ددوستۍ فرهنگي ټولنې مشرتابه جرگې پيغام !


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حبيب الله غمخور
  • 1018

 په سويډن کي ددوستی فرهنگي ټولنې مشراتابه جرگه اوددې ټولنې هرغړې دکابل ښار په پرونی ناورين اوستره غميزه کي ځان شريک بولي .

موږ هر ترهگريزعمل دهرچا لخوا اوپه هرنامه چي وي په کلکه غندو.ځکه ژوند دانسان طبعي حق بولو ،ددې طبعي حق څخه دخپلو گټو لپاره ديوچامحرومول بېله کومې عدلي او قضايي ادارې له فيصلې نه دبشر پرحقو قوتېری او ترهگريز عمل بولو .
پر نړيوالو ږغ کوو، له دې دوامداري غميزي نه دافغان ولس دخلاصون لار دانده چې تاسو اعلانوی موږ ودافغان ولس سره همکار يو .
زموږ دټولني له نظره دنړۍ ټول هغه هيوادونه چې په افغانستان اوسيمه کي دترهگری مخالف او له افغان ولس سره دسولي اوثبات په هکله مرسته کوي ،بايد پرهغو هيوادونو سياسي،اقتصادي او پوځي فشار راولي کوم چې په افغانستان کي دافغان وژنې ليوال دي .
ددې ترڅنگ زموږ پوښتنه داده ؟ که پر يوه اروپايي هيوادبريد دابل اروپايي هيواد پرخپل هيواد بريد بولي اوداپدې خاطر چي ددوي ترمنځ امنيتي تړون لاسليک سوی ؛ نو زموږ دولتي ادارې هم دنړۍ له يوشمېر هيوادونوسره داډول امنيتي تړونونه لاسليک کړی . ولي په اروپايي هيوادونوکي داډول تړونونه پلي کيږي اودافغانستان په اړوند يوازي په اعلاميو اوغندنو پلي کېږي ؟
نړيواله ټولنه دافغانستان په هر ه سيمه کي چې داډول مرگوني عمليات ترسره کېږي ملامته ده . ځکه دوي که په رښتيا غواړي دافغان ولس سره مرسته وکړي نوبايد عملي گام پورته کړي چې تر او سه یې ندي پورته کړی . 
پدې يو ماشوم هم پوهېږي چې په افغانستان کي د افغان وژنې لپاره دکومو هيوادونه هڅې رواني دي ،نوددغو هيوادونوپر خلاف بايد عملي گام پورته سي .
موږ يوځل بيا په تکرار داخبره کوو چې دافغان ولس پدې ستره غميزه کي ځان شريک بولو اودعاميلينو په ادرس یې نفرت اولعنت لېږو . ددسوستی دفرهنگي ټولنې دمشراتاسبه په استازيتوب حبيب الله غمخور