د لغمان الینګار ولسوالۍ کې ۳۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان الینګار ولسوالۍ کې ۳۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 6 مياشتي دمخه (12/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 379

د لغمان ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې نن الینګار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه له ماتي سره مخ شوي او طالبانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

سرچینه زیاتوي نن سهار د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ طالبانو ډله ییز بریدونه وکړل، چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د سخت غبرګون او مقاومت سره مخ شول، د ځمکنیو او هوايي بریدونه په پايله کې د دريو کليدي قومندانانو په ګډون ۱۸  طالبان  وژل شوي او ۱۶ تنه نور يې ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ شاوخوا سيمو څخه په شا تمبول شوي دي.

دغه راز الينګار ولسوالۍ کې د ګډو امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري د طالبانو د ځپلو په موخه پراخ هوایي او ځمکني عملیات روان دي او یادې ولسوالۍ ته سرتېري د حمایې په موخه رسیدلي دي.