سمنګان کې د یوه کیبلي پله د جوړولو کار بشپړ شو.

سمنګان کې د یوه کیبلي پله د جوړولو کار بشپړ شو.


  • 5 مياشتي دمخه (17/06/2021)
  • عبدالرازق اخنزاده
  • 268

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د څه باندې ۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د یوه کیبلي پله د جوړولو کار د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لوري بشپړ شوی دی.

سرچینه وایې یاد پل ۴۰ متره اوږدوالی او ۱.۵ متره پلنوالی لري، په دې پروژه کې د ۸۰ مترو په اوږدوالي او ۲.۵ مترو په لوړوالي د یوه محافظوي دېوال جوړول هم شامل دي.

دغه پل د سمنګان ولایت د خرم اوسارباغ ولسوالۍ اړوند په چهارسنګ او کنده کلان کلي کې جوړ شوی دی.