انسان او ښکلا

انسان او ښکلا


  • 3 مياشتي دمخه (09/07/2021)
  • رازمحمد تسکین
  • 266

ښکلی به خود یم چې تخلیق مې ښکلي ذات کړی دی

حسن یا ښکلا؛ لکه د شعر، ادب او نورو په څېر پراخ تعریفونه لري، چې په یوه هغه یې او یا یې په تعریف بسنه کول به له ښکلا سره زیاتی وي.

"ښکلا د زړه او سترګو ګډ امتزاج او سلا بللی شو چې روح پرې تسکین شي."

یا " هره پدیده چې د انسان سترګې یې وویني، زړه په ډبېدا راوړي او فکري تمرکز جلب کړي موږ ورته ښکلا ویلې ده"

خو دا باید هېر نه کړو چې د ښکلا پېژندنې لپاره یو معیار نه دی ټاکل شوی؛ بلکې د ټولنې هر وګړی ځانته ځانته اصول او معیارونه لري، چې له مخې یې ښایسته ګي پېژني.

له همدې امله خو ډېری خلک په دې ګنګس وي چې مینه د ښکلا له امله پیدا کېږي، که ښکلا د مینې له امله؟

ما یو ځای لوستي وو: (هم مینه ښکلا ده او هم ښکلا مینه ده؛ خو توپیر یې په افرادو کې دی.)

له دې خبرې سره زموږ مشکل لږ حل کېږي.

 

د حسن پرستۍ خبره هم کټ مټ همداسې ښکاري.

اوس باید دا هم ووایو چې ښکلا خوښونې حس په هر انسان کې شته چې ترې منکر کېدل ناشوني دي؛ ځکه ستر څښتن په خپل کلام کې فرمایي چې انسان مو ښکلی پیدا کړی...

له دې خبرې جوتېږي چې خالق ښکلی دی او ښکلا یې هم خوښېږي.

کله چې د خالق ښکلا خوښېږي؛ نو د مخلوق به ضرور دا حس ژوندی وي.

نړۍ له انسانانو ډکه ده ، څوک تور، څوک سپین خوښوي او دا د رب لورینه ده چې د هر چا لپاره یې د هغه په ذوق برابر شیان پنځولي.

مینه یوه خوږه خوشبو ده؛ خو ښکلا بیا د ستر ذات یوه کوچنۍ او په نشت حساب یوه جلوه ده.

انسان چې دومره ښکلی دی، دا د هغه د خالق پیرزوینه ده چې دی یې ښایسته پیدا کړی او اشرف المخلوقات یې هم بللی؛ نو جوته خبره ده خدای هم ښایسته ګي او پاکي خوښوي.

چې په خپل لاس دې ښایسته وجود پیدا کړ

پته نشته خدایه ته یې څومره ښکلی

خالق چې دومره په خپل خلاقیت کې مینه ګر وي نو ښکاره ده چې د انسان په خټه کې هم ښکلا او مینه اغږل شوي دي.

مینه هم له ښکلا سره کېږي او هم له مینې سره.

دلته مینه تر مینې توپیر پیدا کوي.

یوه هغه مینه چې هوس پکې غالب وي.

بله یې مجازي مینه.

او وروستۍ هغه یې حقیقي مینه.

د لومړۍ مینې په پېژندنه کې به کومه ستونزه نه وي، راځم مجازي مینې ته :

ویل کېږي چې مجازي مینه حقیقت ته د رسېدا لار ده؛ ډېر کله چې په مجازي مینه کې هوس غالب شي بیا نو د محبت پښتۍ هم ماتې شي.

اصل کې مجازي مینه هم د انسان ضرورت دی خو مهمه خبره دا ده چې تمرکز باید د ژوند په یوه اړخ ونه شي.

په یوه اړخ تمرکز دا مانا چې کله انسان کوښښ کوي ، یواځې خپل درون پاک او سپېڅلی کړي.

ظاهر ته پام نه کوي او وایي چې زه غواړم فقط خپل خدای ته ځان پاک کړم نور د بنده ګانو په کیسه کې نه یم .

ډېر کله دا نظریه هم بدې پایلې لري او ځکه د مانویاتو سر بېره موږ یو پراخ مادي ژوند هم لرو.

کله دې چې باطن څومره هم پاک وي خو چې له ظاهر دې انسانان په تنګ وي؛ ټولنه به بدرنګه ښکاري او اغېز پرې پرېوځي.

پورته نظریه د پسیسیمیزم یو رنګ لري*

مینه له ښکلا سره په دې مانا چې تر ښایست محدوده وي او چې حسن له منځه لاړ؛ مینه هم مړه شوه.

خو له محبت سره مینه بیا تر ډېره وي او تر ابده کېدلی شي، چې دلته بیا هغه خلکو ته یو ځواب دی کوم چې هره مینه د هوس تابع بولي.

ډېر کله انسان له یوه څیز سره مینه لري چې د ژوند تر پایه ورسره پاتې کېږي دا په اصل کې له محبت سره مینه ده؛ نه له ښکلا سره.

د ښکلا خوښونه او مینه د انسان د ژوند اړتیاوې دي چې نه ترې عقل منکر کېدی شي او نه زړه.

دلته یوه بله خبره باید وکړو چې مینه تور او سپین نه ګوري او نه وایي چې دا ښکلی دی او هغه بدرنګ، چې مینه راغله بس راغله.

بورا تک تور وي خو هر سهار ورته ګل خپله غېږه خلاصه نیولې وي او کله یې هم ورته دا ونه ویل چې ته تک تور یې او خنډنې پښې لرې.

دا چې مینه ښکلا ده که ښکلا مینه ده.

په دې اړه ژورې مطالعې ته ضرورت دی؛خو په فلسفه کې یوه خبره ډېره مشهوره ده: (ښه، ښه وي؛ خو تر ښو هم ښه شته.)

زه یې ستایلی په دېرشمه سپاره کې یمه

(ولقد خلقنا الانسان في احسن تقویم)

*هغوی چې ټول ژوند تر معنویاتو محدودوي او له مادي ژوند یې مکمل لاس اخیستی وي.