سپینه ماڼۍ: بایډن له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پرېکړه تر ټاکلې نېټې مخکې اعلانوي.

سپینه ماڼۍ: بایډن له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پرېکړه تر ټاکلې نېټې مخکې اعلانوي.


  • 2 مياشتي دمخه (10/04/2021)
  • خالد سهار
  • 190

سمسور (شنبه - د وري - ۲۱) سپینه ماڼۍ وایي د امریکا ولسمشر جو بایډن به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه تر ټاکلي ضرب‌الاجل دمخه چې د مې لومړۍ نېټه ده، اعلان کړي.

هغې دا څرګندونې د اپرېل پر اتمه په واشنګټن کې خبریالانو ته کړې دي، چې د ولسمشر د پرېکړې تر اعلان دمخه زه څه نه وایم. تمه لرم چې د مې تر لومړۍ د مخه‌ یې په خپله له ولسمشر څخه واورئ. 

د سپینې ماڼۍ ویاندې یادې مسئلې ته په اشارې سره ویلي،  چې په دې اړه له څو اوونیو راهیسې ډیپلوماتیکې هڅې او له طالبانو سره خبرې روانې دي.