نړیوال کرکټ کې نن شپږ لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبیږي

نړیوال کرکټ کې نن شپږ لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبیږي


  • 1 اونۍ دمخه (18/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 107

په نړیوال کرکټ کې نن د جولای په ۱۸ مه نېټه شپږ لوبډلې د یو بل پر وړاندې خپل بخت ازمايي.

په دغو لوبډلو کې لومړۍ بنګلادیش له زمبابوې سره نن ۱۲ بجې د درې پنځوس اوریزو لوبو دوهمه لوبه ترسره کوي.

ددغو درې پنځوس اوریزو لوبو لومړۍ لوبه بنګلادیش له کوربه زمبابوې لوبډلې څخه ګټلې وه.

د افغانستان په وخت شاو خوا دوه بجې هندوستان له سریلانکا سره د درې پنځوس اوریزو لوبو سیریز پیلوي.

دغه لوبې د سریلانکا هېواد په کوربتوب ترسره کېږي.

او ماښام شپږ بجې پاکستان له انګلستان سره د درې شل اوریزو لوبو دوهمه لوبه پیلوي.

یاده لوبه د انګلستان هېواد په کوربتوب ترسره کېږي او لومړۍ لوبه پاکستان لوبډلې له کوربه انګلستان لوبډلې څخه ګټلې وه.