کریمه بلوڅ په کاناډا کې مړه موندل شوې

کریمه بلوڅ په کاناډا کې مړه موندل شوې


  • 1 کال دمخه (22/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 334

 

د بلوڅانو د حقونو فعاله کریمه بلوڅ په کاناډا کې مړه موندل شوې ده.

د بلوچستان د محصلینو د سازمان پخوانۍ مشره او د بشري حقونو فعاله، کریمه بلوڅ د یکشنبې په ورځ له خپل کوره بې درکه شوې وه، خو تیره ورځ یې مړی موندل شوی دی.

پولیس وایي ۳۷ کلنه کریمه بلوچ، د تیرې یکشبې په ورځ‌ د کاناډا د (بې سټریټ) او (کوې ویسټ) سیمو کې لیدل شوې ده، خو له هغه وروسته چا نه ده لیدلې.

 تر اوسه د کریمه بلوچ د مړه کیدو علت او څرنګوالی نه دی روښانه.