روسیه: افغانستان کې باید د ناټو پاتې وسلې د ناسمو موخو لپاره ونه‌کارول شي

روسیه: افغانستان کې باید د ناټو پاتې وسلې د ناسمو موخو لپاره ونه‌کارول شي


  • 5 ورځي دمخه (12/10/2021)
  • خالد سهار
  • 76

روسیه وایي، په افغانستان کې دې د ناټو او امریکا له پاتې وسلو د ورانکاره موخو لپاره ګټه نه اخیستل کېږي. 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې د ناټو او امریکا د پوځي وسلو او تجهیزاتو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د ده په خبره، چې د ناټو په بېړه تګ په افغانستان کې ګډوډي رامنځ ته کړه، چې له امله یې د دغه بنسټ ډېری  وسلې او پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شوي دي. 

هغه زیاته کړې، له دغه وسلو او مهماتو باید په ورانکاره فعالیتونو کې ګټه وا نه خیستل شي او ښه ده، چې په افغانستان کې دایمي ثبات وساتل شي.  

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، طالبانو ژمنه کړې، چې د نشه يي توکو پر وړاندې به مبارزه کوي، په ګاونډیو هېوادونو کې بې ثباتي نه غواړي او د یو ټول شموله حکومت رامینځته کولو هڅه کوي؛ خو په وینا یې، چې د دې ژمنو پوره کولو لپاره څېړنه خورا مهمه ده. 

د جمهوریت تر سقوط وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکا وسلې او تجهیزات د طالبانو لاسونو ته لوېدلي دي. 

د راپورونو له‌مخې، چې ملیاردونه ډالر د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو پر تجهیزاتو مصرف شوي دي.