د زده کړو برخه کې له سعودي سره د تړون لاسلیکیدل

د زده کړو برخه کې له سعودي سره د تړون لاسلیکیدل


  • 4 مياشتي دمخه (22/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 118

بهرنیو چارو وزارت وایي افغانستان او سعودي عربستان د زده کړو برخه کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې دغه هوکړه لیک د محمد حنیف اتمر او سعودي عربستان د پوهنې وزیر ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې به یې د دواړو هیوادونو ترمنځ روزنیزې همکارۍ زیاتیږي او دغه راز به افغانستان کې مینه والو ته د عربي ژبې د زده کړې زمینه برابریږي.

د خبرپاڼې له مخې د بهرنیو چارو وزیر په دغه لیدنه کې د سعودي عربستان له خوا په علمي او تخنیکي برخو کې د افغانانو د مسلکي روزنې او دې برخه کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.

دغه راز د سعودي عربستان د پوهنې وزیر هم ټینګار وکړ چې هیواد یې چمتو دی افغان زده کوونکو او محصلینو ته د لیسانس او ماسټرۍ برخو کې د زده کړو بورسونه زیات کړي او دغه راز دوي ته د تخنیکي او تخصصي زده کړو زمینه هم برابره کړي.