په بهرکي دماشومانواوتنکيو ځوانانوسالمي روزني اړتيا


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • حبيب اله غمخور
  • 219

په نامه دهغه خداي مي دا بيان دی
چې يو نوم يې په نومونوکې سبحان دی


دپيل خبري :
ماددې ليکنې لنډيز پرون دجنوری پر ۲۲ په هغه غونډه کي ولوستل کومه چي دمالموپه ښارکي  دافغانانود علمی اوفرهنگي مرکز لخواجوړه سوې وه.سره له دې چي پدې برخه کي مسلکي نه يم اوخپله زياتي پوهاوی ته اړتيالرم ،خوداڅوگوډاومات ټکي چي مي دکاغذپر مخ ليکلي غواړم ستاسو بهرمېشتوهيوادوالوسره شريک کړم ،کېداي سي دادې پيلامه شي چي پدې برخه کي زموږپوهان  گټوري ليکنې وکړي ترڅودهغوي په برکت وکولاي سوخپل اولادونه سالم تربيه اوداروپايي ټولنوله يوشمېراخلاقي ناخوالونه نجات ورکړو.

د افغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزمشر تابه جرگې غړو،اوددې پرتمينی ادبي غونډي برخه والو!
داچې ستاسو په نوښت داغونډه رابلل سوې، دا یو ډیر پرځای او د ضرورت وړکار دی، زموږ ځوانان  له خپل هيواد اوکلتوري محيط نه بيل دمهاجرت په شرايطو کي سالمي روزنې اوتربې  ته ځانگړې اړتیا لري، ځکه په  خپل وطن او د لته په اروپا کي  دتعليم اوتربې دپروسې ټولي برخې  فرق لري.دارښتياده چي هره کورنۍ هڅه کوي خپلو اولادونو ته سالمه روزنه ورکړي .خو دا کار په خپل وطن کې زیات آسان وي ، امادلته په بهرکي دبېلابېلو لاملوله مخې يوڅه ستوزمن وي ،خوداټکی هم بايدله پامه ونه غورځول سي چې دلته مالي ،مادي اومعنوي امکانات اودروزنې هرډول توکي دافغانستان په پرتله زيات شته  اولاس رسی ورته ساده دی .
دافغانستان په اوسنيو زړه بوږ نونکوشرايطو کښي چي له هرې خوا زموږ غيرتي ولس دناخوالو،ناندريواو بدمرغيوسره لاس په گريوان دي ،هرلوري  دعلم اومعرفت پر خلاف گامونه پورته کيږي،ښونځۍ داورپه لمبوکي سوځي، تاسو دداسې يوې درنې اوعلمي غونډي  کوربانه ياست زموږ لپاره دزياتی خوښي اووياړ ځاي دی  . موږ داغونډه ددې سمبول  اوروښانه بېلگه بولوچي افغان ولس لکه دنړۍ نورو ولسونه دژوند په هيڅ ډول شرايطو کښي خپل راتلونکې  نه هيروي اودتل لپاره ديوې روښانه راتلونکي لپاره هلې ځلې کوي .
په بهرکي دفرهنگی ټولنوجوړېدل اودهغوي په ،مټ دځوان نسل سالمې روزنې ته جدی پاملرنه ئي روښانه بېلگه ده.
د هر ملت  ملي ځواک اوزور په همدې ځوانانوکې پروت دی چي دراتلونکی ټولنيز ژوند دملا تیر جوړه وي .
د ځوان نسل سالمه روزنه اودغې پروسې ته ځانگړې پاملرنه  په تېره  افغانانو لپاره یو تاریخي ضرورت دی ځکه هيوادوال مودقدرت پرسره دجگړې په اورکي سوځي اودولتي چارواکي مودځان غم خوري  اوجېبونه ډکوي ،نوربياداسلام له نامه نه په نارواگټه اخيستوسره دښوونځيوسوځولواوښوونکو وژلوته ملاتړلېده ،څوک وژني اوپر چاتېزاب پاشي .په همدې خاطرزموږ اوستاسو په هيوادکي  دښوونی او روزنی بهیر لاهم د خنډونو او مشکلاتونه ډک دي اوپه مليونوماشومان مودتعليم اوتحصيل له حق نه محروم پاته شوی . دبلې خواهره ورځ لولوچي ډله،ډله تحصيل يافته ځوانان اوعلمی کدرونه مودژوندي پاته کېدواواقتصادي ستونزوله امله بهردرومي ،ددې پر ځاي چي خپلوملي کدرونواودسوادخاوندانوته کارورکړه شي په افغانستان کي ټولي کمپنۍ ،شرکتونه او انجوگانې په ارزانه قيمت  اوياهم  دبهرنيوهيوادوپه ځانگړې توگه ايران اوپاکستان  په هڅونه له دغوهيوادونه خلک راوستل کيږي اودافغانانوپرځاي دوي ته کارورکول کيږي ،ان له ترکې اوهندوستان څخه  هم دخلکوپه ويناکارگراومسلکی کسان راوستل کيږي اودلته په افغانستان کي په دندوگمارل کيږي،چي داهم دازادبازاريوه له ستروډاليواوگټونه ده کوم چي زموږ ولس اوپه ځانگړې توگه ځوان نسل ورنه برخمن سوی دئ .
پدې ټول پوهېږوچي دیو ملت مادی جوړښت ممکن اسانه وي،خو دهغه معنوي جوړونه اسان اوساده کارندي ، یواځی رښتيانۍ اوعام  معارف اودځوان نسل سالمه  روزنه کولاي  شي هغه اباد اوجوړکړي .
د هیواد څخه بهر په افغانی ممیزات اومشخصاتو د ځوان افغان نسل روزنې ته لږپاملرنه ددې خطر لری چې يوځوان  پر خپل هویت بې باوره،هغه هیر اوله خپلې اصلي رېښې يعني مورني اوپلارني وطن  څخه بيگانه شي ،پدغسي يوه حالت کي انسان روحأ ځان رټلی اوله هرڅه نه بېگانه بولي اوکله ،کله خوئې شخصيت اواعتبارته هم تاوان رسوی . زه دسويډن دپوهانوسره موافق يم چي وايي مورنۍ ژبه دماشوم اوياپه عامه توگه دانسان شخصيت جوړوي ،ځکه خودوي په خپله ټولنه اوښوونځيوکښي دماشوم لپاره په مورنۍ ژبه دهغه پوهېدل دماشوم لپاره حتمی او اړين بولي .
زماله نظره دځوان نسل دسالمې روزنې پروسه دوې اساسی برخې لري چي يوه ئې تعليم اوبله ئي تربيه ده . دتعليم بنسټ په ښوونځيواوتربې بسټ په کورنۍ کښي ايښودل کيږي .
دواړې پديدې يواوبل سره تکميلوی يعني لازم اوملزوم دي ،خوتربيه دانسانانوپه ټولنيزواړېکوکښي ډيره حياتي ده .
که ديوې کورنی يوغړی خداي نخواسته دتربې له نعمت نه محروم وي نه يوازي داچي کورنۍ بلکي ټولنه په ستونزوورسره اخته وي . دبېلگې په توگه يوبې تربيه عالم ته څوک دقدرپه سترگه نه گوري خويوه باتربيه اودنيکواخلاقوحښتن نالوستی سړی ته خلک دقدرپه سترگه گوري اوصفت ئې کوي .
متاسفانه دلته په اروپاکي دتربې مسلې ته په ښوونځيوکشي کمه پاملرنه کيږي  ،دوي پدې باوردي که يوڅوک ښوونځۍ خلاصه کړي اويادعالي تحصيلاتوڅښتن وي په هرڅه خپله پوهېږي ،دوي دقانانو پلي کول دعالي تربې په معنابولي خوزموږشرقيانواوپه ځانگړې توگه افغانانولپاره عالي تربېه نوري برخي لري اوپه ټولنيز ژوندکي ديوه انسان تربې ته زياته پاملرنه کيږي  .ځکه بعضأ خلک وايي داپلانی سړی عالم دی خوچي ښه تربيه ئي درلوداي .داپدې معناده چي دهغه په انساني اړېکوکښي دغه برخه کمزورې معلومېږي . بله مسله چي چي زموږ لپاره يره حيای ده هغه داچي دبهرنۍ ټولنې يولړکلتوری توکي چي ددوي لپاره عادي اوددوي په کلتور کي منل سوی دئ خوزموږلپاره دهغه منل ستونزمن اوکله خوبېخی ناشونی وي  .
دلته په بهرکي دې ټکي ته پاملرنه ځکه حياتي ده چي يوماشوم له کلتوری ټکرسره مخامخ دی .کورنۍ  له ماشوم اوياځوان څخه يوڅه دښوونځی اوباندنی چاپېريال بيابل څه له هغه نه غواړي .
زموږ ځوانان له دوه گوني کلتورسره مخامخ دي، ددوي فکري طرز اوديدلوری  دوه گونی دي، ددوى عادتونه او صليقې دوه گوني دي،ويلاي شوددوي ټولي بشري اړېکې  دوه گونې  محتوی اوڅېره لري . په همدې سبب ځوانان د ژوند پر دوموازي کلتوري او فرهنگي لارو روان وي، او زموږ توقع هم هر وخت له دوى نه دا وي چې دا دوه موازي اوله توپيرونو ډکې لارې  بايديواوبل سره قطع نکړي . د ژبو،مذهبونو، دکوربه هيواد ټولنيز ، سياسي، اقتصادي او فرهنگي توپيرونواغېزې ، د دوي کورنی،تعليمي او تولنيز چاپېريال دومره ستونزمن اوکړکېچن  کړي چې کله ناکله  په دوه لاري (دوراهی) کي پاته وي او نه پوهېږي چې پرکومه لاړ سي .دوي ته لوری ورکول اوپدې پوهول چي پر کومه ولاړسي دموراوپلاراساسي دنده شمېرل کيږي ،سره لدې چي په ښوونځيواونوروتعليمی اوتحصيلی مؤسسوکي به هم پدې هکله دځوانانوسره تريوه بريده مرسته کيږي  .
په همدې ټکې باندي په پوهېدوسره دموراوپلار په ځانگړې توگه زموږ افغانانوپه منځ کي دپلاردنده ده چي دخپل ورځنی فارغ وخت زياته برخه له وړکتوب نه دخپل ماشوم سالمې رونې ته وقف کړي  .
دبېلگې په توگه که موږ په کورکي غواړودگل يو بوټۍ وروزوڅومره پاملرنې زياتي  ته اړتيالري ،داچي غواړو دسباورځې جوړونکی انسان وروزونوتاسو فکروکړی چي داڅومره له کړاونواوستونزونه ډک کاردی. دغې موخې ته رسېدولپاره زموږپه کورنيوکي په ځانگړې توگه پلاربايدترډيرو شخصی حو سونو،خواهشونو اوله خپلو زياتوغوښتنواوآزاديونه تېرسي ديوه شوارزو(شبانه روز) زياته برخه دخپل اولادروزنې ته بېله کړي ،همدا دليل دی هغه کورنۍ چي داولادوسالمې روزنې ته زياته پالمرنه کوي دلږو ماشومانوغوښتونکی وي، ځکه داخوارا گرانه ده چي دونفره دې(موراوپلار)  درې ،څلوراوياترهغه زيات اولادونه لکه څنگه چي اړينه ده وروزي .
ځوان نسل زموږ دټولني راتلونکې جوړوي ،په بل عبارت ويلاي شم چي ځوان نسل دبشري ټولني مادي او معنوي بنسټ دی . ددي خبري دثبوت لپاره لنډ دومره ويلاي شم چې که دنوي نسل سالمي روزني ته پاملرنه نه واي شوې دتمدن ددغه اثاروموجوديت او داوسنۍ نړۍ پر مختگ ناشونئ و، دا يو څرگند حقيقت دی چي دنوي نسل روزنه په فطری توگه په لومړې قدم کې د(( مور او پلار )) دنده اومسؤليت ټاکل شوئ دی .
مگر اړينه خبره داده چې يوازي دوالدينو طبعي پاملرنه او روزنه دځوان  سالم نسل دلرلو لپاره کفايت نه کوي ، همدا دليل دی چي په هيوادونوکي  دماشومانو اوتنکي ځوانانو دسالمي روزنې لپاره معينو علمي او دولتي انستيتيوتونواو ادارو ته دنده سپارل کيږې . په هره اندازه چې مادي او معنوي منابع دځوانسل د سالمي روزني لپاره ولگېږي په هغه اندازه يوه ټولنه دپرمختگ په ټولو پېچومو کښي گړندۍ پر مخ درومي .
ددغه عيني اړتيا اوبشري مسوليت له مخي ددولتي علمی اوپوهنيزو ادارواوسازمانوترڅنگ دټولو سياسي ، ټولنيزو او فرهنگي کړيو ملي او انساني دنده بولم  چې دځوان نسل سالمي روزني ته ځانگړې پاملرنه وکړې .
که دبشري ټولني غوڅ اکثريت پدي وتوانيږې چې راتلونکۍ نسل په علمي پوهه ، دملي مسؤليتونو او انساني حقوقو ددرک اودرناوی په روحيه وروزي په هغه اندازه به دمځکي دکري له زياتې برخې څخه د دي اوسنی روان بشري ناورين او ټولنيزوناخوالو پېڅول مخ پر ټولېدو وي .
داخبره ټولو ته څرگنده ده  چې زموږ په هيوادکي  دننه عالي تحصيلات  او يا هم بهر ته  دتحصيل لپاره دځوان لېږ ل داستعدادله مخې نه بلکي پلاراويائي له خپلوانوڅخه بل کوم څوک لږ تر لږه  بايدرشوت ورکړي ،کنه دغيب سړی زوي په کوردننه اوبهرکي دعالی اومسلکي تحصيلاتونه محروم دی اوکه دکوم چاپر سردبخت چوغه کښېنستل هغه چي تحصيل خلاس کړي کارورته نه پيداکيږي ،ځکه خوبهرملکونوته فرارکوي .
ولي  زورونکې خبره داده اوس چي دافغانستان په پرتله په بهر کي اوسيدونکو زلمولپاره دتعليم او تحصيل هرډول امکانات برابر دي بيا هم دعالي تحصيلاتو په مؤسسوکښي دافغاني  زلمو شمير ډير لږ  ترسترگوکيږي . داچي يوځوان لوړاومسلکي  تحصيلات نلري طبعي ده چي دهري بلي دندي سرته رسولو ته اماده وي . له بلې خوادردونکې  لا داده چې دلته دهرې ورځي په تيرېدوسره دناصا لحو ځوانانو قطار اوږدېږي ، چي دهغي پر پايله په کورنۍ او ټولنه کښي يو بل سردردونکی پرابلم رازېږي،دې ټکي ته بايد مور اوتاسوټول په گډه جدی پاملرنه وکړو. غواړم څرگنده کړم ددغه ناخوالي اوغميزي دله منځه وړلولپاره دخپلو ملي اوعنعنوی کلتوی ټکواوله هغوي نه دسالمې استفادې په پايله کي ددې ناخوالي کمبله  په گډه يودبل په مرسته رانغاړلاي سو.
زماپه باوردداسي غونډوله جوړېدونه موخه هم همدا ده چي والدين او ځوانان دغه اساسي ټکي ته په پاملرني سره چې ولي دلته دمالي اومادي امکاناتو په لرلو سره مور او پلار ځوانان دعالي تحصيلاتو تر سره کولو ته نشي هڅولاي؟ او ولي ځوانان دعالي تحصيلاتو دترلاسه کولو ليوال نه دي ؟ جوړېږي  تڅوپر ټولواړخوئي خبري وشي اودحل يوه لارورته وموندل سي .
که چيري زموږ ځوانان دلته سالمه تربيه ،علمي او مسلکي پوهه  تر لاسه کړي له يوې خوابه خپلي کورنۍ ،کوربه هيواداوکېداي سي خپل هيوادته هم گټورتمام سي .
زما په نظر دا ډيره دردونکې ده چې په بهر کي زلمي (( ۹۰)) په سلو کښي يوازي دښوونځيو په فارغېدو قناعت کوي، اړينه يې بولم په هر ډول چي کيږي والدين خپل اولادونه دعالي اومسلکي تحصيلاتوته وهڅوي ، داکارشونی دئ، ځکه داسي فاميلونه شته چې اولادونه يې له يوه سره عالي اومسلکي تحصيلات کوي.
 په اروپايي هيوادو او په ځانگړې توگه سويډن کې د ماشومانو اوځوانانو لپاره دتعليم او تحصيل بهترين امکانات برابر دي . ددې لپاره چې افغان کډوال څنگه وکولای شي داروپايي هيوادو دتعليمي اوتحصيلي پراخو امکاناتو څخه اړينه اوپرځای استفاده و کړی ، او والدين دخپلو ماشومانوپه روزنه کې څومره اوڅه ډول مکلفيتونه لري پداسي غونډوکي پردغومسائيلوژوربحث حياتي ارزښت لري.
اوس موږ دلته اوسو، زموږ دحقوقي مسؤليت له مخي که ځوانان وهڅول شي چي دافغانستان او سويډن هيوادوپه سياسي ، اقتصادي ، فرهنگي او ټولنيزوچاروکښي فعاله ونډه ولري دابه يوستر انسانی خدمت وي .
دې ټکې ته هم گوته نيول خپله ملي دنده بولم چي اوس له بدمرغه يوشمېر افغانان  چي دنړۍ په بېلابېلو هېوادو نوکې اوسېږي له دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي  چې دډېرو په کورونوکې د دوی مورنۍ ژبه مړه  اود لیک او لوست نه لوېدلې ده اوياخودمړه کېدوپه حالت کي وروستۍ سلگی وهي .
ددې لپاره چې له دې ملي اوفرهنگي ناورین او راپېښې غمیزې نه ځان وژغورو دکورنيو اوفرهنگی ټولنو پام دغو ټکوته اړين بولم  :
۱- ددې لپاره چې په بهر کې زموږ  ماشومان او تنکي ځوانان له ملي کلتور نه پردي او بېګانه نشي پکار ده چې خپله مورنۍ ژبه خوندي کړي .په کورکي په بله ژبه خبري کول کدغن سي اوپه مورنۍ ژوبه دخپلو ماشومانو ليک لوست ته جدي پاملرنه وسي . مور او پلاردا دنده لري چي خپلوماشومانو ته په  مورنۍ ژبه  د فلکوریکو کیسواو اولسي افسانو له لارې د خپل هېواد د ملي کلتور ښېګڼې اوتاريخ  ور په ګوته کړي.
۲- د هېواد د ملي او تاریخي ورځو نمانځنه او په دا ډول نمانځنو کې د ماشومانو او ځوانانو ونډي ته په پرتلیزه توګه زياته پاملرنه اړ ينه  ده . ددغو ورځودلمانځلوپه مراسموکي بايد ځوانانو ته دنده وسپارل سي چي په خپله مورنۍ ژبه دمحفلونوگډونوالوته معلومات ورکړي .داکارډيري گټې لري خودوې ئي دادي چي يوبه دوي په خپله ژوبه دليکلو اولوستلوسره عادت شي اوبل به ئي پدې برخه کي تاريخي پوه اومعلومات زيات شي .
۳- د امکان په صورت کې د مورني ژبوکورسونوته زياته پاملرنه  او دکلتوري ټولنو لخوا د یو شمېر داسې کسانو رابلل چي هغوي وکولاي سي دوي ته په مختلفوبرخو کي معلوماتونه ورکړي  . له یوې خوا به په وړو غونډوياکورسونوکي دداسي کسانوگډون ددوي لپاره يوژوندی مثال اودهغه دتيرسوی ژوندبيا ن ياسرگذشت يوه ژوندۍ نمونه وي اودبلې خوادهر عالم اوپوه سړی سره ددوي ليدنه ددوي پرپوهه مثبت تاثيرلري اوهمداشان  دوي دخپل هېواد له ملي کلتور او ویاړلي تاریخ سره اشنا کيږي.
۴- په اروپا او لویدیز هېوادونو کې د افغانانودکلتوري ټولنو له خوا ددعلمي اوادبي غونډواومشاعروجوړول اړین ځکه بریښي چې په همدې غونډوکي په خپله مورنی ژبه دهرڅه اورېدل  دځوانانو په روان اومغزو ژوره اغېز ه  ښندي ،ښه به لاداوي چې پدغومحفلونوکي هم دماشومانواوتنکيوځوانانودفعال گډن ونډه  ډېره وي .
نن  پدې ليکنه کښي زما موخه دانه ده  چي ددې ژورې حياتي اوڅوبعدي  مسلې ژوره  څېړنه  وکړم ، تنها ددغو څو ټکو په څرگندولو سره مي غوښتل دغونډي درنوبرخه والو پاملرنه ددې ستر او تاريخي مسؤليت سالم درک اودهغه تر سره کولو ته راواړوم . پدې پوره باور لرم چي دغونډې برخه وال دموضوع وتاريخي حسا سيت او ارزښت ته متوجه دي . ډير خوښ يم چي دغې موخي ته د رسېدولپاره  دادی دمالمو په ښارکي دفرهنگی ټولنوپه نوښت  يوپه بل پسې علمي غونډي او کنفرانسونه جوړېږي.
زه يوځل بيا تاسو ددې درني غونډي جوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي او فرهنگي چوپړ کي دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونوهيله کوو . ومن الله التوفيق