له پاکستان سره لوبه او د افغان لوبډلې اساسي ستونزې

له پاکستان سره لوبه او د افغان لوبډلې اساسي ستونزې


  • 1 مياشت دمخه (30/10/2021)
  • جعفر هاند
  • 84

پاکستان وګټله او افغانستان وبایلله. کریم جنت ښه بالینګ ونکړای شو خو د پاکستان محمد اصف ښه بېټېنګ وکړ، او افغانستان لوبه وبایلله. دا درېیم ځل دی چې افغانستان په دوو نړیوالو جامونو او یو د اسیا په جام کې له پاکستان سره مهمې لوبې د خراب باولینګ له کبله بایلي. مسلکي او خپل هېواد او ملي ګټو ته ژمن اشخاص او ژمنې ادارې له هرې وړې او لویې تېروتنې غټ درس اخلي، د مشکل حل پیدا کوي او آینده کې یې بیا نه تکراروي، مګر ولې افغانستان له یوې سوړې په وار وار چېچل کیږي؟؟

مشکل له کوم ځای څخه پیل شو؟

کله چې د نړیوال جام لپاره  دلوبډلې لپاره د لوبغاړو نوملړ (سکواډ) جوړېده، مشکل له هماغه ځای څخه جوړ شو. د راشد ټېنګار دا و چې د دوو دریو مجربو او مسنو لوبغاړو پرته نور ځوانان وټاکل شي چې لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسېږي، خو د بورډ نوي مشرتابه له مصلحت څخه کار واخیست، د ځینو مجربو او مسنو لوبغاړو په موجودیت یې ټېنګار وکړ چې راشد استعفا وکړه او موږ د دغه مصلحت لومړی او تریخ غړپ له پاکستان سره په لوبې کې وکړ. افغانستان چې کله هم لوبه بایللې ده اصلي علت یې د لوبډلې په جوړولو کې ملګرتیا، مصلحت او جوړجاړی دي، په دې مانا چې لوبډله د استعداد په اساس نه جوړیږي. دا د مصلحتونو او جوړ جاړیو د عواقبو لړۍ ده چې روانه ده. په دې مسئلې باندې په «جمهوریت» کې هم ډېر غږېدلی یو، او په «امارت» کې به مو هم خولې ستړې شي. ټول نظام نسکور شو، انقلاب راغی، خو په افغان کرکټ کې دا مشکل لکه ونه مستقیم په خپل مکان دی او لا پسې زیات شو او مشکل جوړوونکي غښتلي شول. البته له سکاتلنډ او د سکاتلنډ د کچې له لوبډلو څخه د لوبو ګټل بری دی، خو ډېر غټ نه دی، افغانستان چې نړیوال کرکټ ته داخل شوی دا ټیمونه ماتوي او ماتولای شي

 

د پاکستان سره لوبې کې اصلي ستونزې؟

د افغانستان د سر توپ وهونکي یو ځل بیا په بشپړ ډول ناکام ثابت شول. حضرت الله ځاځی د خرب او ترپ لوبغاړی دی، خو موږ ګورو چې پرمختګ کوي، ځوان دی او آینده لري، که ودرېده ښه پیل کوي که نه،‌ هېڅ. کرکټ کې باید د پیل لوبغاړي داسې توکلي نه وي، مطمین او ثابت لوبغاړی وي. بدیل یې ډېر لرو. شهزاد محمدي په تېرو دوو تمریني لوبو او دوو رسمي لوبو کې یوازې د وېسټ انډیز خلاف لوبه کې پنځوسیزه کړې. نور یې کومه توره نه ده کړې. د هغه وزن د تېزو بالرانو د لوبولو لپاره برابر نه دی او نه هم هغه پخوانی شهزاد دی. اصغر افغان بیا په تېرو دریو لوبو کې ټولې ۳۰ منډې نه دي کړې، مګر بیا هم مسلسل د لوبو چانس ورکول کیږي او لوبېږي. بورډ کې څوک شته چې دا جرات وکړي او د دغو ښاغلیو د مسلسلې لوبېدو په اړه وضاحت ورکړي او پوښتنه وکړي؟ 

 

ولې ځینې مجرب لوبغاړي

ما څه موده مخکې د بورډ له مشر عزیزالله فضلي سره په مرکې کې همدا پوښتنه وکړه، د هغه دلیل دا و چې دغه ځينې لوبغاړي د اماراتو په پچونو کې ښه ځلېدلي، مجرب دي او ښايي د ځینو مسنو لوبغاړو وروستۍ لوبې وي او تقاعد شي. لږ تر لږه ما ته دا دلیل یوازې دا نه چې قناعت بخښوونکی نه و، بلکې حیرانوونکی هم و. دوی ښه بېټېنګ ونکړ او افغانستان چې باید باید تر ۱۵۰ منډې اړولای وای، ویې نشو کړای. 

 

د یو بالر کموالی

د پاکستان سره د لوبې د ماتې یو بل عمده علت د یو تېز بالر او یا هم ورو توپ اچونکي کموالی و. البته محمد نبي هم په ښه شکل سره د مجیب، راشد او خپل اورونه تنظیم نکړای شول. وروستي درې اویا دوه اورونه (ډیت اورونه) یې باید ځان او راشد ته پرېښی وای. کریم جنت زموږ جنوین بالر نه دی چې ډیت اور دې پرې وشي؟ نبي کولای شول چې دوه اورونه یې په کریم جنت کړی وای او دوه یې په ګلبدین کړی وای. البته د اتم او ۱۴م اورونو په منځ کې باید د دوی اورونه اېستل شوي وای. خو نبي خپل اورونه واېستل؟ د کریم جنت بدیل و؟ هو، فضل حق او یا شرف الدین. لږ لاندې پرې غږیږو.

 

شهزاد او اصغر که عثمان او حشمت؟

د افغانستان په نوملړ کې عثمان غني او حشمت الله شهیدي هم شته. عثمان غني د پیل توپ وهونکی او حشمت مډل ارډر توپ وهونکی دی. که شهزاد او اصغر لس کاله نور هم کرکټ وکړي، د افغانستان آینده نه دي، د هغوی عمر او فټنس نور د کرکټ نه دي، تشې تجربې لوبې ګټلای نشي. 

مګر بر عکس عثمان غني او حشمت شهیدي د افغانستان آینده دي، ځوانان دي او تر دې دواړو ډېر غوره دي. د پاکستان سره په لوبه کې په کوم ځای کې چې اصغر افغان او یا د هغه ورور کریم جنت توپ وهنې ته راووت، دا ځای بیخي د حشمت الله شهیدي و. د پاکستان سره لوبې کې د حشمت شهیدي نه لوبول لویه تېروتنه او لویه جفا وه! افغانستان تر فشار لاندې و او د پاکستان بالرانو له هرې خوا یرغلونه کول، مګر یو افغان توپ وهونکی هم داسې نه و چې ودریږي، ویکټه وساتي او ورسره ورسره یوه- یوه منډه وکړې او منډې روانې وساتي. دا کار حشمت الله شهیدي کولای شول. هغه د همداسې لوبو لوبغاړی دی. شهزاد محمدي داسې دی چې سترګې پټې او بېټ تاو کړه یا شاټ یا اوټ، موږ په مهمو لوبو کې دا دویم ډېر ګورو. 

مګر عثمان غني داسې نه دی، هغه ځوان دی که یوې او دوو لوبوکې ونه چلېږي، نورو کې چلیږي، پخیږي او تر ټولو مهمه دا چې آینده لري. ما سره او ښايي‌ د کرکټ ډېرو مینه والو سره دا پوښتنه وي چې ولې په دوو تمریني لوبو او دوو رسمی لوبو کې عثمان غني او حشمت الله شهیدي ته چانس ورنکړل شو؟ زه ډاډه یم چې که دوی ته په دوو لوبو کې چانس ورکړل شوی وای، دوی به ثابته کړې وای چې په لوبډلې کې لوبېدل او ځاییدل یې بیخي حق دی.  د دوی دواړو نومونه په سکواډ کې شته، خو هماغسې یې سکواډ کې بند کړي دي. په عثمان باندې فیلډېنګ کوي او حشمت باندې اوبه چلوي. که چانس نه ورکوئ، بیا مو ولې په سکواډ کې اخیستي دي؟ 

 

فیلډینګ

افغانستان له پاکستان سره ښه فیلډینګ ونکړ. په اولو اورونو کې رحمان الله ګربز ونشو کولای چې بابر اعظم په منډو کې وسوځوي (رن اوټ کړ). هغه هڅه وکړه، خو نښه یې سمه نه وه، بس ستا یوه تېروتنه د مقابل لوبډلې د بري چانس زیاتوي. نوین الحق هم د بابر یو کیچ وغورځوه. مهمه دا چې پاکستان توپ وهوونکي په ډېرې اسانۍ سره یوه-یوه منډه کولای شوای او دا کار د هغوی د منډو لړۍ روانه وساتله. داسې ځایونه کې به یې منډې واخیستې چې که له بلې لوبډلې سره یې لوبه وای، شاید دوه درې لوبغاړي یې اوټ کړي وای. مجرب لوبغاړي همدې ته وايي!

 

تېز او ورو توپ اچوونکي 

څو میاشتې مخکې چې کله له پاکستان سره د افغانستان د یوې ورځنیو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ جوړ شوی و، په هغه کې فضل حق، عبدالرحمن، نور احمد لکڼوال او صدیق اتل هم غوره کړل شوي‌ وو. صدیق اتل چپ لاسی اوپنر دی. عبدالرحمن بالینګ الراونډر دی او فضل حق بیا چپ لاسی تېز بالر دی. دا یو ښه زیری و چې افغانستان په ځوانانو باور کوي او ځوانانو ته جرات ورکوي، خو د امارت په راتګ سره بېرته زوړ ملا او زړې تراوېح شوې. .‌ عبدالرحمن داسې بالر دی چې سوینګ او یارکر کولای شي او که مسلسل چانس ورکړل شي، ډاډه یم چې د حمید حسن په څېر یو بالر ترې جوړېدای شي، بېټېنګ هم کولای شي. فضل حق خو  ټولو لیدلی دی چې تېز چپ لاسی توپ اچوونکی دی د بال سرعت یې تر ۱۴۰ پورې دی. دوی یوازې دا نه چې ښه استعدادونه دي، د افغانستان د کرکټ اینده هم دي، ځکه چې ځوانان دي. 

 

استعداد او سکیل

هغوی چې وايي افغانستان په توپ وهونکي او توپ اچوونکي نلري، یا خبر نه دي، یا نپوهېږي او یا نغواړي چې لوبډلې ته ځوانان راشي. په یاد ولرئ چې یو استعداد دی او بل سکیل یا تجربه ده. افغانستان کې استعدادونه ښه پریمانه دي، خو تجربه کمه ده. تجربه په لوبو او په چانس ورکولو ترلاسه کیږي، مګر چې کورنی کرکټ نه وي او نړیوالو لوبو لپاره ځوانانو ته چانس ورنکړل شي، دا ځوانان به خاورې وځلیږي، وغوړیږي او تجربه ترلاسه کړي. قیس احمد، شرف الدین اشرف، نور احمد لکڼوال، یوسف ځاځی، ساپی، عظمت او یو شمېر نور لوبغاړي خورا ښه استعدادونه دي، خو ته صبر چې خدای پاک مسن لوبغاړي تقاعد کړي؟!

 

د افغانستان روزونکي

افغانستان تر نړیوال جام مخکې د استرالیا پخوانی تېز بالر شان ټایټ د توپ اچوونې روزونکی وګماره. همدغه راز یې د انګلنډ مخکنی روزونکی فلاور هم مشاور ټاکلی دی. د جنوبي افریقا پخوانی لوبغاړی مو سر روزونکی دی. مګر موږ نه په فیلډینګ کې کوم پرمختګ ولیده، نه تیز بالینګ او نه هم بېټېنګ کې. د لوبغاړو فټنس خو ماشاءالله په خپله ځان ښکاره کوي؟ دا هر روزونکی د میاشتې زرګونه ډالر معاش اخلي. څومره اسانه وظیفه او څومره ښه معاش!

 

نچوړ

که د افغانستان کرکټ بورډ د لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي یو قوي سیستم جوړ او پلی نکړي او د «ملګرتیا او خودخواهۍ» په ځای استعداد ته ځای او چانس ورنکړي، د افغانستان کرکټ پرمختګ نشي کولای. د کرکټ بورډ په مشرتابه کې باید وطن او کرکټ ژمن، متعهد، په مدیریت او کرکټ پوه او قاطع کسان وګمارل شي. داسې کسان چې له لوبغاړو سره د حساب او کتاب جرات او وړتیا ولري. لوبغاړي د افغانستان ستوري دي،‌ خو دا په دې مانا نه چې تر قانون لوړ او د حساب او کتاب څخه بري دي. نويو ځوانانو ته چانس ورکړي، که څو لوبو کې ونه ځلېدل اینده مو تضمینیږي. دا د پاکستان شاهین اپریدی چې د افغانستان تر ټولو مجرب لوبغاړي محمد نبي پرې یوه شپږیزه هم ونشوه وهلای، دا څو کاله مخکې زموږ د ۱۹ کلنو له لوبغاړو سره د اسیا په جام کې و. دا ابراهیم ځدراڼ او ګربز پرې داسې لوبې کوله چې خوند یې درکاوه. خو پاکستان کرکټ بورډ کې مسلکي، متعهد او ژمن خلک ناست وو، دا غمی یې پیدا کړ، صیقل یې کړ او داسې یو بالر ترې جوړ کړ چې اوس د پاکستان د توپ اچوونې د ملا تېر بلل کیږي. دا نور هېوادونه خوشي په خوشي مخکې نه دي. 

را روانو لوبو کې که دوه بدلونونه راځي، هغه باید د شهزاد او اصغر نه لوبول وي. د کریم جنت بالینګ ته په کتو، هغه باید په خپله روزونکو ته ووايي چې نور یې لوبډلې کې وانخلي.

 

یادونه: موږ که په لوبغاړو انتقادو کوو، باید یوازې د هغوی په لوبو او خرابې کارګردګۍ باندې انتقاد وکړو. له لوبو وراخوا، نباید د هېڅ لوبغاړي په شخصیت او حیثیت باندې انتقاد او یا لفظي برید وکړو.