صالح او عبدالله خپلې چړې په اوبو کې ويني


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ميوند فدا
  • 233

 د برهان الدين رباني د جنازې مراسم روان وو، ګڼ بهرني ديپلوماتان او نور چارواکي په دې مراسمو کې موجود وو، مراسم د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه ترسره کيدل، د ارګ ګارډانو ته امر ورکړل شوى و، چې هېڅ څوک دې له وسلې او ساتونکو سره دننه نه پريږدي.


 په همدې شيبو کې د ملي امنيت پخوانى مشر او اوسنى د دولت د اپوزسيون غړى امرالله صالح له خپلو ساتونکو او وسلو سره يو ځاى د ارګ ماڼۍ دروازې ته راورسېد، د ارګ ساتونکو د ورکړل شوي امر له مخې له دوى څخه غوښتنه وکړه، چې وسلې او باډي ګارډان دې همدلته اوسي او امرالله صالح دې دننه لاړ شي، خو امرالله صالح خپلو ساتونکو ته امر وکړ، چې د جمهوري رياست ګارډان دې په کاڼو وولي.

امرالله صالح له خپلو ساتونکو او وسلو سره يو ځاى ارګ ته ننوت او وار له واره يې په سپکو سپورو پيل وکړ، ولسمشر ته يې کنځل پيل کړل او ګواښ يې وکړ، چې که همدا اوس امر وکړي نو ټول ارګ به په خپله ولکه کې واخلي.

کله، چې د جنازې مراسم خلاص شول او د تدفين لپاره مړى لېږدول کېده، نو ډاکټر عبدالله او امرالله په ګډه پلان جوړ کړى و او داسې حالات يې رامنځ ته کړل، چې ولسمشر او مرستيالانو يې ونشول کړاى، چې د تدفين په مراسمو کې ګډون وکړي.

د تدفين په مراسمو کې ډېر شور او هيولا رامنځ ته شوه، کنځاوې، بد رد او سپک شعارونه ورکول کيدل، چې په همدې سره يې د برهان الدين رباني مړى خاورو ته وسپارلو، خو عجيبه دا ده، چې وروسته ډاکټر عبدالله په ډېر غرور او وياړ سره ويل، چې موږ د خپل رهبر مړى په ډېر احترام سره دفن کړ، په داسې حال کې، چې د تدفين مراسم په کنځاوو او سپکو سپورو بدرګه کيدل.
عبدالله او صالح همدا نارې وهلې، چې ولسمشر دې د دې پېښې ځواب ووايي، د دوى موخه دا وه، چې ګواکې په دې کې خپله ولسمشر هم لاس درلود کنه ولې يې رباني ته ټليفون کولو او دومره بيړنۍ يې راوغوښت.
عبدالله او صالح ګواښ وکړ، چې ولس به په لاريونونو لاس پورې کړي.
د دوى ټينګه غوښتنه دا وه، چې د سولې پروسه دې نوره په ټپه ودريږي او له طالبانو سره دې د خبرو پر ځاى جنګ ته ادامه ورکړل شي، خو ايا همدا د دوى رهبر او پر دوى ګران، چې پر وژنه يې دومره کلک خوابدي دي او حتى ويل يې، چې زموږ د رهبر د جنازې او تدفين په مراسمو کې دې دولت ګډون نه کوي، نوموړى په خپله د دولت غړى نه و؟ او د سولې پروسې په سر کې يې ځاى نه درلود او د همدې له امله ونه وژل شو؟
دوى اوس په کومه خوله دا دعوه کوي، چې د سولې پروسه دې په ټپه ودرول شي، ايا همدا د دوى رهبر د همدې پروسې لپاره په اصطلاح قرباني ورنکړه؟
دا هغه پوښتنې دي، چې هر انسان د دوى په لوبو او سياستونو باندې په راڼه او مکمل ډول پوهوي.
د ډاکټر عبدالله او صالح لپاره اوس غوا لنګه شوه او کولاى شي، چې له دې لارې د ځان پلويان ډېر کړي او يو شمېر خلکو ته وښيي، چې دوى پر حقه دي او طالبان نه غواړي، چې سوله وکړي، نو بايد لومړى له دوى سره جنګ وشي او د جنګ له لارې وځپل شي او همدا راز په راتلونکو ټاکنو کې خپل پوښښ لا پسې وغځوي.
په کليوالو سيمو کې يو خبره ډېره منلي ده، کله چې د لوى اختر په قربانيو کې څوک غوا، پسه او يا اوزه قربانى لپاره تياروي، او په  نښه کوي يې، نو له يو څو اونۍ د مخه يې ډېره ښه ساتنه پيل کړي، خو کله يې چې په سبا اختر وي، نو قربانى ته ساتل شوي حيوان ته اوبه نه ورکوي او وايي چې بيا دى خپله چاړه په اوبو کې ويني او ډېر خپه کيږي.
اوس نو، دغو وژنو، لکه څرنګه، چې ويل کيږي، زنځيري تسلسل پيدا کړى او دا، چې تر کومه به رسيږي په دې اړه د ويلو څه نشته، خو دومره ضرور پوهېږو، چې ډېرو ښکرورو اوس خپله چاړه په اوبو کې ليدلي او لورى ترې ورک دى، چې چېرته او څنګه پناه ومومي.
ډاکټر عبدالله او صالح هم خپله چاړه په اوبو کې ليدلي او باوري دي، چې که نن دى که سبا دى، دا وطن د زرغون شاه دى.
 
روهي اویپاڼه نه په مننه