له هېواد سره مينه

له هېواد سره مينه


  • 3 مياشتي دمخه (30/07/2021)
  • اجمل ښکلی
  • 294

موږ چې د جګړو خلک يو اصطلاحات هم رانه بې ټکره نه دي پاتې، کله يوه اصطلاح له بلې سره او کله بله له بلې سره د زرکانو غوندې جنګوو. د دې لامل دا دى، چې زموږ د اوسنيو جګړو بنسټ پر همدې اصطلاحاتو ولاړ دى. يعنې يو کس چې وسله اخلي، بايد په ذهن کې يې يوه انګېزه وي. دا انګېزه د يوې ايډيالوژۍ پر بنسټ راپيدا کېږي او ايډيالوژي د نړۍ يوه تيوريک ځيرنه ده. مارکس د هيګل له زاويې نه د بشر تاريخ ته وکتل او خلکو ته يې د طبقاتي ظلم تصور ورکړ. خلکو فکر وکړ، چې ځمکوالو او کارخانه دارو يې حقونه لاندې کړي، همدا وو چې مخالفت ته يې لاس واچاوه. 

خو د اصطلاحاتو او جګړې ترمنځ دا اړيکه غبرګونې وي. يعنې اصطلاحات جګړه توجيه کوي او جګړه د اصطلاحاتو د تقدس او برلاسۍ لپاره کېږي. 

که وغواړو، د اصطلاحاتو د تسلط لپاره د جګړې پر ځاى له بديلو لارو هم کار اخيستلاى شو، ځکه چې موږ وليدل چې د جګړې په مټ يوه ايډيالوژي نشي ختمېداى؛ نو چې نشي ختمېداى، جګړه يې پر خلاف موثره نه ده. که جګړه موثره نه ده، بيا خو ښه ده، چې بديل ته يې ځاى ورکړو او هغه سوله ييز چاپېريال دى، چې د اصطلاحاتو ترمنځ پکې سالمې سيالۍ ته لار جوړه شي، ځکه چې جګړه له اصطلاحاتو سره ټولنه هم ويجاړوي. 

موږ خپلې متقابلې اصطلاح ته تل له اخلاقي او احساساتي زاويې ګورو. د اهرېمن نظر ورته کوو او هېڅ ډول مثبت اړخ پکې نه وينو؛ خو واقعيت دا ډول نه وي. هره اصطلاح د يوه فکري تاريخي مقطع زېږنده وي او د يوه مثبت بدلون په موخه راپيدا شوې وي. دويم ټکى پکې دا دى، چې اصطلاحات مطلق بد او ښه نه وي. د يوې ټولنې د اړتياوو او تاريخي تواتر زېږنده اصطلاح چې له يوه فرهنګ نه بل ته ځي، روغه نه پاتېږي. د هغه بل فرهنګ رنګ اخلي. که له پياوړي او حوصله من فرهنګ سره مخ شي، هغه يې په خپله ګټه وڅرخوي، له مثبتو اړخونو يې استفاده وکړي او منفي هغه يې وغورځوي. چين د کمونيزم ويجاړونکي وزرونه پرې کړل، له کمونيستي اقتصادي نظام نه يې ګټه واخسيته او ځان يې په نړيوال اقتصادي کې وځلاوه. پخپله کپټليزم هم د کمونيزم په ګوته کړيو خاميو ته متوجه شو او د کارګرې طبقې حقونو ته يې پام وکړ. هڅه يې وکړه، چې طبقاتي توپيرونه راکم کړي. 

خبره مې پر ملتپالنه کوله. ملتپالنه د ځينو کړيو له خوا ځکه مردوده ګڼل کېږي، چې: 

يو، د غرب له نيشنلزم نه اوبېږي. په غرب کې نيشنلزم د کليسا په مذهبي تار د راټولې اروپا د وېش لامل ګڼل کېږي؛ نو د دوى په وينا، نيشنلزم د دين مخالف لورى دى؛ خو موږ پوهېږو، چې په نړۍ کې ديني نيشنلزم هم کم نه دى، د هند د مسلمانانو تحريکونه د اسلامي نيشنلزم ښې بېلګې دي. بل دا چې که موږ وغواړو، د دين او ملتپالنې له تعامل نه د خپل هېواد د پرمختګ لپاره ښه استفاده کولاى شو. که پاکستان اسلام له پاکستانيزم سره غاړه غړۍ کولاى شي، موږ ولې خپل افغانيت او دين سره پوخلا نه کړو او دا زموږ هغه تاريخي مخينه هم لري. افغانيت له اسلام پرته نيمګړى دى، ځکه چې په افغانيت کې اسلام يو مهم ارزښت دى. دا ښيي، چې زموږ افغاني ملتپالنه له دين سره بډ(متقابله) نه، بلکې همغږې ده. د خوشال په نادره عقيده کې اسلام او پښتو نه بېلېدونکي دي، آن تر حمزه صاحب پورې چې اسلام او پښتو ورته دواړه د يوې سکې دوه مخه ښکاري. 

دوه: مخالفې کړۍ دا تصور وړاندې کوي، چې ملتپالنه په شرق کې يو نوى څيز دى، چې له غرب نه پور شوى؛ خو که فکر وکړو، له خپل ولس، خپلې جغرافيې او خپلې ژبې سره مينه د انسان طبيعي خوى دى او دا له آره له دين سره کوم تقابل نه لري، ځکه چې هر انسان چې په کومه جغرافيه کې واوسي، کومو خلکو سره واوسي، کومه ژبه زده کړي، له هغې سره يې خداى انس پيدا کړي؛ نو که مصنوعي دى، هغه د دين او ملتپالنې ترمنځ د تقابل تصور دى. 

که خپل تاريخ ولولو، زموږ پښتنو باچاهانو او مشاهيرو دا انډول ډېر ښه ساتلاى. داسې ښکاري، چې هغوى د ملتپالنې او اسلام ترمنځ پر تړاو او انډول ساتلو تر موږ ښه پوهېدل او کوم تقابل يې پکې نه ليده. خوشال چې پر دين يې کلکې منګولې لګولې وې، د افغان په ننګ توره تړل او له کندهاره تر اټک د پښتون يو ګڼلو تصور ورته له اسلام سره منافي نه ښکارېده. د احمد شاه بابا غوندې صوفي مشربه باچا د پښتونخوا له غرونو سره مينې له اسلام راونه ګرځاوه.آن په يوه شعر کې ځان د حميد لودي او شېر شاه سوري د نيمګړو کارونو بشپړوونکى بولي. د دې پايله دا ده، چې ملتپالنه د وروستيو پېړيو زېږنده نوى څيز نه دى، بلکې ډېرې لرغونې ريښې لري. 

البته په ملتپالنه کې هم راډيکال عناصر شته، چې دين د خپلو ملي موخو پر وړاندې خنډ بولي؛ خو معتدل او واقعيت ته نېژدې ملتپالنه له دين سره کوم تقابل نه ويني.

که اوسنۍ نړۍ ته راشو. په معاصره نړۍ کې د انټرنيشنلزم فرصتونه ډېر دي؛ خو نړيوالتوب له ملتپالنې پرته ممکن نه دى. تر څو چې ته يو ملي تشخص و نه لرې، نړيوال کېداى نشې. لومړى به ته يو څوک يې، نو هله به د نړيوالتوب جوګه يې. مطلب دا چې په دې پوسټ ماډرن نړۍ کې به خپل يو فرهنګي توليد ولرې، چې د نړيوالتوب پر غالۍ له نورو ګلانو سره يو ګل شي. ملتپالنه پر نړيوال دريځ د سيالۍ لپاره مهمه ده. دا سيالي د کريکټ او اولمپيک له لوبو نه واخله، تر علمي او فرهنګي سياليو پورې ټول رانغاړي. 

راځئ، دا خبره په يو بل ډول وکړو. ملتپالنه زما په اند، له خپلې جغرافيې، د خپلې جغرافيې له فرهنګ، دين، ژبو، تاريخ، ملي نښو او علمي او فرهنګي لاسته راوړنو سره مينه ده. د حيرانتيا خبره دا ده، چې له خپلې جغرافيې سره مينه ولې تکفير او ناروا شي. د دې مينې حق هر ملت لري او هغه دى ښيي يې هم. 

که د خپلې جغرافيې له ارزښتونو او تاريخ سره مينه و نه لرو، خدمت به يې په کومه جذبه کوو. که ملي سرود يې درکې ولولي راونه پاروي، په کوم احساس به لوبه کوې، په کومه احساس به د خپل هېواد د پياوړتيا هڅه کوې. 

په تېر څلوېښت کلنه غميزه کې ګاونډيو او نړيوالو هڅه کړې، چې موږ کې دا مينه ووژني، چې په اسانه مو د خپلو سياسي موخو لپاره وکارولاى شو او موږ هم په پټو سترګو د دوى ژغ ته سرونه ټيټ کړي. همدا د هېوادپالنې د احساس مړينه ده، چې خپل ارزښتونه د پردو لپاره مسخره کوو او آن په خدمت کې يې هم هغه خوند نه احساسوو، چې د اعليحضرت د وختونو يو افغان احساسوله. په کوم احساس چې د شاه د وخت ښوونکي درس ورکاه، اوسنى ښوونکى ترې بې برخې دى. د کډوالۍ په لومړيو کلو کې د کډوالو په ښوونځيو کې د شاه او د مرحوم داوود خان د وخت ښوونکو په دې احساس درس ورکاوه، چې دوى به زموږ هېواد جوړوي؛ خو وروسته چې کوم ښوونکي راغله، له هغوى نه بيا دا احساس بيا هېر غوندې شو. د خدمت په جذبه کې ديني وجيبه او ملي احساس غبرګ لاس لري. موږ چې دا دواړه له يو بل سره جنګوو، څه به ښه خدمت وکړاى شو.  

په پاى کې به دا خبره هم وکړم، چې بيرغ، ملي سرود، پيسې او داسې نور د هېوادپالنې اساسات دي، چې په انسان کې د ملتپالنې جذبه پيدا کوي او کوم کس چې د ملتپالنې جذبه ولري، په خوند د خپل هېواد خدمت ته لېچي رانغاړي او د هېواد په سر له دوښمن سره معامله نه کوي. که وګورو، زموږ د ملتپالنې حقانيت له دې هم ثابتېږي، چې نور يې د سياسي موخو لپاره نشي کارولاى، بلکې زموږ ګاونډيان ورته د دوښمن په سترګي ګوري او ځواکمن هېوادونه يې هم نه غواړي، ځکه چې بيا به هر تړون کې ملي ګټې مهمې وي. 

زما په اند، ملتپالنه د خپلې جغرافيې له ښکلو منظرو، خړو غرونو، سپېرو خاورو، مېوو، موسمونو، دين، ژبو، فرهنګ، تاريخ او هر اړخ سره مينه ده. په کوم ملت کې چې دا مينه مړه شوه، په اصل کې هغه ملت مړ شو.

د يوه ليکوال او شاعر لپاره هېوادپالنه يو کور او يو شناخت دى. که دا کور او شناخت نه وي؛ د ده پنځونه به څوک اخلي. همداسې د دې کور په پياوړي کولو کې د ده توليد ګټور دى. خپل پير روښان راته په دې نه دى ګران چې ښه پير و؛ بلکې په دې راته ګران دى چې خيرالبيان يې زموږ د ژبې تاريخ غني کړى او موږ يې له ملتونو سره د سترګو لګولو جوګه کړي يو او زموږ په پېژندګلوۍ کې يې مرسته کړې.