د لغمان چارواکو لغمان چور کړ


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • پوهنمل رحیم اله الکوزی
  • 269

د شورويانو په مهال به چې د چا روسي ژبه زده وه نو د همدې معیار  له مخې به نن مدیر سبا رئیس  او بیا به والي وټاکل شو.
اوس چې څوک په انګلیسي ژبې لږوزیات  پوهیږي که بله چوکۍ نه وي نو والي خو هرمرو  ټاکل کیږي.
د لغمان والي هم له همدغو کسانو څخه دی. چې په دغه لږه موده  اوس دی  د میلونو ډالرو خاوند دی.  دا اوس دستي یې په کابل کې یو مارکېټ  پیل کړی دی. پوښتنه پیدا کیږي چې دومره پانګه یې له کومه کړه؟
۱-د لغمان والي د دوه قومونو تر مینځ (شمسورانخېل او ارمل)  د یوې ځمکې په سر شخړه دومره غټه کړه چې  ده ته له مینځه سل نمرې چې د هرې نمرې  قیمت  یې ۱۳ لکه افغانۍ  کیږي چې  عبداله ښاروال یې ورته پلوري  ورکړ شوي دي.
۲-د الینګار او نورستان  او الیشنګ نه تر نورستان  پورې سړک یو متر له اصل سټنډر  نه د سړک د سور له مخې  کمسوای دی. پدغه کې هم والي په میلونو روپۍ واخستې. د ښوونځیو په جوړولو کې هم همداسې  رواخله.
۳-یوه عریضه چې څوک ورته وروړي لږترلږه   دوه میاشتې نیسي چې لاسلیک شي. او بیا له اداري مدیر نه پوښتي چې څه پکې شته؟
۴-څوک چې وغواړي دی وګوري  نو د ده کسان ورته وایي  والي صاحب  په نوي کور کې دی کله چې څوک نوي کور ته ورشي  وایي زوړ کور کې دی  او اصل دی په کابل کې پخپل پنځه منزله مارکیټ کې پکار بوخت دی.