هاند؛ د خپلو تجربو شاعر


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ارشادرغاند
  • 200

 دا لیکنه د جعفرهاند د کتابونو په مخکتنه کې اورول شوې!


 هر انسان؛ په ځانګړي ډول ځان پېژندونکی او فکرمن همداسې بويه، چې د يوې تجربې او هڅې تر سم نه برياليتوب او نه اغېزناکتيا وروسته د ښې او بريالۍ تجربې لپاره لاره نوې کوي.
د ښاغلي هاند چاپ او ناچاپ شعرونه مې چې ولوستل، تر نور څه راته همدا د لار بدلونې هڅه پکې ډېره ښه واېسيده.
هاند په ننګرهار کې، چې له ښار او کلي تقريبا جوړ ګډ پښتني چاپېريال دی، پاتې شوی، زده کړې يې کړي او شاعر شوی، بيا کابل ته راغلی، تر ډېرو ،ډېر بوخت شوی او د ډېرو  ښو داسې حالت لرونکو برعکس يې شاعري په يو  پوره ښاري ماحول کې، چې ډېر خلک يې ناشاعرانه ګڼي، غوړيدلې ده.
دلته د ايراني کره کتونکي رضا براهني هغه خبره، ډېره رېښتيا ښکاري، چې شعر د طبيعت په يوه څنډه کې د ذهني حالت زېږنده ګڼي، ځکه که شعر يوازې د طبيعت د يوې څنډې تراغېز لاندې وای، هاند به هم شاعري او هغه هم داسې چې ماته کاميابه او ښکلې ښکاري نه شوه کولی.
زموږ  زيات شاعران چې پر يوه لاره لاړشي، که ښه مزل وکړي، يا ناښه، خو لاره نه بدلوي، چې دا يې اکثره وخت د زوال لامل هم کېږي.
دې کې دوی ډېر پړه هم نه دي،ځکه ټولنيز او کولتوري اغېزې د دې لامل دي او پر خپلو دې ارزښتونو ولاړې ټولنې او خلک يې، چې موږ هم پکې راځو، په اسانه سازش نه مني.
خو د ښاغلي هاند خوندوره برخه شاعري دا ښيي، چې دی دې واقعيتونو ته تسليم شوی.
د هاند غزلې به دومره داسې وي کنه، خو نظمونه يې اکثره دا ښېګڼه لري.
ستـــا بـه يــادېـــږي او کـــه جــانــانـه!
څــه بــه مـې سـپيـن داستـا پـه څېر راوړ
چـې نــنـګــرهـار تــه بـه زه کــلــه لاړم
مــابـــه ډالـــــۍ درتـــه  پـــــنــېــر راوړ
---------------------------
په يو بل نظم کې، چې هرکلی نومېږي،په يوه نوي او جالب عيني انداز کې د خپل جانان هرکلی کوي.
نن د کابل ټول سړکونه وينځم
نن د کابل هره کوڅه پاکوم
له هوايي ډګره زموږ تر کوره
دا هر يو چوک هره جاده پاکوم
---------------------
هغو ځانمرګو ته هم سوال کومه
چې نن را نه شي نن حمله ونه کړي
چې نن مې يار له بل وطن نه راځي
چې نن ناوړه حادثه و نه کړي
د هاندپه ناچاپه شاعرۍ کې د خپل ورځيني ژوند د عيني تصويرونو ترڅنګ د نوې ډېر کاريدونکې ټېګنالوژۍ د وسايلو  مناسبه او په نوې بڼه کارونه هم له ښو ځانګړنو او نويو کاميابو تجربو څخه ده،په ځانګړي ‌ډول د پاسورډ نظم،چې شاعر پکې خپلو ايميلونو ته د جانان د نامه توري ټاکي  او دا زباتوي،چې مينه يوازې د کلي د ګودر او چينار پورې محدوده نه ده پاتې شوې او که شاعر وغواړي، د ښار له شور،ماشور او ګڼې،ګوڼې په ډک چاپېريال کې هم ښکلا او رنګونه موندلی او په خوندوره شاعرانه ژبه انځورولی شي.
 يو وخت به تل له مانه 
د ايمپلونو پاسورډونه هېرېدل جانانه
خو-
 له کومې ورځې چې مې خپل ټول پاسورډونه ستا په نوم کړي دي
له دغې ستونزې - خلاص شوی يمه 
اوس نو ډاډه يمه که سل کاله بس هم جانانه
دا خپل فيسبوک، خپله ياهو او بل اکاونټ خلاص کړم
زما به دا ګوتې په کېبورډ کې ستا د ښکلي نامه
پر هغوو ښکليو پنځو تورو مخامخ ورځي
پر هغوو ښکليو پنځو تورو مخامخ ورځي
 د هاند د چاپ شوو شعرونو په لومړنيو کې لکه د نورو زياتو شاعرانو يار ته ډېر تمايل موجود دی،خو ګام،پر ګام چې وړاندې ځي او له دې تمايله ښه پايله په لاس نه ورځي، نهيلی کېږي، واقعيتونو ته غاړه ږدي، پخپل موجود ژوند کې، که د لومړنيو هيلو مطابق يې دی،کنه، د سکون لټولو هڅه کوي، مومي يې او په وروستيو شعرونو کې دې ته رسي، چې خپل پلار،مور، لور او نوره کورنۍ ځانته سکون ګڼي،په بله مانا تر يوه اوږده ارمان پالونکي او رومانتيک مزل وروسته خپل واقعي ژوند ته غاړه ږدي او ځان ورسره برابروي.
د هاند صيب  د لومړۍ چاپ شوې او ناچاپې شعري ټولګې اکثره غزلې هم د موضوع،هم ژبني او ارايه کونکې جوړښت او نورو خواوو له مخې، د نظمونو هومره يې خوند او جذابيت نه لري،که زه دمشورې حق ورته ولرم، نو د نظمونو د زيات دوام غوښتنه ترې کوم،ځکه له داسې شاعره، د يوه لوستونکي په توګه يې زه د داسې پخوا په شان شعرونو د ليکلو هيله نشم کولی.
دا پـــــيرزويــــنـه دخـــاونــد کـــه بـــد بــخـــتــي وه زمـــا
چـې دومــره ښـــکلـو کـې جـانــانـه زه پـر تـا مـــيـن شـــوم
-------------------------
څـنګه مـې وژنـې څـنګه زړه لــرې جــانانه ورک شــې
اخــر انـــسان يــــمه انـــسان وژنــې انــسانه ورک شــې

د ګران هاند شاعري نورو هم مهالو شاعرانو ته يې يو روښانه او ښه پيغام دا لري،چې خپل افکار، غوښتنې او پنځونې که له بدليدونکو واقعيتونو سره برابره کړي، نه يوازې تېروتي به نه وي؛بلکې په ځان کې د شعر لرلې شعر توليدونکې وړتيا په مټ به له کلي ښار ته په لېږديدو او له ښاره کلي ته په لېږديدو به هم ښه شعر وليکلی شي.