د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې ۱۳ سرتیري وژل شوي.

د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې ۱۳ سرتیري وژل شوي.


  • 11 مياشتي دمخه (16/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 412

د جګړې شدت؛ 

اروزګان کې د طالبانو برید کې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له لوري په د دهراوود ولسوالۍ په قلعه چه سیمه کې پر یو پوسته برید شوی چې له امله یې د پوستې د قومندان په ګډون ۱۳ کسه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. ویل کیږي په دې نښته کې یو شمیر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي.

په دې وروستیو کې په ټول هیواد کې د جګړې شدت زیات شوی، چې ګڼې اندیښنې یې هم راپورته کړي.