د ناکامو تجربو تکرار،‌ خو د متفاوتې نتېجې تمه؟

د ناکامو تجربو تکرار،‌ خو د متفاوتې نتېجې تمه؟


  • 4 اونۍ دمخه (07/11/2021)
  • سيد شاه سقيم
  • 149

د نيمې غرقې بېړۍ پر دړه؛

د ناکامو تجربو تکرار،‌ خو د متفاوتې نتېجې تمه؟

 

سيد "شاه"

زه دا درک کوم چې وطنوال مې اوبو اخيستي، ځګ ته هم لاس غځوي، په دروغجنه ډاډګېرنه به مې ستاينه وکړي، خو ما ته دې څوک ووايي،‌ کوم طبيب د سرطان د رنځور له خواخوږيو، د هغه د ناعلاجه رنځ راز پټ کړی؟ 

زما تمه تمامه ختلې، خو د توپان تر راتګ وړاندې مې هم چيغې کړې چې ناورين را روان دی، ناخدا بې‌خوده دی،‌ بېړۍ ډوبېږي، خو چا مې چيغې وا نه ورېدې. 

همدا ته راته ووايه! يوه نادان ماشوم ته په دوو ازموينو کې عيني سوالونه راځي‌ او دغه ناکامياب هلک کال وروسته هم دويمه پارچه کټ کټ د تېرې په څېر ډکوي او ښوونکي ته يې سپاري، له پايلې يې متفاوته تمه لرې؟

له موږ به ځينې د وطن‌پرستي ټټر ډبوي، خو وطن‌پرستي بل څه ته وايي،‌ دا موږ چې يې کوو، دا له خاورې سره خيانت، له ځان سره ظلم او له وجدان سره دښمني ده. مثلا د وطن‌پرستي يوه بڼه دا هم ده چې د وطن له تاريخه عبرت واخله، ناکامې تجربې مه تکراروه. ته که د خاورې د اولاد په توګه خپلې شېرينې مور ته زهر ورکړې او بيا يې مرګ نه منې، د ادې اروا به لعنت درباندې وايي. 

درې سوه نه، دېرش کاله وړاندې شهيد ډاکټر نجيب الله د سولې تر اعلان وروسته پر حکومت د ملي وحدت حکومت نوم کېښود، تا دېرش کاله وروسته حکومت په همدې نامه اعلان کړ. 

هغه دوستم په خوا کې ونيو، تا هم ونيو، شمال ټلواله اپوزيسيون ته لاړه، له تا هم لاړه، هغه وخت د ملي وحدت حکومت له پاکستان سره ماتې اړيکې کوشير کړې، ای‌ايس‌ای حکومت ته په پوځ کې د خپلو جاسوسان ليسټ ورکړ، تا هم اړيکې ورسره ورغولې. ناولي تړونونه او سفرونه دې ورسره وغځول. 

هغه وخت د حکومت د سر کسان په دوو سرو وېشل شوي ول، تا هم دوه سره ورکړل. 

ډاکټر نجيب د ګارنېزيون په نامه د سرتېرو ګډې ډلې جوړې، دېرش کاله وروسته تا بيا په په همدې نامه جوړې کړې. هغه وخت ملېشې جوړې شوې، تا بيا پر ملېشو وسلې او پيسې غبرګې، په دواړو موټانو وېشلې. ملېشو هغه وخت هم د هېواد د وينې رګونه کنګل کړل، له تا یې هم سر واخيست،‌ خو بيا دې هم لاس وا نه خيست. 

هغه مهال سوکه سوکه ولسوالۍ يو په بل پسې له واکه ووتې، له تا چې ووتې، د سراعلی قومانداني جلسې دې هم پسې پارچاوې کړې. 

دېرش کاله وړاندې توپکيانو د وطن لارې ونيوې، داړه داړه به پرې ولاړ ول، خلک به یې کښته کول او بيا یې وروسته باردار موټر هم له نيمې لارې ګرځول، پر تا چې دا وشول، عبرت خو دې وا نه خيست، د لويو لارو پوستې دې هم راټولې کړې. 

هغه وخت توپکيانو پر لويو لارو له موټرو قلنګ اخيستل پيل کړل، تا دېرش کاله وروسته په ښارونو کې هم فاسدانو حاکمانو ته پړي پسې ورخوشې کړل. 

درې لسيزې وړاندې ډېورنډ ته پر څېرمه ولسواليو د کرښې له پورې غاړې بريدونه پيل شول، پر تا چې د توغنديو باران چالان شو، سر دې په شګو ننه ايست او له شا دې غږ راووت چې کشاله په ډيپلوماسي حلوم. 

له پاکستان سره اړيکې ورځ‌ تر بلې بترې شوې، ډاکټر نجيب د وطن يا کفن چيغه پورته کړه، ستا هم اړيکې ورسره خرابې شوې، خو د پاکستان خواخوږي دي لا ونازول. 

نجيب خو ښه و د ننګرهار جګړه یې وګټله، پر وطن یې سر کېښود، تا خو غورې دربې وکړې او چې د ننګ وخت راغی، جنګ دې پرېښود، اخير دې سر سلامت وايست، خو بېخ دې وخوت. 

هغه وخت دوستم له حکومته لاره بېله کړه او د نظام پر ضد شو، ټلوالې پاکستان ته غېږه ورکړې وه، له تا دوستم هم بيا ولاړ، خو لا دې سر خلاص نه شو. 

تاريخ نور څه درسره وکړي؟ لا څومره او څو واره هماغسې کټ مټ درباندې تکرار شي او ته به لا څو واره د وخت د دغه تجربه کار استاد د ازموينې پارچه په ناکامو ځوابونو بیا بيا ډکوې او له صحنې به ولاړېږې؟

تا ته خو د ولسمشر نوم هم په لږ توپير کټ مټ هماغه و، دېرش کاله وړاندې ډاکټر نجيب احمدزی، دېرش کاله وروسته ډاکټر غني احمدزی، اما تا بيا هم عبرت وا نه خيست. 

هغه مهال دښمنان هم تر اوس کم ول، خو نظام چپه شو، ادارې وپاشل شوې، کورنۍ خونړۍ جګړه پيل شوه،‌ لوږه پر خاوره وغوړېده، عزتونه او ناموسونه پايمال شول او افغان انسان د نړۍ پر لوېشت لوېشت خاوره، بېل بېل ورټل شو، اوس نه يوازې هماغه پخواني توپکيان ژوندي ګرځي، لس او شل نور تر دوی خونړي هم پر وسله لاس تېروي. 

دوه کاله وړاندې مې د ورته يوې ليکنې پای دغه ټکي وو؛

"کلونه وروسته تاريخ بيا تکرارېږي. د ساعت عقربه سوکه سوکه د سقوط نقطې ته نږدې کېږي. موږ لکه پر ټايم بم چې سپاره يوو، هره لحظه چې تېرېږي، د انفجار وخت رالنډېږي. زموږ لاسونه او پښې د خپل حماقت په رسۍ تړلي او د خپلې خودخواهي په چاړه، لکه د قرباني اوښ، اووه واره حلالېږو."

که ته اوس هم عبرت نه اخلې، خدای درکړي لاس او پښې نه وهې، د پېړيو خوب دې لا پوره نه بولې، د دې شکېدلي ګرېوان پر خوا دې نه ګورې او له ورکړې ازموينې، د متفاوتې نتېجې تمه لرې، چا ته به د ملامتيا ګوته نيسې؟

وطنداره! بېړۍ نيمه ډوبه ده، دا ځل اوبه بې‌حده ژورې دي، تر لېرې لېرې د ساحل څنډې هم نه ښکاري او د توپان له را روانو څپو، حتا د وحشت هم وېره کېږي. 

د را روانې تورې شپې لپارہ ویر دی په کار

دا د ماښام سايې د اوښکو څراغونه غواړي

 

داغ د خپل جبر، پر لمنه لګولای نه شي

ظالم د خپل ظلم اثبات کوي سرونه غواړي