د ا.ا.ا هغه ادعا رد کړې، چې ګنې ط‌ا‌ب‌ا‌ن‌و د بشر ضد جنګي جنایتونه‌کړي

د ا.ا.ا هغه ادعا رد کړې، چې ګنې ط‌ا‌ب‌ا‌ن‌و د بشر ضد جنګي جنایتونه‌کړي


  • 6 ورځي دمخه (14/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 95

ط‌ا‌ل‌ب‌ا‌ن‌و هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې ط‌ا‌ل‌ب ځاکونو په ځینو سیمو کې د بشر ضد جنګي جنایتونه ترسره کړي.

د ‌ط‌ا‌ل‌ب‌ا‌ن‌و ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه د بشر حقونو د څار سازمان ته غبرګون ښودلی او دا یې په کلکه رد کړې، چې ګنې ط‌ا‌ل‌ب ځواکونو په یو شمېر سیمو کې د بشر ضد جنګي جنایتونه تر سره کړي دي. 

هغه دغه‌راز ویلي، چې دغه سازمان باید د غلطو معلوماتو ښکار نه‌شي او پر اساس یې دا ډول ناسم راپور تهیه نه‌کړي. 

مجاهد د بشر حقونو د څار سازمان څخه غوښتي، چې دوی باید سیمې له نژدې وګوري او حقایق ځان ته روښانه کړي. 

باید یاده شي، چې د بشر حقونو د څار سازمان د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې له‌مخې یې ط‌ا‌ل‌ب‌ ځواکونو په یو شمېر سیمو کې د بشر ضد جنګي جنایتونه کړي دي.