دښاغلي عبدالرحمان غضري سره مرکه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بختيارځدران
  • 1263

دلوی اوبښونکي  خدای په نامه

مرکه کونکی :بختیارځدران

دسمسورپاڼې ګرانولوستونکیوداځل مو له نوښتګراو نازک خیال شاعراوله  پیاوړي لیکوال محترم عبدالرحمان غضري صاحب سره مرکه کړیې .تاسو یې لوستلو ته رابولو ویې لولئ اوخوندترې واخلئ
پوښتنه غضري صاحب:د شعراونثر ترڅنګ نورڅه بایدوشي چې پښتو ژبه پرې ښېرازه شي؟
ځواب :  ګرانه دایویشتمه پیړۍ ده خوپښتواوپښتانه لاډیرورسته پاته دي زماپه فکردیوې ژبې
پرمختګه ته په نننۍ نړۍ کې تربل هرڅه زیات الیکترونیکي خپرونو ته ضرورت دی
زمامقصدتلویزون ،تیاتراوسینماده خو بایدچې په خپرونوکې یې له احتیاط څخه کارواخیستل شي خپرونې یې باید چې دمیلت دملي کلتورپه چوکاټ کې وي که داسي ونه شي  بیابه یې دګټې په  ځای تاوان ډیر وي
ادبي بحث بایددعقلي  دلاېلوپه په بناء وي او که دعلم په بناء ،دبحث  ب :
 اونقدتوفیرڅه وي؟
ځواب :   فکرکوم چې علم دپوهې سرچینه ده خو که دعقل په ځای دتجربې کلمه استمعال کو ښه به وي زماپه ګومان نه یواځي ادبي بحثونه بلکې هرکارباید  دعلم اوتجربې له مخې وشي
دادواړه په خپل ځای ګټورګڼم
داچې دبحث اودنقدترمنځ توفیر څه دی  تاسوپوهیږئ چې بحث عربي کلمه ده چې دوه مختلیفې ماناوي لري لټون او پوهاوی بحث ترډیره په ماضي اوپه مستقبل باندي کیږی
نقد زماپه فکر سالم انتقادته ویل کیږي که موږ په روغ نیت په یوڅه باندی نقدوکړو فکرکوم چې ګټه به موکړیې وي   ځکه چې نقدسوچه والی منځ ته راوړي اوخامۍ له منځه وړي
پوښتنه د:پښتو شعرماشاءالله اوس مهال ښه وده کړي ،مګرتاسو یې دفن او کیفیت برخه څنګه ارزوئ؟
ځواب :  وروره ډیره ګرانه پوښتنه ده  که موږ شعرپه دوه برخې وویشو په زیور اوپه جسم نو فکرکوم چې دننني شعرلباس دپخواپه پرتله ډیر ښکلی دی خو خو جسمي زواک یې دومره پیاوړی نه دی چې بایدوای
پوښتنه : بده نده چې که څوک دخپلو تجربو وسه نه لري دنورو له تجربوڅخه دې استفاده وکړي  مګرله پخوانه تردې دمه پښتانو شاعرانو سیوا له لنډۍ نه دشعرکوم بل ځانګړی صنعت اویا صنف  نه دی  جوړکړی ستاسو په نظرددې علت څه دی ؟
ځواب :  نه پوهیږم که موږ چېري پښتولنډۍ کاکړۍ غاړې  اوهغه سندریزسروکي چې موږ یې په ولسي ادب کې کارودادب یوه برخه وګڼو نوبیا خو موږ ځانګړي صنعتونه لرو اوکه ستاسوپوښتنه داوي چې دعربي ژبې په څیرزموږپه ژبه کې ولې دغزل نظم اودې ته ورته خپل صنعتونه نه شته نو داډیر علتونه لري اول دپښتو ژبې دشعر تاریخ ډیر وږد نه دی البته دهغه شعرچې موږ ته دکاغذپه مخ راپاته دی زموږ ترټولو زوړشعردامیرکروړشعرګڼل کیږي چې یواځي څوسوه کاله عمرلري  دوهم داچې پښتو ژبې ته پاملرنه نه ده شویې که موږ لږخپل تاریخ ته ځیرشو افغانان چې دهندپه ټوله نیمه وچه کې واکمن وو،  ددربارژبه یې فارسې وه پښتو ته ترډیره دمیرنۍ مور په سترګه کتل کیدل  یوبل لوی علت یې ښایې داوګڼو چې تراسلام له مخي دافغانانو یاپه بله ژبه داریایانود لیک دودبڼه  له ننني لیک دودڅخه کامیلاًمختلیفه وه زه اوس هم په دې باوریم چې که موږداسلام ترخپریدو مخکې اریایې لیکنې پیداکو یایې وژباړلای شو نو ډیر داسي اثاربه ترګوتوکوچې موږ یې تصورهم نه دی کړی .
پوښتنه :خوشحال بابا حماسي شعرونه البته ډیر وئیلي اوزوی  یې عبدالقادرخټک دپند او نصحت نه ډک شعرونه زیات وئیلي همداسې زمونږ د غمیزې شاعران چې دولسیزې پخوا یې شعرونه وئیلي حماسه پکې ډیر دی اوس مهال ډیرشعرونه د نصحت او پند بڼه  لري
تاسوته دابدلون دشاعرانو مجبوري ښکاري او که دوخت ضرورت ؟
ځواب :  فکرکوم چې شاعرترډیره دوخت ترجمان وي
اول خو موږ خوشحال خان ته کامیلاً حماسي شاعرنه شو ویلای ځکه چې دخوشحال خان شاعرې دومره هراړخیزه ده  چې سړی خوشحال دشعردصنعت په یوه کوزه کې نه شی بندولای دوهم که سړی دخوشحال خان دژوندتاریخ لږ وګوري  داسي ښکاري چې خو شحال خان له ماشومتوبه بیا ترمرګه دجنګ اومباریزې په حلت کې و  نو طعباً  دشعررنګ به یې تریوې اندازې  په هغه حلت پورې تړلی وي داچې دقادرخان دشاعرې رنګ فن اونصحت وداهم دحلاتوبدلون ګڼلای شو هم داراز دتیرودولسیزوشاعرې  اودنننۍ شاعرې ترمنځ هم دا توفیرکیدای شي
پوښتنه :په اوسني بهیر کې دځانګړي سبک شاعران څوک،او که وي چې ځنګړتیااوتګلوری یې راته په ګوته کړئ؟
ځواب :  نه پوهیږم که ستاسو له وسني بهیر څخه مطلب زموږ ژوندي شاعران وي  نو بیا خو روښانه خبره ده هسي خودې خدای لري ډیر ښکلې شاعران لرو خو هغه شاعران چې  دځوان نسل سرکښان دي نو سړی عبدالباري جهاني صاحب عبیدالله درانی درویش اوکاروان صاحب ته ګوته نیوای شي دادرې واړه دشعرمختلیف سبکونه لري  داچې څنګه ښایې چې ډیرښه یې درته توزیع نه شم کړای   خو دومره درته ویلای شم چې دجهانی صاحب شاعرې مردانه رنګ لري شعریې دومره یاغي دی چې سړي ته هغه دخپل کلي سرزوري زلمي وریاده وي
دغزل ژبه یې ډیره اورنۍ ده یو بل شی چې دجهاني صاحب دشعرخاصه ځانګیړنه ګڼله کیږي هغه شعرته دکلموانتخاب دی جهاني صاحب چې څنګه شعریاغي لیکي هغسي شعرته کلمې هم یاغي انتخابه وي په نظم یې دومره لاس بردی چې سړی یې په پښتو شعرکې مثال نه شي میندلای
دښاغلي درویش دراني صاحب دشاعرې سبک ځکه ځانګړی اوپه زړه پوري دی چې دشعرژبه یې ډیره ساده ده درویش صاحب ډیره لنډه غزل لیکې خو په دې لنډه اوتنګ غزل کې دومرڅه وایې چې که سړی یوکتاب ورباندي ولیکي هم ښایې هغه مفهم پکې ځای نه شي یوه بله ځانګیړنه یې داده چې ددرو یش صاحب دغزل هربند دپښتو متلوته ورته دی مثلاً درویش صاحب وایې لمن مې ډکه ده له کاڼوخو څوک نه پرې ولم
دایو عادت په عادتونو کې دغره لرمه
دابندکه له یو خواڅخه ددرویش صاحب دشعردپخوالي ا وځانګیړني ترجماني کوي له بلې خواهغه خپلې خبرې ته دومره پوخ دلیل وړاندي کړی چې سړی ګوته په غاښ ورته پاته کیږي
هم داراز دښاغلي کاروان شاعرې ځان ته خپل سبک او ځانګیړنې لري زما په نظر دکاروان صاحب شاعرې وریښمین دوسمال ته ورته ده کاروان صاحب په شعرکې په انځور یستنه ډیر برلاسی دی دشعرنازک خیالې یې بلکل دبنګړوبارته ورته ده 
کله کله خو چې سړی دکاروان صاحب غزل لولي داسي فکرکوي چې له کومې مستې پیغلې سره په خبرو بوخت دی 
پوښتنه :دشعر ښاپرۍ خوپخپله راځي دشاعرعقل شعوراوفکروتخنوي مګر داساده باده ښاپرۍ په زورراځي که څنګه ؟البته له ساده باده ښاپرۍ نه مې منظورلنډه کیسه ده.
ځواب : ترکومې چې ماخپل ځان ازمویلی نو کله مې هم لنډه کیسه په زورنه ده لیکلي که څه هم نثر په الهام پوري اړه نه لري خو هنرغواړي چې داهنر سړی د نورو لیکوالانو له اثاروڅخه په ډیر اسانۍ زده کولای شي 
پوښتنه :ستاسو په لیکلیولنډوکیسو کې هغه کومه کیسه ده چې دې لوستلو په وخت تر ډیر متاثره کیږئ ؟
ځواب : مادخوړدې په نوم یوه کیسه لیکلې له هغې نه متاثره کیږم اوخوښه مې ده
ب :ماشاءالله دلنډې کېسولیکولان اوس بیخی ډیر دي، دا ډیریښت اودلنډې کیسې مستقبل تاسوته څنګه ښکاري ؟
ځواب :  که دلنډوکیسو لړۍهم داسي روانه  پاته شي نو سړی یې راتلونکي  ته دامیدپه سترکه کتلای شي 
پوښتنه :دکېسې ،ناول ،نکل،سفرنامې،ډرامې اوفلم توفیر اوورته والی که راته څرګند کړئ ؟
ځواب :زماپه فکر دکیسې اوناول ترمنځ بس هم دومره توفیردی چې کیسه لنډه وي یوه مشخصه موضوع په مخ وړي دناول لمن له لنډې کیسې څخه پراخه وي له خپل منځني کریکټرسره سره نورو پیښوته هم پخپله لمن کې ځای ورکوي همداراز فلم فلم هم ترډیره دناول خصلت لري  بلکې ډیر فلمونه په ناولونو باندي جوړشوي   نکل چې وس چندانی څوک زړه نه ورته ښه کوي د پخوانیوهغو راپاته میراث دی موضوع یې ترډیره خیالي وي قهرمانان یې داسي پنځول شوی وي چې دقهرناموساحنې یې عقل په اسانه نه شي منلای
دډرامې لیکل که څه هم په ظاهره سړي ته دومره ګران نه ښکاریږي خو په اصل کې دډرامې لیکل ډیر مغلق کاردی ډیر لیږ خلک دي چې دښې ډرامې په لیکلو لاس بري دي دډرامې کریکټرونه ترډیره دفلم په خلاف ساده پراخ اودکوراوکلي ماحول ته ورته وي 
پاته شوه سفرنامه زماپه نظر سفرنامې ته سړی تاریخي یاداښت هم ویلای شي سفرنامه داسي لیکله کیږي مثلاً تاسو دهیندهیوادته سفرلرئ  هغلته داګرې ښارته ځئ اوتاج محل له نیزدې نه وینئ چې کله بیرته راستانه شوئ قلم رااخلئ اوهغه دخپل سفرټول جزیات درسره یاداښت کوئ  دې ته موږ سفرنامه ویلای شو 
ب :هغه څه چې تراوسه پورې دپښتو ژبي دبډاینې له پاره نه دي شوې او غواړې چې دخلکو او چارواکو پام ورته راوګرځوې  هغه به څه شی وي؟
ځواب:   فکرکوم چې پښتو ژبې ته دعلمي کتابونود ژباړې ډیر سخت ضرورت دی په پښتوکې دعلمي کتابونو ډیر کمی دی پخپله پښتنوته په خپله ژبه دزدکړې زمېنه برابرول ډیر مهم دي هم درازدپښتو ژبې قاموس ته باید کاروشي ترڅوپښتو دنورو ژوبوپه څیر لانوره پراخه شي 
پوښتنه : په اخرکې دسمسور دپاڼې مینه والو ته مو پیغام څه دی، او دسمسورد پاڼې دښولي لپاره مو توسیه څه ده ؟
ځواب :  ګرانه که مومنظورنوي لیکوالان اوشاعران وي نو زه به دومره ورته ووایم چې مخکې له دې چې خپل قلم راواخلي بایده ښه ډیره مطالعه وکړي  شعرلیکي اوکه نثر کوشش دې وکړي چې نوي مضامین وپنځوي  دسمسوردپاڼې په حقله به دومره ووایم چې پخپله سمسورصاحب یوپه پښتومین ځوان دی زه چې دده زیاراوهڅو ته ګورم  نوکه خدای کول دسمسور پاڼه به هم داسي ښیرازه وي فکرکوم که سمسور صاحب لیږنورزیاروکړي  اوزموږ له مشهورولیکوالانو اوشاعرانوسره اړیکې ونیسي دهغوي مضامین  وخت په وخت په پاڼه کې خپاره کړي داکاربه نوره هم دلوستونکیو تنده ورماته کړي 
بختیار: مننه صاحب چې زمونږ سوالونه ته مو ځوابونه وویل .
غضري :هیله کوم مهربانه یاستئ