هرات کې په تېرو ۳ میاشتیو کې ۴۵۰ مجرمین نیول شوي

هرات کې په تېرو ۳ میاشتیو کې ۴۵۰ مجرمین نیول شوي


  • 2 کاله دمخه (03/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1595

 پولیسو هرات کې د تښتونې، ترهګریزو بریدونو، رشوت او غلا په تور ۴۵۰ تنه نیولي او همداشان یې د نشه یي توکو شپږ کارخانې له منځه وړي.

د هرات امنیه قومنداني قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي نن په خبري غونډه کې ویلي، چې پولیسو په تېرو دریو میاشتو کې د تښتونې، غلا، ترهګریزو بریدونو کې لاس درلودلو، رشوت او  ځینو نورو جرمونو په تړاو ۴۵۰تنه نیولي.

نوموړي ویلي، چې په یادو عملیاتو کې۷۰ بېلابېلې وسلې، ۶۵ موټرسایکل، ۵۰ موټر، ۲۰ لاسي بمونه، ۳ مخابرې، او دوه دوربینه هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي. 

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې لس تنه یې د انسان تښتونکو له منګولو خلاص کړي، او ۱۷ تنه نور یې په دې تړاو نیولي دي.

ستانکزي زیاته کړې، چې په ۷۰ بېلابېلو عملیاتو کې ۲۵۰ وسله وال وژل شوي، ۲۰۰ تنه ټپیان شوي او ۲۴ نور یې نیولي دي.

د ده په وینا، پولیسو په تېرو دریو میاشتو کې د طالبانو ۱۵۰ ماینونه، چې د ملکي وګړو د تګ راتګ په لارو کې ځای په ځای شوي و، کشف او شنډ کړي.

نوموړي ویلي، چې په ۸۰ بېلابېلو عملیاتو کې هرات کې ۱۴۰ تنه یې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي، او د نشه یي توکو شپږ کارخانې یې له منځه وړې دي.