دیني تفکر د شدت او غفلت تر منځ


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • عبدالغفور پېروز
  • 198

 په اسلامي نړۍ کې د ډېری ستونزو سرچینه په یو نه یو شکل د دین له تعبیر او نقل سره تړوا لري، ځکه د عقیدې پر بنسټ بیان شوي مسایل ډېر وخت تر نقد او ارزونې لوړ ګڼل کېږي. 

له دې ادرسه ورکول شوې فتواوې د تقدس له احساس سره یو ځای د جذباتو په رنګ هم لړلې وي او له همدې کبله پکې ډېر ځله د یو خاص فکر تعصب  لیدل کېږي. 
له معنویاتو سره د مستقیمو اړیکو درلودو پر بنسټ دا انګېرنه هم عامه ده چې د نصوصو او مسایلو په فهم کې عقل او منطقي نقد ته ځای نه شته. دیني نرګیست یوه بله ناروغي ده چې اسلامي نړۍ ترې کړېږي، د نورې نړۍ پرمختګ زموږ لپاره د سترګو خار ګرځېدلی او هرڅه ته د پردۍ پدیدې په نظر ګورو او داسې فکر کوو چې د فلسفي، منطقي، طبعي او تخنیکې علومو په ډګر کې د هغوی پرمختګ د خالص مادیت پایله ده چې موږ یې هیڅلکه منلای نه شو. 
دې ډول فکرونو او انګېرنو د اسلامي نړۍ په ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې د حقارت، بې ځایه ویاړ او کرکې داسې ګډووډو احساساتو ته لار هواره کړې چې د زده‌کوونکيو ذهنیت یې تر خطرناک خمار لاندې راوستی او د سالم رقابت پر ځای د ذهني او فزیکي انتحار پر پوله ولاړ دي. 
د دین او دنیا تر منځ د کرښې او روابطو نه پېژندنه هم د همدې حالت نتېجه ده. کله چې د دین پوهنې مخکښان د ستونزو حل یوازې په دې کې ویني چې باید دیني اقتدار رامنځ ته شي، نو د افرادو اصلاح، ذهني وده او مسوولیت له منځه ځي او د وګړو توجو یوازې دې ته اوړي چې څرنګه په لوړه کچه د اسلامي واکمنۍ لپاره هلې-ځلې وکړي، فاسد نظامونه ونړوي او د واک پر ستر سټېج د اسماني نیابت زېری اعلان کړي. 
کله چې د دین هدف یوازې د واکمنۍ تر لاسه کول وګڼل شي، نو په فردي ژوند کې یې هر ډول رول له منځه ځي، د وګړو اخلاقي احساس کمزوری کېږي، له نورو سره د غوره تعامل پر ځای د یوه وږي حیوان په څېر چمتو وي چې نور وځوروي او د قربانۍ په نیت هغه څه وکړي چې بشریت ته یې تر ګټې زیان ډېر وي. 
همدلته انساني ارزښتونه، د نفس اصلاح، عاطفه، د بل ګټو ته د پام کولو فکر او د یوه کل په توګه د ژوند کولو اصول ارزښت بایلي او د دیني اقتدار په نوم راپورته شوي توند لاري هر هغه څوک د بې لارۍ په تور له منځه وړي چې فکر کوي د دوی د ستر مراد پر وړاندې خنډ دي. 
پر دې مهال د دین پالو د عوه کوونکيو د فکر او فعالیت یوازېنی محور د سلطې هغه پړاو ته ځان رسول وي چې پر مالومه سیمه، هېواد، هېوادونو او بالاخره ټول عالم د دیني واک ټینګول ګڼل کېږي او په دې سره به په نړۍ کې هر ډول بدۍ، ستونزې، ناخوالې او ظلمونه له منځه ولاړ شي. 
د دی تعبیر مخکښان په خاصو حالاتو کې راغلي نصوص د دایمي او اصلي حکم په ډول وړاندي کوي او د خپل نفوذ په ساحه کې مېشتو عامو او یا په اصطلاح له اصل دیني تفکر او عقلي ذهنیت څخه بې برخې وګړو ته ښيي چې زموږ د ستونزو حل یوازې د اسلامي نظام په شتون کې دی. 
پر خپل فکر د مقدس لېبل په لګولو نورو ته د غور او جاج چانس نه ورکوي او که څوک له دوی څخه د خپل هدف د اساسي وضاحت او یا تطبیق په اړه روانو جریانونو ته په پام منطقي سپیناوی غواړي، نو د هغوی لومړۍ هڅه همدا وي چې دغه ډول سوالونه او سوال کوونکي د تورونو په یوه مجهوله کنده کې خاموش کړي. 
څرنګه چې د دیني منابعو پلټنه او اصلي متونو فهم یو لړ عیني او ذهني پېلچتیاوې لري، له همدې امله د سطحي ذهن درلودونکي په دې اند دي چې په دغه ډول مسایلو کې عقلي بحثونو ته ځای نه شته او هر ډول دیني تفکر باید د زمانې بهیر په لفظي نقل کې تشریح او تفسیر شي چې دغه ډول مفکوره د اشخاصو، ډلو او انساني هڅو د تقدس له نظریې سره مرسته کوي او د دیني ډلو تر منځ د تعصب او حق د انحصاري کولو فکر ته لار پرانېزي چې بالاخره د ذهني او ساحوي نفوذ په سیالي کې له یو-بل سره لاس او ګرېوان کېږي، زغم په مطلق ډول له منځه ځي، د حذف او محوې پالیسي زور اخلي او د ځانګړي برداشت پر بنسټ د کفر، ارتداد، الحاد، ضلالت او فکري انحراف ټاپې دې حد ته رسېږي چې د یوه دین د پلویانو تر منځ د پخلایني او نژدېکت هر ډول امکانات له منځه ځي. 
په انساني ټولنو کې د بېلا-بېلو ادیانو تاریخ شاهد دی چې د دین په نوم د مقدسو جګړو اصل عامل د واک او ځواک تر لاسه کول دي، له دې څخه په ډېرو کمو مواردو کې یوازې د رسالت او ځان ساتنې منطقي مبارزه جلا ګڼلای شو. 
پورتني عوامل بالاخره هغو وګړو ته د ځان مطرح کولو فرصت برابروي چې همدا یې د ژوند لویه هیله وي او په ټولنه کې د خپل نوم ځلولو بل اسانه بدیل نه لري، همدغه کسان د خپل داخلي لجاجت پر بنسټ داسې تعبیرونه تر لاسه کوي چې د دوی هر ډول ناسمو کړنو ته د دین په جامه کې برات ورکړي او په لار کې هر ډول خنډونه د دیني فریضې په نوم له منځه یوسي ان که دا کار د زور، قتل، لوټمارۍ، عام وژنې، ښارونو، بازارونو، کورونو، هر ډول اشخاصو او دیني عبادت ځایونو د ورانولو په بیه هم وي، ځکه د دوی مشران شعورا او کشران په غیرشعوري ډول دا شان کړنې یو مشروع عمل ګڼي او په تر سره کولو کې یې د ځان، دین او اخېرت ګټه ویني. 
د توند لارو او افراطیانو د دغه ډول اعمالو او افکارو له امله یو شمېر عام وګړي او هغه کسان چې دیني بېکګراونډ لري، خو له دغه ډول تعبیرونو سره جوړ نه دي، ځانونه بې وسه احساسوي او هیڅ نه وايي. په دې سربېره، ځینې داسې څېرې هم شته چې د خپلو شخصي بوختیاوو پر بنسټ اصلا داسې غفلت ځپلي وي چې د موجودو شعارونو عامه بدرګه څاري، که هر لوری ورته ګټور وی له څه تامل پرته یې خوا نیسي او ځان ته ځای پیدا کوي. 
د غفلت او شدت په دې ګرداب کې ژوند، اخلاقي ارزښتونه او بشري کرامت کډه کوي، دین په وبال اوړي او پر وړاندې یې د کرکې نفسیات ورو-ورو وده کوي چې د زمانې په اوږدو کې د کرکې زېږوونکې هر فکر په مړینه پای ته رسېږي. که په اسلامي نړۍ، په تېره زموږ په هېواد کې د دین رول همدغسي د شدت او غفلت تر منځ وي، نو یوه ورځ به یې جنازه هم ووینو او په دي کې ټوله ګرمه د هغو کسانو ده چې  دین د خپلو موخو لپاره د یوې الې په توګه کاروي. 
د لوړتیا او انحصار غوښتونکو منګولو ته د دیني تفسیر او تعبیر لوېدو په مرحله کې د اسماني خلافت او نیابت په پلمه ځمکني اربابان ډېرېږي، حلال او حرام نوی مفهوم خپلوي، واجبات او فرایض نوي شکلونه مومي او عقیدوي تسامح په مطلق ډول خپل ځای تشدد ته پرېږدي چې سر لاري یې په دې دنیا کې د دوزخ او جنت ټکټونه وېشي، نور یې ننداره کوي او پلویان یې خوند ترې اخلي. 
که د اسلامي نړۍ په زړه کې روانو ناخوالو ته ځېر شئ د ژور جهالت په شتون کې به د نوي دور له سطحي سواد سره یو ځای  د دیني شدت او غفلت دا ټول مناظر په مختلفو شکلونو ووینئ. په داسې یوه حالت کې چې څوک د ټولنې د عامه فکر پالنې  او مسلکي وړتیا نه درلودو په پلمه د دین کارپوهانو له غرضي فتوا ګټه اخلي او له هغو سره د تړلو ډلو اوا شخاصو فتوا بیا هم د دین د معتبرو سرچینو مسلکي تعبیر ګڼي، نو دوی بیا هم د غفلت ښکار دي چې له امله یې د متشددینو دریځ پیاوړی کېږي او د هغه حالت له دوام سره مرسته کوي چې د طبعي پایلو څرګندېدو په مرحله کې به ډېری ورته د افسوس اوښکې توی کړي، څرنګه چې موږ په دغسې یو حالت کې واقع یو، نو د منطقي جاج پر بنسټ باید د عقل او تجربې په رڼا کې د دین او دنیا سم انډول وپېژنو. 
سرخط ورځپاڼه