پي.بي.ایس خبري چینل سره د جمهور رئیس مرکه

پي.بي.ایس خبري چینل سره د جمهور رئیس مرکه


  • 2 کاله دمخه (21/05/2021)
  • ژباړن: مير احمد ياد
  • 2117

پي.بي.ایس: آیا داسې ګڼئ چې د امریکایي ځواکونو په وتلو، افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د زیاتېدو امکان شته؟

جمهور رئيس غني: که خبره د جګړې وي، نو موږ چمتو یوو. موږ له میاشتو راهیسې چمتو وو.

د امریکايي ځواکونو ستنېدل ستراتیژيکه پرېکړه وه او موږ ته یې ډېر شیان واضح کړل. اوس به جګړه ساده شي، ځکه د نړیوالې توطیې، په افغانستان کې د نړیوال دایمي حضور او نورې پلمې ختم شوې. اوس باید یو ځای کار وکړو.

بل عامل سیمه ده. سیمه اوس خوشاله ده چې امریکا (په افغانستان کې) د اوږدمهالي حضور نیت نه لري، نو اوس باید موږ ټول، په یوه ګډه امنیتي ستراتیژۍ توافق ته ورسېږو.

پي.بي.ایس: تاسې وویل چې چمتو یئ، یعنې دا اټکل لرئ چې د متحده ایالاتو او ناټو له وتلو وروسته به تاوتریخوالی لوړ شي، خو دا اوس هم د افغانستان له ۳۴ ولایاتو، د ۲۸ هغو په ځينو سیمو کې جګړه روانه ده، طالبان ځایونه نیسي او د ښارونو مرکزونه محاصره کوي. تاسې چې وایئ، موږ چمتو یوو، نو که ستاسې پوځونه تر ډېره وخته د طالبانو مخه ونه نیولای شي، ستاسې په نظر څه شی به د بدلون لامل شي؟

جمهور رئيس غني: لومړی خو په ډېر درناوي ستاسې دغه لیدلوری تر پوښتنې لاندې راولم. طالبان سیمې نه نیسي، بلکې طالبان شیندلي بریدونه کوي. دوی یوازې ورانی کولای شي، سیمې نه شي نیولای. د کندهار ارغنداب یوازینۍ ولسوالي وه چې دوی یې د نیولو هڅه وکړله، خو اوس د دې ولسوالۍ خلک له طالبانو کرکه کوي.

پي.بي.ایس: د افغانستان د دولت استازي د طالبانو له استازو سره کتنې کوي، په دې لړ کې یې څو ورځې مخکې په دوحه کې سره ولیدل، آيا په دې خبرو کې کوم پرمختګ شوی؟

جمهور رئيس غني: د سیاسي خبرو اترو کونجي دا ده چې طالبان دا مني چې د افغانستان د سیاسي نظام راتلونکی په ټاکنو پورې تړلی دی. دا اساسي خبره ده. په نورو مسایلو بحث او خبرې کېدای شي. خو که چېرې دغه اساسي مسئله تضمین نه‌ شي، نو د تېرو ۲۰ کلونو د حقونو او لاس ته راوړنو او خصوصاً د ښځو، ځوانانو، اقلیت او د ټولنې د ټولو اقشارو د حقونو او لاس ته راوړنو موضوع تر پوښتنې لاندې راځي.

پي.بي.ایس: طالبانو ویلي چې خبرو ته به دوام ورکړي، خو زه غواړم له تاسې د هغه پلان په اړه وپوښتم چې په دې وروستیو کې په یوه مقاله کې خپور کړ، دا چې مسایل باید څنګه پر مخ لاړ شي. تاسې غواړئ چې یو لنډمهالی حکومت رامنځته شي او ټاکنې پلان او ترسره شي. تاسې دا هم ویلي چې په دې ټاکنو کې به برخه نه اخلئ او واک به هله پرېږدئ چې ځای ناستی مو ټاکنو له لارې راشي او د سولې لپاره برنامه ولري. اوس پوښتنه دا ده، آیا کوم بل داسې حالت شته چې تاسې په کې له خپل واک نه لاس په سر شئ؟

جمهور رئيس: نه!

پي.بي.ایس: بېخي نشته؟

جمهور رئيس: که جګړه روانه وي، نو نشته. که جګړه روانه وي، نو زه د وسله وال ځواک سراعلی قومندان یم. زه خپل خلک نه پرېږدم. زه د هیواد ځواکونه نه پرېږدم. زه په دې حکومت خپل سر بایلم. واک ته لیواله نه یم، خو زه د نظم د تأمین اصل ته ژمن یم، افغان ټولنه نظم غواړي.

پي.بي.ایس: ښاغلی جمهور رئيس، په عین وخت کې طالبانو ویلي چې که تاسې (جمهور رئيس غني) په واک کې پاتې کېدل غواړئ، نو بیا هېڅ حل لاره نشته. هغوی (طالبان) وایي چې څومره تاسې په واک کې پاتې کېږئ، هومره به جګړه اوږدېږي. نو که چېرې ستاسې د واک پرېښودل، لږ تر لږه د سولې یوه تړون ته د رسېدو لامل کېږي، آيا د پروسې د پرمختګ لپاره به له وخت مخکې واک پرېږدئ؟

جمهور رئيس: دا ځواب مې درکړ. آیا طالبان ټاکنې د راتلونکي پرمختګ د اساس په توګه مني که نه؟ زه (د سولې په مخ کې) خنډ نه یم. ما دا فرصت رامنځته کړی، ما روښانه کړی او ما پرې اجماع رامنځته کړې ده.

طالبان باید لومړی دا ووایي، آیا دوی په چل او ټګۍ غواړي را ننوځي او د حکومت ظرفیت ختم کړي، حکومت له منځته یوسي، مرۍ یې پرې کړي او بیا چې څه غواړي هغه وکړي؟ د حل لارو پرځای، شخصاً پر ما تمرکز کول، هسې د وخت ضایع کول دي.

پي.بي.ایس: ښاغلی جمهور رئیس، د (سولې حکومت) د وخت په اړه پوښتنه کوم، که چېرې دغه (د سولې انتقالي حکومت) ډېر اوږد شي، نو بیا؟ تاسې ویلي وو چې د دې حکومت دوره باید لنډه وي او ټاکنې باید زر ترسره شي، که داسې ونه شي او ټاکنې د اوږدمهال لپاره وځنډېږي، نو بیا؟

جمهور رئیس: نه، ټاکنې باید ترسره شي، ځکه موږ د ولس له ارادې پرته مخ ته نه شوو تللی. مشروعیت مهم دی. زه له تېرو ۲ لسیزو (په سوله) کار کوم، د سولې راوړل آسانه نه دي، بې له چمتووالي نه‌کېږي، د موضوع د پخلي لپاره باید ۱۰زره ساعته کار وشي. (جمهور رئیس د تشبیه په توګه د جاز موسیقۍ په اړه ویلي چې ۱۰ زره ساعته یې باید تمرین وشي.)

پي.بي.ایس: تاسې ښکاره ویلي چې د امریکایي ځواکونو د ستنېدو د پروسې مخالفت کوئ او د یوې پوښتنې په ځواب کې مو دا هم ویلي چې تاسې په دې اړه داسې احساس نه‌کوئ چې کوم څه درنه پټ شوي دي. تاسې ویلي اوس پوښتنه دا ده چې زموږ شریکې ګټې کومې دي، نو متحده ایالاتو خو دا څرګنده کړله چې ګټې یې څه وې، که څنګه؟ دا وه چې اسامه بن لادن له منځه یوسي او دا چې افغانستان د متحده ایالاتو ګواښونکو لپاره خوندي ځای نه شي.

د افغانستان ګټه څه وه؟ اوس ستاسې او متحده ایالاتو ترمنځ شریکه ګټه څه ده؟

جمهور رئيس: د ترهګرۍ ګواښ ختم شوی نه دی، بلکې بدل شوی دی، موږ ټول پر دې توافق لرو.

بله دا چې متحده ایالات په مالي، امنیتي، اقتصادي او بشردوستانه برخو کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي، ځکه له ښه مرغه متحده ایالات د افغانستان د تېرو شلو کالو په لاس ته راوړنو باورمند دي او په دې برخه کې زموږ بحثونه ډېر ګټور دي.

له ښه مرغه زموږ د همکارانو په توګه د ناټو او د هغوی متحدینو په برخه کې هم موضوع همداسې ده.

پي.بي.ایس: تاسې څه ډول ملاتړ یادوئ؟ لکه څنګه چې تاسې وویل بشردوستانه مرستې به د سیسټمونو او زېربناوو د رغونې او بیارغونې لپاره وي، ترڅنګ به یې له افغان ځواکونو سره پوځي مرستې هم دوام ولري؟

جمهور رئيس: هو!

پي.بي.ایس: افغانستان سره د متحده آیالاتو له ژمنو راضي یاست؟

جمهور رئيس: هو، راضي یم.

پي.بي.ایس: باوري یئ چې (د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ) دا همکاري دوامداره ده؟

جمهور رئیس: هو، باور پرې لرم.

پي.بي.ایس: تاسې د ښځو د وضعیت خبره وکړه، په هیواد کې ځینې کلیوالې سیمې له طالبانو تر واک لاندې دي. همدارنګه ځينې داسې سیمې شته چې دوی په کې ۱۹۹۰ مې لسیزې په څېر وحشیانه رژیم بیا را ژوندی کړی دی، هغه رژیم چې ښځو په کې د پخواني وخت په څېر حقونه نه درلودل. پوښتنه دا ده چې تاسې دې ساحو سره څه کوئ؟ آيا پلان لرئ پر دې سیمو بریدونه وکړئ او د ښځو حقونه په کې خوندي کړئ؟ که د افغانستان راتلونکی به داسې وي چې د ښځو حقونه به په هغو سیمو پورې اړه ولري چې دا ښځې په کې ژوند کوي؟

جمهور رئيس: اساسي موضوع د تابعیت (شهروندۍ) ده. زموږ اساسي قانون له دوو برخو پرته نور ټول د تعدیل وړ دی. یو دا چې د دولت اسلامي ماهیت نه شي بدلېدی او بل دا چې د اتباعو حقوق باید په تعدیل کې وده وکړي، نو موږ ته پر هغو ارزښتونو تمرکز مهم دی چې ټولنه متحده ساتي او هیلې ورکوي.

که طالبان سوله غواړي، نو داسې سوله باید وي چې د افغانستان د اتباعو د لاس ته راوړنو درناوی وکړي او په تېره بیا تر ټولو مهم، یعنې ښځو ته درناوی وکړي. او که چېرې (طالبان) سوله نه غواړي او نیت یې دا وي چې واک د زور او د یوه دیکتاتور نظام د تحمیل له لارې ترلاسه کړي، نو بیا باید د افغانستان وطن‌پرست ځواکونه سره راټول شي او یوه پرېکړه وکړي. هغه موضوع به بیا له بده مرغه د جګړې په ډګر کې فیصله کېږي.

پي.بي.ایس: جمهور رئيس په ډېر درنښت! په هیواد کې ځینې داسې سیمې شته چې اوس په کې دا قضیه روانه ده. نږدې وخت کې بي‌بي‌سي خبر خپور کړ چې طالبانو له مزار شریف بهر سیوری حکومت جوړ کړی دی، همداسې راپورونه له نورو سیمو هم دي.

جمهور رئیس: زه یې نه ردوم.

پي.بي.ایس: تاسې وویل چې په راتلونکي کې دفاع ته چمتو یئ، خو اوس مو د خپلو ارزښتونو د دفاع لپاره څه کړي؟

جمهور رئیس: موږ له ۴۰زرو ډېر ځواکونه تلفات ورکړي دي. زموږ امنیتي او دفاعي ځواک داوطلب دی. طالبان چې د ملاتړ کومه شبکه لري، په هغه باید واضح او روښانه بحث وشي او کوم افراد چې د دوی ملاتړ کوي، پر هغوی هم باید بحث وشي.

پي.بي.ایس: اشاره مو ځينې سیمه‌ایزو ګاونډيانو او خصوصاً پاکستان ته ده کنه؟

جمهور رئيس: یوازې سیمه‌ایز ګاونډیان نه دي، بلکې نړیوالې شبکې هم دي. کومې جرمي شبکې چې د مخدره موادو په قاچاق ژوندۍ دي، هغوی هم داسې بې‌نظمي غواړي. ترهګرې شبکې یوازې د سیمې نه‌ دي. موږ یې کسان نیولي دي. ۱۶ هیوادونو داعش ته جلب و جذب کاوه چې اوس هم شته، موږ سره یې مېرمنې او ماشومان شته او هڅه کوو چې بېرته یې خپلو هیوادونو ته ستانه کړو.

پي.بي.ایس: ښاغلی جمهور رئیس، د ځان د خوندیتوب په اړه څومره اندېښنه لرئ؟

جمهور رئیس: اندېښنه نه لرم.

پي.بي.ایس: اندېښنه نه لرئ؟

جمهور رئیس: نه یې لرم!

پي.بي.ایس: په تاسې ډېر ځاني بریدونه شوي دي. طالبان چې تاسې ته د لویدیځ د ګوډاګي په سترګه ګوري، تاسې د خپل ځان خوندیتوب ته اندېښمن نه یئ؟

جمهور رئیس: نه! ګورئ زه ایمان لرم، ډېر ځله ژغورل شوی یم. دا ترور او نور مسایل یوازې د ضعیفه کولو طریقه ده او زه باید د دې موضوع د تمرکز محراق نه شم. زه د خپل ولس د هیلو او ارمانونو د غوړېدو او پوره کېدو وسیله یم. زه باید خطرونه ومنم. زه خلکو سره کتنې نه شم بس کولای. زه پر دوی تمرکز نه شم بس کولای. تر کومې ورځ او کومې شېبې چې ژوندی یم، نوښتګر فکر به کوم او تمرکز به مې د خپل ولس د ژوند وضعیت پر ودې وي. تاریخ به په دې اړه خپل قضاوت وکړي.

پي.بي.ایس: د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، ډېره مننه چې وخت مو راکړ.

جمهور رئیس: مننه