د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی کابل ته راغلی

د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی کابل ته راغلی


  • 1 مياشت دمخه (04/09/2021)
  • کامران احمدزی
  • 74

سمسورنیوز(شنبه د وږي ۱۳) د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکټر مطلق بن ماجد القحطاني د ټول شموله حکومت او کابل هوایي ډګر د پرانیستې لپاره کابل ته راغلی.

قحطاني ویلي، چې هڅه کوي په دې سفر کې د قطر په استازولي له ټولو لوریو سره بې طرفه خبرې وکړي.

نوموړي دغه راز له طالبانو غوښتي، چې یو داسې ټول شموله حکومت رامنځته کړي، چې ټول لوري په کې ځانونه وویني.

قحطاني داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې د طالبانو له ولکې وروسته هیڅ لوړ پوړی بهرنی چارواکی کابل ته نه دی راغلی.

سمسور نیوز