چارواکي: ننګرهار کې تېره مياشت ۲۷۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

چارواکي: ننګرهار کې تېره مياشت ۲۷۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 3 مياشتي دمخه (20/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 223

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال سلطان داوود سلطان نن یکشنبه د یو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې د روان ۱۴۰۰ کال د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې د ګډو افغان ځواکونو د ۳۷ عملیاتو په ترڅ کې ۲۰۹ طالبان وژل شوي او ۶۶ نور ټپيان دي.

نوموړي همداراز وويل: امنیتي ځواکونو په ياده موده کې د طالبانو شل مرکزونه هم له‌منځه وړي او دغه‌راز يې د انسان تښتوونکو د يوې ډلې په ګډون سل تنه د جنايي جرمونو په تور نيولي دي.

هغه زیاته کړه: جوزا مياشت کې يې ديارلس سوه کیلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي هم نيولي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان ډاډ ورکوي، چې په دې ولايت کې د هېڅ ولسوالۍ د سقوط ويره نشته او امنيتي ځواکونه په برياليتوب سره په ټولو سيمو کې په جديت سره دنده پرمخ وړي.

د ویلو ده، چې په دغو ترسره شویو عملیاتو کې بل چاته هېڅ راز مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی. 

بل‌لورته بیا طالبانو د امنیه قومندانۍ دغې ادعا او د ور اوښتې مرګ ژوبلې په تړواو تر دا مهاله غبرګون نه دی څرګند کړی.