دانې له لاسه توييږي. د دې اخروي او دنيوي مسووليت يې ستاسو د ټولو په تېره بيا د څارګرې ادارې او بيا د مولاناګانو، ښاغلي بابر، حميدګل، امام ومشرف او هم د اوسني زرداري غل پر غاړه دی. د خدای لپاره موږ ټول ملت اوس پاکستان ګروه او برمته کړي يو. په خدای شرم خو تاسو بهرنيانو ته په کار دی چې د مرستې په پلمه راغلی يې او نور درڅخه پاکستان برمته کړي يو. ښه ورته ګورئ او خلاصولای مو نه شئ. دا څه ګوډې پاسنۍ يې درباندې کړي دي چې هغه د حق خبره هم نه شئ کولای.
دا نه يوازې ستاسو نړيوال، بلکې اخلاقي مسووليت هم دی. په تېره بيا له مولاناګانو نه عندالله او عندارسول هيله کېږي که چېرې د پښتنو وينه تويول ورته د سياسي مسالې په حق کې ناروا معلومېږي او بيا حق نه وايی، نو د خدای د مؤاخذې په تمه دې اوسي. د دوی مسووليت له اخلاقي، اسلامي او مذهبي پلوه له ترتاسو ټولو لوړ او دروند دی، خو که درک يې کړای شي!
نو زما په اند ښه به دا وي که چېرې تاسو واقعاً له موږ سره همدردي لرئ، نو د هېواد د سولې، ارامۍ، بيرته رايوځای کولو، سوکالۍ، بيا ابادولو او ښه بنياد اېښوولو لپاره يې له سره غور وکړئ. په اوسني وخت کې به له ښاغلي غني څخه يو ښه معقول او موزون شخص وي. ان شاءالله که د لوی څښتن تعالی پرې خوښه شوي وي، نو د خدای په فضل وکرم سره به هغه وکولای شي چې د دې خاورې لپاره مفيد او ګټور پلانونه رامينځته کړي چې هم موږ، هم به تاسو او هم به زموږ ګاونډيو د تضمين او قناعت وړ وي او دا کار د نورو په شتون کې نه شي ترسره کېدای.
زموږ يو غاړه وه درباندې مو خلاصه کړه، نور مو خوښه خپله چې منئ يې او کنه؟ دا هستي په نورو کې نه تر سترګو کېږي. زموږ خو نور څه نه تروسه رسي، خو خپل خدای ته به د ده په حق کې د برياليتوب دوعا کوو او خدای دې يې نېکو ته مخه کړي. موږ به ورته د خير وبرکت دوعا کوو چې خدای تعالی يې سره قول وعمل يو کړي. خدای جل جلاله دې وکړي چې مخکی ورته رانشي. هغه څه چې ما ته يې محترم دي هغه د ده علمي شخصيت دی او هم يې لاسونه د ملت په وينو سره نه دي. خدای دې توفيق د عمل او د اخلاص د دواړو ورته ورکړي. امين ثم امين
والله المستعان علی ما نقول وکيل
په درنښت