جنرال میلي: امریکا باید افغانستان کې د ط. البانو د مخنیوي لپاره څو زره سرتېري ساتلي وای

جنرال میلي: امریکا باید افغانستان کې د ط. البانو د مخنیوي لپاره څو زره سرتېري ساتلي وای


  • 2 مياشتي دمخه (29/09/2021)
  • خالد سهار
  • 195

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي، وایي په افغانستان کې شل کلنه جګړه یوه ستراتیژیکه ناکامي وه او امریکا باید څو زره پوځيان په دغه هېواد کې ساتلي وای، چې د ط. البانو مخه یې نیولې وای.    

جنرال میلي پرون په واشنګټن کې د امریکا د پوځي خدماتو د کمېټې استماعیه غونډې ته په وینا کې ویلي، چې ط. البان یو ترهګریزه ډله وه او اوس هم یو تروریستي سازمان پاتې شوی دی او لا هم القاعـده ډلې سره نشلېدونکې اړیکې لري. 

نوموړی وایي، وبه ویني، چې ط. البان واک ساتلی شي او که یا په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیلېږي؛ خو په په خبره یې، چې دوی باید د امریکا له هغو ترورستي بریدنو خوندي کړي چې له افغانستان ورځي.

بل لورته بیا ط. البان وایي، دوی د القاعده په ګډون هر ډول ترهګریزو سازمانونو سره اړیکې نه لري او نه یې پالي. 

ورته مهال جنرال میلي دا هم ویلي، چې د افغان حکومت د ماتېدو د مخنیوي لپاره په کار وه، چې دوه نیم زره امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاتې وای، د ده په باور لویه تېروتنه دا وه چې افغان پوځ داسې چمتو شوی و چې تر ډېره بریدع یې پر امریکایي پوځيانو او ټکنالوژي تکیه کوله.