بلخ کې  ټرافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او درې نور ژوبل دي

بلخ کې ټرافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او درې نور ژوبل دي


  • 1 کال دمخه (26/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 605

سمسور نیوز (۴لړم۱۴۰۱) ځایي چارواکو بلخ کې د يوې ټرافيکي پېښې له کبله د څلورو تنو د مړه کېدو او درې نورو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی. 

سرچینې ویلي، چې نن سهار وختي مهال، د بلخ – شبرغان پر لويه لاره د «عوراق باغ» په سيمه کې دوو هايلکس موټرو له يوې سراچې سره ټکر کړی، چې له کبله يې د يوې مېرمنې او يوه ماشوم په ګډون څلور تنه مړه او درې نور ټپيان شوي دي.  

د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ ترمنځ لويې لارې پر سر هم د ترافيکي پيښې له امله درې کسان مړه او درې تنه نور ژوبل وو. 

په افغانستان کې د ترافيکي پېښو لوى لاملونه د موټر چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالی بلل کېږي.