د پاکستان په کراچۍ کې یوه تنکۍ ماشومه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې

د پاکستان په کراچۍ کې یوه تنکۍ ماشومه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې


  • 1 کال دمخه (19/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 741

سمسور نیوز (۲۸لړم۱۴۰۱) د پاکستان په کراچۍ کې یوه اووه کلنه ماشومه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده. 

د راپورونو له مخې، دغه نجلۍ دوه ورځې وړاندې ورکه شوې وه او پرون ناوخته یې جسد موندل شوی دی.

پاکستاني چارواکي وایي، د پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.

د معلوماتو پر اساس، پاکستان کې روان میلادي کال ۲۲۱۱ ماشومان د جنسي تېري ښکار شوي دي.